د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حیوانات اونباتات د عبرت مرکزونه

قاضی طارق 03.01.2016 12:30

په تېر پسې ......

قران کریم د پند او عبرت اخیستلو لپاره انسان کله اسمان ته متوجه کوی ، کله ځمکې ته ، کله خپل ځان ته ، کله بیا شپې او ورځې لمر او سپوږمۍ ته او کله نورو مشهودو او ملموسو شیانو ته لکه د ځمکې او اسمان په منځ کې الوتونکو مرغانو او کله هم هغو مچیو ته چې د خیټو نه یې عسل او شهد را بوهېږی .

قرانکریم انسان ته امر کوی چې ژور غور او فکر په کې وکړی، د چارپایانو او حیواناتو د بطن څخه د شودو او د ځمکې له بیخ څخه د لرګیو له منځ څخه د انسان د رزق لپاره د میوو را ویستل هغه څه دي چې انسان ور سره له نژدې نه هر وخت سروکار لری او د الله جل جلاله د قدرت نښې نښانې په کې وینی ، تر څو انسان و ګوری چې دغه رزق چې زما مخې ته پروت دي ماته له کومه راځی ؟ او د دې خورا خوندور رزق دا کارخانې چا جوړې کړیدی ؟ د دې رزق منبع او سرچینه چېرته ده ؟

د غواګانو، ميښو او نورو چارپایانو په خيټه کې د شودو د جوړولو، او د خرما او انګورو د ونو د وچو لرګو په منځ کې د میوو د جوړولو او تولیدولو څرنګ ماشینونه لګېدلی او چا لګولی دی ؟ او دغه ماشینونه د کومې غېبی ارادې د حکم لاندې کار کوی ؟ !!!

د لرګو نه دا خوندور انګور او خرما ، او د مچیو له خیټو نه د شهدو او بالاخره د حیواناتو له خیټو نه د شودو را ویستل چې د انسان لپاره خورا ښه رزق دې ، دا ټولې هغه نښې نښانې دی چې یوعاقل انسان دې ته اړ باسی چې د واحد او لا شریک الله جل جلاله په وجود اعتراف وکړی او دعبادت او بندګې سر ورته ټیټ کړی .

قرانکریم فرمایې : { وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ } النحل :۶۶ .

ژباړه :

بيشكه شته ستاسو لپاره په چارپایانو کې ډېر لوی عبرت ، څکوو مونږ پر تاسو باندې له هغه ځینو څېزونو څخه چې دی په خیټه د هغه کې ، له منځه له خوشایو او وینو ، شودې صافې اسان تېرېدونکې د پاره د څښونکو.

{وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } النحل: ۶۷.

ژباړه :

او د میوو د خرماګانو او د میوو د انګورو څخه (همداسې در څښوو مونږ پرتاسې ) چې جوړوۍ تاسو له دغه میوو څخه نشه کونکی (بد) او رزق او روزی ښه ، بیشکه په دغو (انواعو د میوو او مشتقاتو ) کې ( یې ) خامخا دلیل ( د قدرت ) دې دپاره د (هغه ) قوم چې عقل چلوی او فکر اوغور په کې کوی .

یادونه : اکثره علماء او مفسرین په دې نظر دی چې : دغه مبارک ایاتونه په مکه مکرمه کې نازل شویدی چې شراب لانه وو حرام شوی او کله چې په مدینه منوره کې د شرابو د تحریم حکم راغې نو ټولو مسلمانانو په پوره ډول د شرابو له څښلو نه منع وکړه .

په دې دواړو مبارکو ایاتونو کې انسان د چارپایانو او نباتاتو په وجود کې غور او فکر کولو ته هڅول شوېدې چې انسان ته د ښه رزق سرچینی دی او هر وخت ور سره له نژدې څخه سروکار لری :

د چارپایانو په خیټو کې واښه او اوبه د خوړلو او څښلونه وروسته په دې طبیعت کې کوم قدرت په پاکو او خوندورو شودو بدلوی ؟

او د خرما او انګورو په میوو کې یې د بندګانو لپاره خورا ډېرې ګټې او ډول ډول رزق حسن خلق کړیدی ، هم یې تازه خوړلې اوهم یې ذخیره کولای او ساتلې شی ، هم یې د طعام په ډول خوړلې او هم یې زبېښلې او مباح شربتونه ترې جوړولای شی , { إِنَّ فِي ذَلِكَ لآية لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } نو کوم قوم چې عقل او ادراک لری د هغه لپاره په دې کې د الله پاک په وحدانیت ،عظمت او قدرت ستر دلایل دې چې څرنګ په یو لرګې کې خوندورې خرماګانې ، او څرنګ په یو بل لرګی کې انګور جوړوی ؟

څښتن تعالی د دغو حیواناتو په ګېډو کې یو ماشین لګولې دې چې واښه د خوړلو نه وروسته په درې شیانو بدلوی خوشان ، وینه او شوده ، خوشان د باندې غورځوی ، وینه د حیوان د ژوند د بقا لپاره د حیوان په وجود کې خپروی او د خوشانو او وینی له منځ څخه د شودو چینه هم را بېلوی چې ډېره خوندوره او اسانه تېرېدونکې غذا ده ، هر یو له دغو درو شیانو څخه خپل خپل ځای ته ځان رسوی شوده د حیوان غولانځې ته ځې ، وینه په رګونو کې خپرېږی او خوشان مخرج ته رسېږی، او یو د بل د لاری خنډ هم نه جوړیږی یعنې شوده په خپله لاره ، وینه په خپله لاره او خوشان په خپله لار روان دی .

یادونه : د عبرت لفظ مصدر دې معنی یې د یو محل نه بل محل ته تجاوز او تېرېدنه ده ، چې دلته ترې مراد پند او عبرت اخیستل دی یعنی عبور او انتقال دې دجهل نه علم ته او له غفلت څخه ویښوالی ته .

علماء او مفسرین په دې نظر دې چې په چارپانو کې د پند اوعبرت محل ، او د الله تعالی په قدرت او وحدانیت تر ټولو ستر دلیل همدغه د وینی او خوشانو له منځ څخه د شودو را وتل دی .

صاحب الكشاف وایې : څښتن تعالی شوده د وینی او خوشانو په منځ کې تولیدوی دری واړه یو دبل سره څنګ په څنګ یې را چلوی او د شودو ، خوشانو او وینی ترمنځ د الله تعالی د قدرت داسې پردې کارېدلی او لګېدلی دی چې یو هم له دغو دواړو ( خوشانو او وینی ) څخه په رنګ ، خوند او بوی کې پر شودو تېرې او تجاوز نه کوی او شوده د دواړو له منځ څخه پاک او ستره را وځې ، نو پاکې ده هغه الله لره چې دعظیم قدرت اوعظیم حکمت څښتن دې .

وایې چې له ( شقیق ) څخه چا پوښتنه وکړه چې اخلاص څه ته وایې ؟

نو ویې ویل چې : د ټولوعېبونو څخه دعمل داسې پاکوالې دې لکه څرنګ چې شوده د خوشانو او وینی له منځ څخه پاک را وتلی دی .

و روى الكلبي عن أبي صالح عن ابن عباس رضي الله تعالى عنهما قال : إن البهيمة إذا علفت وأنضج العلف في كرشها كان أسفله فرثاً وأوسطه لبناً وأعلاه دماً .

کلبی له صالح او صالح د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کړېدې چې وایې : بیشکه چې حیوانات (غوا، مېښې ، کډې او بزی او داسې نور ) چې کله واښه وخوری او دغه واښه د هغه په لری کې پاخه او هضم شی نو لاندې برخه یې خوشان شی ، منځ یې شوده وی او پورتنې برخه یې وینه وی .

د حیرانتیا خبره ده چې کوم واښه او اوبه چې د حیوان خېټې ته ځی یو رنګ دې او هلته بیا په درې کاملا متفاوتو مادو چې کاملا متفاوت رنګونه او خوندونه لری بدلېږی ؟؟؟ !!

ایا دغه پرمخ تللی بشر هم کوم داسې ماشین جوړولای شی چې همدغه واښه او اوبه داسې تجزیه کړی چې یوه برخه یې شوده ، بله برخه یې وینه او پاتې برخه یې خوشان شی ؟؟؟