د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل د څه ډول څلور اړخیزې سوله ییزې غونډې کوربه دی؟

محمد انور ولید 17.01.2016 14:03

سبا ورځ د ۱۳۹۴ هجري لمریزکال د مرغومي په  ( ۲۸تمه ) نېټه کابل د سولې د خبرو پر سر د افغانستان ، پاکستان ، چین او امریکې تر مینځ د څلور اړخیزې غونډې کوربه دئ . په همدې تړاو تېره اوونۍ د همدغو یادو هېوادو تر مینځ په اسلام آباد کې غونډه تر سره شوه . هلته په پاکستان کې د افغان سولې پر سرڅلور اړخیزې خبرې روا نې وې ، او دلته په افغانستان کې له مرګ ژوبلو سره مله انتحاري او توغندیز بریدونه تر سره شول . خو افغانان پوه نه شول چې دا بریدونه د سولې د نمانځلو په اړه وو ـ او که د سولې د غندلو په اړه ؟
که چېرته د سولې د نمانځلو په اړه وو ، نو بیا یې مرګ ژوبلې د څه له پاره له ځانه سره لرلې ؟ اوکه دغندلو له پاره وو ـ نو بیا په اسلام آباد کې د سولې دخبرو پیلېدو هدف څه ؤ ؟ افغانان باید له چا سره سوله وکړي ؟ له افغان مخالفو وسله والو سره ، او که له کوم بل داسې اړخ سره چې په افغانستان کې نا اعلان شوې پردۍ جګړه د طالب په پلمه پر مخ وړي ؟
که د افغان حکومت سوله له وسله والو مخالفینو سره وي ، نو د هغوی واحد مرکزي آدرس کوم دئ ؟ هغوی ولې پرڅو مختلفو ډلګیو ( غلجیو ـ درانیو او نورو قومونو او قبیلو) سره وېشل شوي ؟ پاکستان د کوم مجبوریت له مخې د هغوی مشران وربندیانول او وژل ؟
اوکه سوله له پاکستان سره وي ـ نو بیا په افغانستان کې ددغې نا اعلان شوې پردۍ جګړې له پاره پاکستان ولې افغان مخالفین د خپلو موخو په خاطر د جګړې د سون توکو په څېر استعمالوي ، او پلمه یې هم داوي چې له افغان مخالفو طالبانو سره باید سوله وشي ؟ زه وایم چې هغوی دې خپلې خوښې ته پرېږدي ، کورنۍ یې دې له ځانه سره برمته نه نیسي ، ځای دې نه ورکوي ، ټرېنېنګونه او د تمویل سر چینې دې ور باندې بندې کړي ، له هغوی سره دې مرسته وکړي چې له افغان حکومت سره د روغې جوړې خبرو ته په روغ نیت سره کېني .
اوس خو د پاکستان له خبرو ، نا اعلان شوې جګړې او دریځ څخه داسې برېښي چې دوی د خپل سترا تیژیک عمق ، ډېورنډ کرښې ، د کونړ د اوبو ، منځنۍ آسیا ته د یوطرفه ترانزیتي لارې ، او له هند سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کولوپه خاطرطالبان په څنګ کې ورسره نیولي او هغوی پرافغانستان باندې د فشاردآلې په توګه استعمالوي ، ترڅو افغان حکومت د پاکستان غیر منطقي او غیر اصولي شرطونو ته غاړه کېږدي او خپل امتیازات پرې تر لاسه کړي .
بل لور ته طالبان هم باید دا خوب له سره وباسي چې ګني دوی به یو ځل بیا د پاکستان له لارې په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي او پاکستان به یې همداسې ملاتړلی تر شا ولاړ وي ، که داسې وای ـ او طالبان خو تیار د واک پر ګدۍ باندې ور ناست وو ، نو پاکستان ولې له امریکې سره معامله ور باندې وکړه . او د هغوی له تخت او بخت څخه یې د تېر اختر نکریزې جوړې کړې او پر دېوال یې د تل له پاره ور وویشتلې .
اوس چې چین او امریکا هم د سولې دې سمندر ته بډ وهلي را ګډ شوي دي ، ورته په کارخو داده چې دواړه هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د خپلو ګټو خوندې کولو په خاطرپر پاکستان باندې له خپل اړین فشار څخه کار وا خلي ترڅوپه افغانستان او ټوله سیمه کې لومړی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ـ سیاسي اراده ـ خپلواکي او ملي ګټې ، او ور پسې د دوی خپلې ګټې د پاکستان د غلطو سیاستونو او اهدافو قرباني نه شي .
د سولې په خبروکې دا مهمه نه ده چې څوک چېرته ور باندې غږېږي ، بلکې مهمه داده چې د سولې څرنګوالی او د سوله مارو صداقت ، وړتیا ، ژمنتیا او اغېز څومره دئ . ځکه په سوله کوونکوکې باید دومره زور او اغېز موجود وي چې سوله له صفري نقطو څخه پرې تېره کړی شي ، که نه نو سوله به په عاْیقو برخو کې د تېر په څېر همداسې معلقه او ځوړنده بې برخلیکه پاتې وي .
چین او امریکا دواړه داسې هېوادونه دي چې که په صداقت سره غواړي په افغانستان کې ريښتینې او پایداره سوله راشي ، نو له اقتصادي ، نظامي ، سیمه ییز او سیاسي پلوه پر پاکستان باندې خپل ژور اغېز او سیوری غوړولی شي . د پاکستان خود سرانه غیر نور مال حرکتونه مهارکولی شي . پاکستان مجبورولی شي چې نور په سیمه کې له خپل تحفه یي ـ  ولې په اصل کې پردي ګیلم څخه آخوا پښې ونه غځوي .
هغه عایْقې سیمې چې د بریتانوي هند او تزاري روسانو تر مینځ په نښه شوې وې  ـ  اوس نه هلته بریتانیه شته ، او نه هم تزاري روسیه ، اوس دلته یوازې لوی هندوستان او لوی افغانستان پراته دي ، چې دواړه هېوادونه تر اوسه پورې بشپړه لرغونې خپلواکي لري . کوم ملک اوکومه خاوره چې دځایي اصلي اوسېدونکو خپل پلرنی میراث وي ، هغه په هېڅ کتاب او هېڅ قانون کې د لارویانو او را غلو مسافرو ملکیت نه شي جوړېدای .
افغانستان او هندوستان خو څه امریکا نه ده چې کرستوپ کولمب کشف کړې ـ او اروپایي خلک ورغلي او هغه یې آباد کړي وي . بلکې ددې دواړو هېوادو لرغونتوب تر امریکا او نورو هېوادو په قدامت کې مخ کې دئ . باید د افغانستان پر سر معامله ونه شي ، اوسني افغانان خو لا څه ـ چې ( یوزر ) پېړۍ وروسته نسلونه به یې هم ونه مني . نړیوال او سیمه ییز ذيدخله هېوادونه دې د خپلې انساني وجیبې او مسؤولیت له مخې خپل تاریخ د بې انصافیو په مردودو کرښو نه لیکي . چېرې نه چې پر دې سره په افغانستان کې د خپلو جګړو عمر وروسته له هرو لسوکالو نور هم ګام په ګام تمدید او د افغانانو مرګ ژوبلو ته دوام پرې ورکړي .
د یو موټی خپلواک واحد افغانستان او تل پاتې ریښتینې سولې په هیله .