د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څنګه زړه

سمیع الدین افغاني 31.12.2015 12:36

‎څنګه زړه ؟

دمولانا دکتور محمد سعید سعید افغاني
دلیکنې پر بنیاد ۰


شاعر : سمیع الدین افغاني


لګیدلی دی سور اور په داسې زړه کې
دسکروټو لمبو زور په داسې زړه کې

هسې زور چې شي فولاد اوبه کولای
هر محکم ، قوی بنیاد شي سوزولی

د قوي عزم ، تکل دا زړه خاوند دی
بد حالت کې مدد ګاردهردردمند دی

پدې زړه باندې دا اور کوم اثر نکړي
یو ویښته قدرې احساس د خطر نکړي

داسې زړه چې تر فولاده لا قوی دی
پاکو هیلو ، ارادو باندې خوندي دي

په ټینګ عزم رسوي ځان خپل ارمان ته
چې به ګران وي رسیدل یې هر بې ایمان ته

خوافسوس چې په کلو د زړه دا هیلې
وې په بند د حاکمانو د دي سیمې

لکه توره د مصري غلاف په زړه کې
دکلو وي هک د کور په دیواله کې

ددې تورې اوس زمان دی بدل شوی
زړه توره زوړ غلاف نه وتل شوی

اوس د ا توره نور د زنګه خوندي شوې
تیره شوې ، زرین پوښ کې ساتل شوې

نور به دا توره په هیڅ چا نه چلیږي
صرف غلیم ته جنګ ډګر کې پکاریږي

په دې زړه کې چې ارمان شته عاطفه ده
وړي به مخ ته کوم چې پاتې قافله ده

داسې زړه باندې چې څومره وخت تیریږي
ورځ تر ورځې ارادې یې لا پخیږي

په پرده کې د زړه لوړ عالي افکار شته
ښه تدبیر شته تحول شته ابتکار شته

پکې پروت قوي تکل دی لوی بدلون دی
زموږ د پلار ، نیکو د هیلو سباوون دی

اوس هغه وختونه تیر شول بل زمان شو
چې خیر خواه به بې موجب په زندان شو

پوخ تغیر داسې حالت ته نور پکار دی
قوی عزم ضرورت د جهد او زیار دی

چې مظلوم ته د نجات لاره پیدا شي
هر افغان په خپل کاله موړ او بسیا شي
-------------------
سمیع الدین افغاني
۲۹ - ۱۲ - ۲۰۱۵
م ۰ کال