د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا کې يوه مدني ټولنه پخپل شخصي لګښت د خراب شوی سړک ترميم کوي

جمال احمدزی 02.01.2016 13:28

د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري د ګردېز ښار د خراب شوي سړک سروې  په دې موخه تر سره شوه، چې ياده ټولنه غواړي په پخپل شخصي لګښت سره د لوړپوړېزو ودانيو د دوه سرکې تخريب شوې برخې په اساسي ډول جوړې کړي.

د تېرې ځوانانو ټولنې رهبري شورا غړي وايي چې د دې سړک د جوړېدو لپاره يې ځکه مټې را بډ وهلي دي، چې د تخريب شوي سړک له امله موټر چلوونکو ته د ترافيکې پېښو تر څنګ نورې ګڼې ستونزې پيداشوې دي.

د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې د رهبري شورا يو تن فعال ډاکټر شفيق الله سحر د سروې پر مهال وويل، چې د نورو کلنو په توپیر مدني ټولنې په دې توانيدلي، چې د څارنې تر څنګ پخپله هم په رغنيزو چارو کې د ولس د هوساينې  لپاره پخپل شخصي لګښت کار وکړي.

ښاغلی سحر په دې نظر دی، که چيرته مدني ټولنو پخوا د رغنيزو پروژو څخه څارنه کړې وای نو په ډېر برخو کې به په ښه کيفيت سره د پروژو کارونه بشپړ شوی وای.

د ټولنې درې تنه غړي انجنير سلطان احمد احمدزي،انجنير سيف الله ظهير او انجنير رحمت الله خاطر وايي، د دې سړک د جوړونې لپاره يې مالي امکانات د همدې ټولنې له لوري ورکول کېږي.

د همدې ټولنې مرستيال ښاغلی انجنير سلطان احمدزی وايي، مدني ټولنې په همدې موخه جوړيږي چې د خلکو ستونزې درک او د حل لپاره يې لارې چارې ولټول شي.

انجنير سيف الله ظهير په دې نظر دي، چې د دې سړک د کنډ کپر شویو ځايونو په جوړيدو سره به د موټر چلونکو ستونزې هوارې او د ژمي په موسم کې به د ترافيکي پېښو څخه مخنیوی وشي.

همدارنګه د دې ټولنې بل غړی انجنير رحمت الله خاطر وايي،چې د ياد سړک د تخريب شويو ځايونه د قير کېدو تر څنګ به د ګلدانونو تر منځ د موټرو د اوښتو لارې هموارې او جغل اندازي شي.

که څه هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې خلک د فساد زياتېدو څخه سر ټکوي ولې بل لوري ته د ځوانانو دا ډول خوځښتونه د يو ښه راتلونکي زيری ورکوي.