د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ هغه هیوادونه چی دوه یا ډیری رسمی ژبی لری

غلام حضرت صالحزوی 14.01.2016 11:31

1- د سویس کنفدراسیون له 26کانتونونو یا ایالتونو نه تشکیل شویدی چی د فدرالی جمهوریت په شکل سره اداره کیږی . شمال ته یی د آلمان فدرالی جمهوریت ، جنوب ته یی ایتالیا ، ختیز ته یی اتریش او لیختنشتاین او لویدیز ته یی د فرانسی جمهوری واقع دی . په سویس کی د هر نفر په سر کلنی عاید تر 39000 دالرو نه زیات دی چی پدی حساب د نړۍ له ثروتمند ترینو هیوادونونه شمیرل کیږی. مساحت یی 41290 کیلومتر مربع او نفوس یی 7.5 اونیم میلیونو ته رسیږی.
په سویس کی دا لاندی څلور ژبی رسمی دی :
آلمانی چی د هیواد سلنه خلک پری خبری کوی او د هیواد لومړنۍ رسمی ژبه ده، د آلمانی ژبی ویونکی په شمالی او مرکزی سیمو کی ژوند کوی.
فرانسوی چی 19 سلنه سویسیان پدی ژبه خبری کوی او زیاتره د هیواد په لویدیز کی ژوند کوی ،
ایتالیوی چی د سویس 8 سلنه وګړي په ایتالوی خبری کوی او د هیوا په جنوب ژوند کوی
او رومانش چی یواځی یوه سلنه خلک چی د هیواد په جنوب ختیزه برخه کی ژوند کوی.
د سویس له اوسیدونکو ن 22 سلنه د نورو هیوادونو کډوال یا مهاجرین دی چی اکثرا د کار لپاره دلته راغلی دی.
د سویس د اکثریت خلکو دین مسیحیت دی چی 43 سلنه یی کاتولیک ، 35 سلنه یی پروتستان ، 2 سلنه یی اردتودکس دی . البته د 4 فیصدو خلکو دین یی اسلام او پاتی د نورو ادیانو پیروان دی. مسلمانان دهیواد په ټولو برخوکی تیت دی چی د اسلامی مرکزونو شمیر یی تر 90 پوری رسیږی. اسلام له مسیحت نه وروسته د دی هیواد دوهم دین دی.
سویس له 1815 کال راپدیخوا په هیڅ جګړه کی برخه نده اخیستی او بیطرفه پاته شویدی. له همدی امله د ډیرو نړیوالو سازمانونو مرکزونه په سویس کی واقع شویدی لکه د نړیوال سره صلیب سازمان ، د سوداګری نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو اروپایی دفتر دلته په ژنیو کی قرار لری. سویس هم د افغانستان په شان په وچه کی محاط هیواد دی او آزاد سمندر ته لار نه لری. د سویس هیواد د اروپایی اتحادی غړی نه دی خو په 1999 کال کی یی د اروپا د آزادی سوداګری انجمن یا ټولنی عضویت تر لاسه کړی دی چی د د غه قرارداد په اساس یی له اروپایی هیوادونو سره خپله تجارت آسانه کړ.
بانکداری او د بیمی شرکتونه د دی هیواد له مهمو برخو نه شمیرل کیږی چی د دی هیواد اقتصادی پرمختګ ته یی رونق ورکړی دی. همدا راز د توریزم او ګرځندوی صنعت د اقتصادی ودی مهمه برخه جوړوی . ژنیو او زوریخ د ګرځندویانو د میلمه پالنی مشهور مرکزونه دی او هرکال ډیر سیلانیان د آلپ غرونو ته د واورینو ورزشونو د اجرا لپاره هلته سفر کوی.
په سویس کی دنړۍ ډیر معتبر پوهنتونونه شته چی شمیر یی 20 ته رسیږی.
سویس د خپلو شکلاتو ، پنیر ، د بانکداری سیستم ، ساعت جوړولو صنایع او په شنو ونو او ځنګلونو پټ ښایسته غرونو له امله په ټوله نړۍ کی مشهور دی.
د سویس د جوړیدو تاریخ د 1291 کال د آګست دمیاشتی لومړۍ نیټه ښودل شویده او هرکال دا ورځ عمومی رخصتی وی.
نور بیا