د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله، د افغانانو هیله!

سهراب ویسا 14.01.2016 12:27

معلومه ده چې په نړۍ کې به د نورو هیوادونو وګړي دومره سولي ته لیواله نه وي لکه څومره چې افغانان ورته اړتیا لري او سولې ته لیواله ښکاري، د افغانانو په ژوند کې سوله ېوه داسي هیله ده چې هیڅکله یې مثبت اړخ نه دی معلوم شوي، او د افغانانو دا هیله تر نن ورځې پوري سرته ونه رسیده. په رسنیو کې د هیواد تکړه سیاسي کارپوهان تل همدا نعری وهي چې د سولې اړخ باید معلوم شي، اما تر نن ورځي پوري زمونږ د سولي استازو د سولي مثبت اړخ معلوم نه کړ.
په اصل کې د سولي اړخ معلوم دی اما له بدمرغه چې په مستقیم ډول سره دغه اړخ سولي ته نه حاضریږې او په دي ټول ښه پوهیږې چې د پاکستان دولت باید له افغانانو سره د سولي ټغر ته کښیني ترڅو په افغانستان کې ثبات او امن رامینځ ته شي. د پاکستان دولت تل هڅه کړي چې خپل شوم اهداف د افغانستان په خاوره کې پلي کړي او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړي، نن د دي وخت را رسیدلي دی چې د پاکستان دولت ته باید زمونږ افغانان خوله ماتي ځواب ورکړي او په دي یې باید پوه کړي چې نور زمونږ په هیواد کې د پاکستان شوم اهداف نه منل کیږي.
کله چې په افغانستان کې د پاکستان په لاسوهنه کورنۍ جګړې رامینځته شوي او ناچاره افغانان دې ته مجبوره شول چې د پاکستان په لور هجرت وکړي، نو په هغه وخت کې پاکستان دولت لبیک وویل او افغانانو ته یې پخپله خاوره کې ځای ورکړ، دا چې پاکستان افغانانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړ په دي خبره باندې باید مونږ خوشحاله نه شو، ځکه دا د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو هغه طرحه وه چې له افغانستان څخه یې خپله پینځمه صوبه  جوړه کړه او په افغانستان یې خپل حکومت کوه، دا ځکه چې هندوستان له افغانستان سره نیږدي اړیکې پاللي او پاکستان ته داسي ښکارېدل چې کومه ورځ د افغانستان له خوانه د هندوستان په ګټه په پاکستان کومه حمله ونه شي او پاکستان به د نړۍ له نقشي څخه وباسي، د پاکستان لوړپوړو چارواکو دا ډول طرحه جوړه کړه چې تل په افغانستان باندې خپل حکومت وکړي او افغانان په داسي حالت کې وساتي چې د نړۍ له پرمختګونو څخه شاته پاتې شي، که ستاسو په یاد وي همداسي وشول، ځکه خو پاکستان ېوه داسي ډله رامینځته کړه چې نن د طالب په نوم یادیږي او داسي روزنه یې ورکړه چې په افغانستان کې تل د پاکستان په ګټه کار وکړي، طالبان يي افغانستان ته راولیږل او په افغانستان کې يې د پینځه کالو لپاره د طالبانو حکومت رامینځته ګړ، په اصل کې دا د طالبانو حکومت نه ؤ، بلکې دا د پاکستان د دولت هغه طرحه وه چې افغانستان یې پخپله ولکه کې راوړي ؤ، او هر ډول شوم پلانونه چې پاکستان غوښتل هغه یې د طالبانو په نوم په افغانستان کې پلي کړل، یعني د طالبانو په پینځه کلنه دوره کې افغانانو ډیر څه له لاسه ورکړل، بې شمیره ځوانان مو بې سواده شول، ډاکتران مو په بیلابیلو موضوعاتو کې بندیان او په دار وځړه ول شول، ښونځي مو ړنګ شول، ماشومان مو بې سواده پاتې شول، او دا لړۍ تر نن ورځي پورې په افغانستان کې دوام لري. د پاکستان جنګې اردو چې د طالب په نوم په افغانستان کې فعالیت کوي او همدا يې دنده ده چې د افغانانو ښونځي ویجاړ کړي، ښوونکې مو په دار وځړه وي، روغتونونه مو په توپ وولي. اما بیا هم د شکر ځای دې چې نن ورځ زمونږ دولت دومره وس او توان لري چې د پاکستان جنګې اردو په مقابل کې ېو موټي افغاني ځواک او ملي اردو جوړه کړي چې قرباني ورکوی او دخپل حریم څخه دفاع کوي. اما نن چې بیا د سولي خبري را برسیره شوي او ېوځل بیا پاکستان غاړه ایښي چې طالبان د افغان دولت سره سوله وکړي دا ېوه بې مفهومه خبره ده، ځکه افغان دولت طالبان په رسمیت نه پيژني، کله چې ېوه ډله په رسمیت ونه پيژندل شي نو هغی سره به څنګه سوله وشي او څنګه به د سولي خبرې ېو مثبت لوري ولري، په اصل کې افغان دولت غواړې چې د پاکستان دولت سره سوله وکړي اما د پاکستان شوم دولت د سولي خبرو ته غاړه نه ایږدي او داسي ګونګسی یی په منطقه کې اچولي چې طالبان مجبوره کړي ترڅو له افغان دولت سره سوله وکړي. د سولي موضوع څخه د پاکستان دولت ېوه اوږد مهاله جنګې پروژه جوړه کړي چې هیڅکله دي پروژي ته د پاي ټکې نه ایښودل کیږي. نن ورځ دا زمونږ د لوړپوړو چارواکو دنده ده چې د پاکستان هر هغه بې ځایه غوښتني چې دوي یې غواړي هغه د نړۍ خلکو ته په ډاګه کړي او پرده ترې لري کړي، ترڅو پاکستان ته خوله ماتې ځواب ورکړ شي او دي ته مجبوره شي چې خپله هغه اردو چې د طالب په نوم یې رامینځته کړي او په افغانستان کې پرې فعالیت کوي هغه له مینځه یوسي او خپل روابط له افغانستان سره روښانه کړي، بیا به لري نه وي چې افغانستان کې سوله او ثبات را مینځته نه شي.
زما په اند نن ورځ افغانانو په نړیواله سطحه خپل نیږدي دوست چې تل یې د دښمن په شان د شاه له خوانه په افغان دولت ګذار کړي په رسمي توګه مو د دښمن په نوم پیژندلي. اوس زمونږ دولت  ته په کار ده چې د سولې خبرې د پاکستان دولت سره پیل کړي، نه له طالبانو سره، ځکه چې طالبان د پاکستان هغه جنګې اردو ده چې په افغانستان کې د پاکستان په ګټه فعالیت کوي، دا ځل باید په کلکه توګه د سولې خبري له پاکستان سره وشي، تر څو په افغانستان کې ثبات رامینځته شي  او د  پاکستان له دولت څخه باید د هر هغه شوم پلان پوښتنه وشي چې په افغانستان کې یې پلې کړي، او افغانان یې پرې ځوره ولي.