د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا موټر وان

توریالی ملیار 03.01.2016 13:31

باران وریده، موټر کرار کرار روان وو، په یو څپر توره ږیره یې لاس را کش کړ او بیا یې غږ وکړ وې مسلمانانو د لمانځه وخت دی، یوه ورته کړل باران اوري په دې خړه دښته کې به لمونځ څنګه وکړو، موټر وان په قهر شو وې، اخر مسلمان یې که نه چې باران وي نو لمونځ به نه کوې؟ سړي ورته کړل یا به یې لږ وروسته وکړو او یا به یې په اشاره وکړو د باندې خو لندې خټې دي، ملا موټر وان په غصه موټر ګوښې ته کړ وې اوس په چا کې مسلماني کله پاتې ده؟؟ داسې کیږي چې په شنه اسمان مسلمان او په باران کې کاپر وو؟ د سوچ بورډ له سره یې جایماز را کش کړ او د باندې په ځمکه په لمانځه ودرید- موټر کې ناست خلک حیران و چې څه وکړي، ځینو چې اودس لاره په خټو کې په لمانځه ودریدل، ځینو تیمم وواهه، ځينو په اشاره سرونه سره ښکته پورته کړل او ځينې په موټر کې همداسې ناست وو…

د ولسوالۍ سړک ته چې ورګډ شوو خلک یو- یو له خپلو کورونو سره له موټره کوزیدل ایله زه ډریور او یو بل کس لا خپل منزل ته نه و رسېدلي.

په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او تورسري راپورته شوې.

لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد او… ورو ورو په ټوکو اوښتې، مېرمنو غږ نه کاوه، مولانا صاحب مخ ور وګرځاوه ږیره یې په چپه ګردن کې بنده خو سوږمه یې را اوږده کړه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځو غږ ونه کړ.


زه حیران شوم چې دا څه اورم هغه د کوپر فتواګانې او دا سپکه خبره… شیبه وروسته یې بیا په خبرو وښوروله، وې دا نويې چادري ګانې خو هم د سړي زړه شین مین اړوي، بیا یې ورته ویل د تاسې خو به براق بوټونه نه وي په پښوو هغه ګناه لري، د شریعت خلاف دي او سړی تحریکوي هم… ښځې بیا هم چپ پاتې وې، یوازې یې خپلو منځو کې کرار کرار څه وویل، لږ وروسته میرمنو ملا موټروان ته وویل همدلته کوزیږو… کرایه یې ورکړه خو چې کوزېدې ملا موټر وان په خندا ورته کړل، له موږ سره نه پاتې کیږئ؟؟؟ په دې یې هم سوبړه ونه شوه وې ټلفون نمبر مو راکړئ که کله مو موټر پکار وو؟؟ تور سرو هیڅ هم نه ویل او په پرده کې ښکته شوې.

تور سرې بیچاره ګانې چې د سړک غاړې ته ودرېدې پوه شوم چې په نیمه لارې کې کوزې شوې او په باران کې بل موټرته د انتظار شېبې شماري.

د مولانا صاحب موټر چې حرکت وکړ نو د کسټې بل مخ یې ور پورې واهه، وې ګوره بې محرمه را وتلې وې اسلام مسلام اوس چا کې نه دی پاته، کتل مو څنګه ښویې او نوې چادري ګانې یې پر سر وې، دعطرو بویونه مو لیدل… بیخي په کوپر کې ورته ورک شوم…. الله مو دې په داسې خلکو کې نه حسابوي.

بیا یې نو له ډېره قهره په ځان ټوکه هم وکړه وې په خدای داسې یې تحریک کړم چې شیطان مې یې غوټ په کونه را ننویست.

په ږيره یې لاس را کش کړ ولاحول یې ووې او پسې غبرګه یې کړه شکر چې مجاهد دې پيدا کړی یم!! الله ته مې جهاد قبول کړې!! او الله ته مې له منافقینو مه حسابوې!!

زه چې ښکته شوم هغه بل کس ته یې ویلي وو، ګوره په دوعا کې مې چې منافق یاد کړ، همدی مې ښوده ږیره یې څنګه وهلې وه…. د منافق زوی.