د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په غیر حکومتي ډلو پانګونه او د ترهګرۍ پالنه

محمد روښان ښاد 30.12.2015 14:48

غیر حکومتي وسله والې ډلې که هغه طالبان دي، داعشیان دي، جنګسالاران دي او یا مافیایي کړۍ دوی نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې، نړۍ او ټول بشریت لپاره تهدید او خطر دی، ځکه دغه ډلې نه واحد تګلوری لري او نه هم رغنده موخې. دوی تل د نورو په خدمت کې وي او نور هم د خپلو نامشروع ګټو لپاره د افزارو او وسایلو په توګه ګټه ترې اخلي، چې وسله وال طالبان یې ښه بېلګه ده.
وسله وال طالبان چې له کلونو راهیسې یې پاکستان ، ایران، چین او نور هېوادونه په افغانستان کې د نامشروع فشار او افزارو په توګه کاروي. د دوی پر مټ افغان حکومت ته سرخوږی او مزاحمت ایجادوي. ورانی او وژنې کوي، پاکستان او نور هېوادونه غواړي چې د طالبانو له لارې په افغانستان کې داسې یوه اداره رامنځته کړي، چې د دوی لاسپوڅې وي، که څه هم طالبانو د همدغسې یوې ادارې د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی، خو طالبان سږکال د خپل ټول قوت د استعمالولو باوجود د پاکستان دغې ناوړې او ناولې موخې ته ونه رسېده.
طالبان یوازې د پاکستان د افزارو نه، بلکې د ایران، چین، ازبکستان او د سیمې د نورو هېوادونو د جنګي او ناکاره وسایلو په توګه هم کارول کېږي. دوی د اجورتي قاتلانو په توګه د مادي امکاناتو او امتیازاتو په بدل کې د هرې ناروا ترسره کولو ته تیار دي.
تېر کال ایران هم د خپل ځان د خوندیتوب او د داعش د تهدید د دفعه کولو په خاطر د طالبانو له ځینو ډلو او افرادو سره اړیکې ونیولې او د امکاناتو او مادیاتو په بدل کې یې هغوی د داعشیانو پر ضد جګړې ته وهڅول، خو ایله یو کال وروسته ایراني چارواکي په دې پوه شول، چې دوی تېروتلي دي، ځکه چې یو خو طالبان په خپله د داعشیانو په څېر غیرمسوولې وسله والې جنګي ډلې دي، چې هر وخت په خطر او تهدید بدلېدلی شي او بله دا چې طالبان د داعشیانو پر وړاندې د جګړې توان نه لري، ځکه په تېر یو کال کې د طالبانو ډېرې ډلې او افراد له وېرې داعشیانو ته ور واوښتل او تسلیم شول.
د طالب، ترهګر او داعش پر وړاندې د مقاومت او مبارزې وړتیا او توان یوازې او یوازې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، ځکه چې تېر کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له وسله والو مخالفانو سره د جګړې او مبارزې په ډګر کې خپله وړتیا او زړورتیا وښودله او د سیمې هېوادونو او نړۍ هم د افغان امنیتي ځواکونو دغه وړتیا وستایله.
نو که د سیمې او نړۍ هېوادونه واقعاً د طالبانو او داعشیانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د ټولې سیمې لپاره یو لوی تهدید او خطر دی ټینګه مبارزه غواړي، نو د غیر حکومتي وسله والو ډلو پرځای دې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي، ځکه چې دوی هم د قوې د استعمال مشروعیت لري، هم د افغان ملت ملاتړ له ځانه سره لري او هم د مخالفینو پر وړاندې د جګړې او مبارزې عالي روحیه او وړتیا لري.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر وروستۍ سلګۍ پورې د دښمن پر وړاندې په خورا مېړانه جنګېږي. خپل سر او ژوند له دښمن سره د مبارزې پرمهال نذرانه کوي، خو نه له جګړې مخ اړوي او نه هم دښمن ته تسلیمېږي، ځکه د دوی مبارزه برحقه مبارزه ده، دوی د خدای د رضا، د هېواد او هېوادوالو د خپلواکۍ او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کوي.
په دې وروستیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د روسیې ولسمشر د طالبانو د جنګي ډلې له نوي مشر سره په تاجکستان کې کتلي دي. که دا خبره رښتیا وي، نو دا د روسیې دویمه لویه تېروتنه ده، چې د افغانستان په بابت یې کوي، تېر ځل یې چې په ۱۳۵۸ کال د ځینو ډلو ټپلو په لمسون په افغانستان وسله وال یرغل وکړ، نه یوازې چې په افغانستان کې یې پوځي ماته وخوړه، بلکې د پخواني شوروي اتحاد امپراطوري ونړېده او ګڼ هېوادونه یې د امپراطورۍ له ولکې څخه ووتل.
که دا ځل بیا هم روسان په افغانستان کې د خپل ځان د دفاع او د داعشیانو د دفعه کولو په پلمه له داسې چا سره خبرې کوې چې هغوی نه مشروعیت لري او نه هم قوت، نو دا به د روسانو لپاره د ځان وژنې په مانا وي، ځکه چې له جنګي طالبانو سره د روسانو لیدنې کتنې د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف دي. که روسان وېره، اندېښنه او یا څه ستونزه لري، نو دوی دې د افغانستان له منتخب او مشروع حکومت سره مخامخ شریکه کړي، تر څو افغان حکومت ورته د قناعت وړ او مناسبه حل لاره ولټوي، مګر له طالبانو سره د روسیې د مقاماتو دغه وړ لیدنې نه یوازې دا چې د روسان وېره نه شي کمولی او یا د دوی کوم درد نشي دوا کولی، بلکې دا په خپله په سیمه کې د تاوتریخوالي، ترهګري او جنګي ډلو د هڅونې او پالنې په مانا ده. که روسیه په خپل دغه دریځ له سره غور ونه کړي، نو باور دی چې په سیمه او نړۍ کې به خپل ډېر نږدې ملګري او ملاتړي له لاسه ورکړی او نه یوازې دا چې د ترهګرو د ملګرو او ملاتړو، بلکې د ترهګر هېواد په توګه به وپېژندل شي.