د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاپي ګټو ته یوه ژوره کتنه

محمد عارف رسولي 30.12.2015 14:50

سریزه
د ټاپي پروژې د ګټو، ننګونو او تیاریو په اړه اړتیا ده چې د اړوندو کارپوهانو په مرسته باید د پروژې شرایطو او قرارد ته په کتو سره یوه دقیقه ارزونه وشي ترڅو مالومه شي چې په تخمیني ډول دا پروژه څومره فني او غیر فني مکمل او یا پارټ ټایم وظیفې رامنځته کولای شي. دا ځکه چې موږ باید ورته د یوه اړین پلان له مخې په وخت سره ټریننګ شوې بشري قوه تیاره کړو ترڅو ورڅخه سمه ګټه واخلو. همدارنګه، اړینه ده چې په علمي توګه اټکل شي چې زموږ ملي اقتصاد ته په مستقیمه، غیر مستقیمه او باالواسطه ډول څومره ګټه رسوي او څنګه دا ګټه زیاتولای شو.
که څه هم په ټاپي پروژه په رسنیو کې خوندور بحثونه پیل شوي دي خو باید نور هم تخصصي شي او اړین کارپوهان باید ورباندې نورې لیکنې او څیړنې وکړي. د دې لیکنې موخه داده چې دې بحث ته په ملي کچه پام راوړل شي ترڅو په ملي کچه د دولتي، او خصوصی سکتور لخوا ورته اړین پلان جوړ او پلی شي. زه باور لرم چې زموږ اړوندو دولتي ادارو لا مخکې کار پیل کړی او ورته تیاري نیسي.
لمړی یو لند نظر
ټاپي پروژه د سیمې او زموږ د ملک لپاره د برښنا د تولید ترټولو ارزانه او دوام لرونکې منبع، په نیغه د صنعتي او تجارتي مشتریانو لپاره د ګټې وړ، د اقتصادي ودې د تقویې او د کار د ایجاد لپاره یوه ښه وسیله ده. طبیعي ګاز د فوسیلي انرژۍ ترټولو پاکه وسیله بلل کیږي. ټاپي زموږ د سیمې او زموږ د ملک لپاره زیاتې ګټې لري. ځینې یې دادي:
    •    د ارزانه، خوندي، پاکې او د ډاډ وړ انرژي د سیمې لپاره برابروي
    •    داسې یو بنسټ رامنځته کوي چې سیمه ایزه اقتصادي وده او پرمختیا رامنځته کوي
    •    ثابتوي چې اقتصادي ګډون او شراکټ د ټولو لپاره کار ورکولاي شي
    •    ټاپي یوه داسې سیمه ایزه زیربنا رامنځته کوي چې زموږ په هیواد او سیمه کې لا نوره بهرنۍ پانګونه هڅوي
    •    یو شمیر زیاتو ډول ډول محلي قراردادیانو ته به زیات ارزښت لرونکي مهارتونه انتقال شي، او
    •    د ټاپي نل لیکې پروژه به زموږ په ملک کې د زیربنا د سمون او پرمختګ لپاره خورا ګټوره ثابته شي، او دا به پخپل وار سره د لانورې اقتصادي ودې او پرمختیا لامل وګرځي.
په سیمه کې د انرژۍ د تولید لپاره د مایع تیلو ځای نیسي، او په دې ترتیب د مضرو ګازونو د تولید د کمښت لامل کیږي او دا پخپل وار سره په سیمه کې د شنو خونو د ګازونو د کمښت لامل کیږي.
د چاپیریال ساتنه
طبیعي ګاز تر ټولو فوسیلي تیلو پاک دی. د طبیعي ګاز د لیږد سیستم به ترډېره په سیمه کې د انرژۍ په تولید او صنعت کې د خامو تیلو ځای ونسیي. دا به د هوا د ککړوالي د کمښت له کبله د سیمې د خلکو لپاره د اندازه کولو وړ او اوږد مهاله سمون په چاپیریال کې راولي.
کله چې موږ پاکې انرژۍ ته زیات لاسرسی ولرو، زموږ د خلکو اړتیا به د سون د موادو لپاره د بوټو د بیخه ایستلو او د ځنګلونو وهلو ته کمه شي او دا به د ځمکې نباتي فرش زیا کړي. د ځمکې د مخ زیات نباتي فرش په خپل وار سره د ځمکې د سر خاورې او په هغه کې د شته عضوي موادو ساتنه کوي او هغه دواړه به له تخریبه وژغورل شي. دا به په خپل وار سره د ځمکې لاندې او د ځمکې د سر د اوبو د زیاتوالي سره مرسته کوي او د ملي اقتصاد لپاره به هم ګټوره خبره وي.
سیمه ایز شراکت
د ټاپي نل لیکه د پاکې اقتصادي ودې او د چاپیریال ساتنې د ګټو څخه وراخوا ډېرې نورې ګټې لري. دا د سیمه ایز ګډون او شراکت لپاره د بنسټ ډبره ده. ټاپي لدې کبله هم ځانګړې ده چې د طبیعي ګاز د لیږد لمړی سیستم دی چې د مرکزي آسیا او سهیلي آسیا ترمنځ له نړیوالو سرحدونو تیریږي.
ټاپي همدارنګه یو غوره مثال دی چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د همکارۍ او شراکت یوه ښه پیلامه ښیي ترڅو د انرژۍ د خونديتوب اوږدمهالو موخو ته ورسیږي. لکه چې زموږ د هیواد ولسمشر ویلي دی دلته به نور مثبت اړخونه هم ورزیات شي، لکه د ریل د پټلۍ او نوري پایبر په مرسته د جنوبي اسیا نښلول له منځنۍ اسیا او اروپا سره به دلته یو اقتصادی، تجارتي او د مالوماتو د راکړې ورکړې دهلیز هم رامنځته کړي. په داسې شرایطو کې به بیا هر ملک ته ستونزمنه وي چې د نورو شریکباڼو ګټې له پامه وغورځوي ځکه چې دوی به هم ورپورې تړلي وي. په دې ترتیب ویلای شو چې ټاپي د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک عمق هم لري او د الله تعالی په مرسته او زموږ د ملت او رهبرانو په درایت او هوشیارۍ سره زموږ هیواد په یوه سیمه ایز او ان نړیوال مرکزثقل او لوبغاړي باندې بدلیږي.
له نړیوالو سرحدونو د تیریدو خاصیت به د ټاپي د ګاز د لیږد سیستم د سیمې د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ د موخې لپاره د زیرمو شریکول منعکس کړي.
د هغه قرار داد له مخې چې د دریو دولتونو لخوا قبول شوی، دې ملکونو یو داسې سیمه ایز واحد رامنځته کړی چې اداري صلاحیت به ولري، چې د دولتونو لخوا به کنترولیږی، تر څو د نل لیکې ساختمان او آپریشن تنظیم کړي.

د ځایي قراردادیانو د مهارتونو زیاتوالی
پوهیږو چې ټاپي به ځايي قراردایانو ته د ساختمان او عملیاتو په سکتورونو کې کار ورکړي. د ټریننګ لپاره به کمپنۍ او کارپوهان په کار وګوماري. دا به په هیواد کې د دې قرار دادیانو په وړتیا نیغ په نیغه تلپاته مثبته اغیزه وکړي او د دوی د کاروبار او تخنیکي مهارتونه به لوړ کړي. دا به د  قراردادیانو د راتلونکي لپاره د کار او قرادادونو  شرایط ښه کړي. له دې وراخوا، د داسې باتجربه قراردادیانو شتون به سیمه نوره هم د پانګوالو د راجلبولو لپاره دلچسپه کړي. دا به په اوږد مهال کې د سیمې د اقتصاد لپاره خوځنده ګټې ولري.
اقتصادي وده
د ټاپي نل لیکې پروژه به هر کار د افغانستان دولتي خزانې ته د  ۴۰۰ ملیونه ډالرو په شاوخوا کې د نل لیکې د خاک پولي په توګه ورکړي. همدارنګه، دولت به د مالیو او عوایدو د ټکس له درکه نورې پیسې هم ترلاسه کړي.
دا پروژه د سیمه ایز اقتصادي پرمختګ لپاره د یوه مخکښ په توګه د څو ملتیزه خصوصي/عامه سکتور د شراکت او ګډ کار لپاره د یوه ماډل په توګه ګټور ثابتیدلای شي. نل لیکه ښیي چې د هیوادونو په منځ کې د نوښتګرې همکارۍ له لارې په سیمه کې د وړاند ویلو وړ د کاروبار چاپیریال رامنځته شوی، او هغه بیا سیمې ته زیاته مستقیمه خصوصي پانګونه راجلبوي.
نل لیکه به په سیمه کې د خپل عمر په اوږدو کې، په اوږدمهال کې د خصوصي پانګونې د هڅونې لپاره غوره شرایط برابر کړي. دا پانګونه داسې بریښي چې په سیمه کې به کار او ثروت رامنځته کړي او دخلکو په هوساینه او د بیوزلۍ په ورکولو کې به مرسته وکړي. د برښنا مصرفوونکي پوهیږي چې له ارزانه او پاک ګاز څخه د انرژۍ په تولید کې ګټه کولای شي.
د هغو اټکلونو له مخې چې په سیمه کې د ارزانه او دوام لرونکې انرژۍ په اړوند کیږي، د منځنۍ اسیا د نورو بډایو ملکو د ګازو صادرول د ټاپي له لارې هم امکان لري. دا زموږ د ملک لپاره چې خپل ګاز ورڅخه صادرولای شي او هم د نورو ملکون د ګاز له لیږد څخه پیسې ترلاسه کولای شي هم د اهمیت وړ خبره ده. دا به په راتلونکي کې نورې ګټې هم له ځان سره ولري چې لاتراوسه نه دي تخمین شوې.
ټاپي، کاسا، پنځه سوه کیلو ولټه د برښنا مزی، که ورڅخه ګټه واخلو د هایدروپاور، لمړینې او بادي انرژۍ خپله وړتیا، به افغانستان د انرژۍ په یوه مرکز (hub) او یوه قوي لوبغاړي باندې بدل کړي. دابه په راتلونکې کې افغانستان ته د مرکزي او سهیلي اسیا د هیوادونو سره د یوه ښه چانه وهونکي په توګه موکه ورکړي. لدې وراخوا، د ټاپي پروژه به افغانستان ته موکه ورکړي چې د انرژي لپاره د خپل داخلي بازار اړتیاوې تریوې کچې په کمه بیه پوره کړي. همدارنګه، د ترانزیت هغه قیمت به چې زموږ هیواد یې ترلاسه کوي زموږ ملي اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټاپي نل لیکې پروژه به زموږ په ملک کې د کارپه خلق او په ناخالصه ملي تولیداتو باندې دری ګونی اثر ولري: یو مستقیم اثر، یو غیر مستقیم اثر او بل رامنځته شوی اثر به لري.
مستقیمې اغیزې
ټاپي به خلک د ساختمان او اپریشن په وخت خلک په کار ګوماري. دا به په استخدام او کار باندې مستقیمه اغیزه لري. معاشونه او تنخواوې چې په مستقیمه توګه به خلکو ته ورکول کیږي، او نورې ګټې به د افغانستان په داخلي ناخالصو ملي تولیداتو مستقیمه اغیزه لري.

غیر مستقیمې اغیزې
ټاپي پروژه به له دریم لاس قرار دادیانو څخه خدمات او توکي به د ټاپي پروژې د ساختمان او اپریشن په وخت کې پیري.دا به د قراردادیانو په منځ کې کار رامنځته کړي. دا قراردادیان، به پخپل وار سره خدمات او توکي له نورو کمپنیو وپیري، او په دې ترتیب له ملي اقتصاد څخه.  د نمونې په توګه د پروژې زیات ساختماني کار به د هغو کمپنیو لخوا چې په انجنیرۍ او ساختماني کارونو کې تخصص ولري ترسره کیږي. ترهغې کچې چې دا کمپنۍ په افغانستان کې شتون ولري دا به د افغانستان د کار به بازار او په ناخالصه ملي تولیداتو په غیر مستقیمه توګه اغیزه وکړي. تراوسه پورې راز تخمینونه شوي چې څومره د مختلفو مهارتونو لرونکي خلک به په کار وګومارل شي. دلته یو شي د یادولو وړ دي چې غیر ماهره بشری قوه موږ ډېره لرو، خو د داسې ماهرو کسانو روزل چې په مارکیټ کې سیالي وکړی شي بیا ستونزمن کار دی. دا زموږ په ملي پلان کولو پورې اړه لري چې څومره د مهارت لرونکي خلک چې زیا معاش لري موږ دې مارکیټ ته برابرولای شو.
باالواسطه اغیزه
په پای کې، دا معاشونه چې د مستقیمو او غیر مستقیمو اغیزو له لارې تر لاسه کیږی د افغانستان په اقتصاد کې به مصرفیږي او یو ډول باالواسطه او رامنځته شوی تاثیر به په افغانستان کې په استخدام او ناخالصه ملي تولیداتو ولري.
د پوهې انتقال
د اقتصاد د علم په اساس، د بهرنیو مستقیمو پانګونو یوه کلیدي ګټه داخلي کمپنیو ته د بهرنیو پرمختللو تخنیکي کمپنیو په مرسته د پوهې انتقال دی. د پوهې دا انتقال او ګټې یې د لږ پرمخ پروده هیوادونو لکه افغانستان لپاره، چیرې چې داخلي کمپنۍ د پرمختللو اقتصاد لرونکو هیوادونو د کمپینو په پرتله  وروسته پاته وي، خورا مهمې دي. همدارنګه، دا پروژه به د افغانستان دولت ته موکه ورکړي چې داسې یو ستر قرارداد مدیریت کړي، تجربه به ېې غنی شي او نړیوال پرستیژ به یې هم زیات شی او نور شریکباڼي به هم د شراکت لپاره زړه ورته ښه کړي. داځکه مهمه ده چې تراوسه ډېرې خارجي کمپنۍ د نا امنیو ترڅنګ د ښو شریکباڼو د نشتون له کبله په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
همدارنګه ممکنه ده چې د افغانستان دولت او شریکې نړیوالې کمپنۍ په افغانستان کې په وړو محلي کمپینو پانګونه وکړي ترڅو په اړینو ساحو کې د خدماتو او توکو په رسولو کې ورسره کار وکړي. دا به بله ګټه وي چې وروسته به افغاني کمپنۍ په ملي، سیمه ایز او ان په نړیوال مارکیټ کې سیالي وکړلای شي.
په پای کې د پام وړ یو څو سپارښتنې
د پالیسۍ په هکله
یوه بله مسئله چې باید دلته ورباندې تاکید وشي داده چې په سیمه کې د ځینو هیوادونو د بهرنیو پالیسيو کړنلارې له افغانستان سره یو شانته نه دي او یو له بله توپیر لري. که څه هم افغان ملت او دولت خپله هوسایي د سیمې د هیوادونو په همکارۍ، ګډ کار او ګډو ګټو کې ګوري خو په خواشینۍ سره د سیمې ځینې هیوادونه زموږ په وروسته پاته ساتلو کې د ځان ګټې ګوري، او ځینې دهغوی په فکر له موږ سره بیلې ګټې لري. ډېر مثالونه شته چې دا ادعا ثابتوي خو دلته یې یاد اړین نه بولم. په دې توګه، یقیني نه ده چې ځینې له دې ملکونو به زموږ له هیواد سره د پالیسۍ خپل توپیرونه یوې خواته پریږدي او د انرژي په  برخه کې به د سیمې ګټې سبوتاژ نه کړي. ایا اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې به کافي وی چې په سیاسۍ توپیرونو غلبه ومومي؟ ایا زموږ ملي مشران به وکولای شي چې په دې پیچلې لوبه کې خپلې ګټې وساتي؟ او ایا زموږ په کدرونو، سیاسي نخبګانو، مدني فعالانو او په عامو خلکو کې به دا زیرکتیا او هوشیاري وي چې د خپلو مشرانو څخه دا وغواړي او ملا یې هم ور وتړي؟ موږ ته اړتیا ده چې انتظار وکړو او وګورو.
د پلان کولو په اړه
اړینه بولم چې په هیواد کې د کانونو او پټرولیم د وزارت تر مشرۍ لاندې او د نورو اړوندو وزارتونو په ګډون سره داسې یوه حلقه جوړه شي چې د یوې مسلکي کمپنۍ یا څو کسانو په مټ د اړینو ګټو، ننګونو او اړوندو تیاریو ارزونه وکړي. دا ګروپ باید اړین پلانونه جوړ او د اړوندو وزارتونو په مټ یې پلي کړي. دا ګروپ باید وټاکي چې څنګه او د کومو کړنلارو له مخې د دې پروژې ګټې اعظمي کچې ته لوړولای شو او څنګه د احتمالي خطرونو مخه نیولای شو.
د پلان او ظرفیتونو په هکله
د مثال په توګه، باید وپتیل شي چې په کومه ساحه او مسلک کې په تخمینۍ توګه څومره مسلکي او ماهرو کسانو ته لکه، انجنیرانو، سرویرانو، تخنیکرانو، د بشری قواوو، محاسبې، اداري، د ټولنیزو چارو، د چاپیریال ساتنې، د قراردادونو، د مالوماتي تکنالوژۍ او نورو کارپوهانو ته اړتیا ده؟ څومره ماهرو کسبه کارانو لکه: ولډنګ کارانو، معمارانو، تراکتور چلوونکو، بلدوزر کارو، ډریورانو او نورو ته څه وخت ضرورت دی؟ څومره اوس لرو، کومو روزنو  ته یې اړتیا ده، او څومره باید نوي تازه وروزل شي؟