د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انجنیر (ط،ظ) /طنز

توریالی ملیار 29.12.2015 12:19

د یوه ټانک عکس یې پورته کړی و چې ماین نږدې لس متره پورته کړی و، بیا یې ورته لیکلي وو: ټینګ شه ای ملحده د بوشکې زورته د ازما د ورور د معرکې زور ته
حیران شوم ما وې انجنیر (ط،ظ) او داسې پوسټونه...

بله ورځ مې لیدل د ملی اردو د یوه ټپي عسکر عکس یې پورته کړی و چې په خاورو کې یې د نیمه ویجاړ ټانک ټیر ته تکیه کړې وه او په وینو کې خولم و، ورته لیکلي یې وو:

ودې لیدا زور د مجاهد وهه رمباړې.... اوس به د څوک واوري د کافر زړګي کوکارې
له انجنیر طاووس نه مې وپوښتل ما وې زما او ستا د مکتب یار (ط،ظ) درک نه لګي چیرته دی عکسونه خو ډېر ګرم پورته کوي، ویې خندل وې د امریکایانو مجاهد دی بیا یې کړل کیسه یې اوږده ده په ټلفون نه کیږي چې سره مخامخ شوو درته کوم یې.

د(ط،ظ) اصلي نوم محمد طاهر دی، خو مکتب کې به په هره ورانه ویجاړه کې د ده نوم لومړی و او هره ورځ به اداره کې محمد طاهر ولد محمد ظاهر یادېده، یوه ورځ یو معلم ورته په غصه شو، وې او طاهره نور دې د نوم له ویلو او لیکلو ستړي شوو هره ورځ دې یوه نوې فقره کړې وي له دې وروسته دې نوم یوازې (ط) ولد (ظ) لیکو اخر سړی شه ټول مکتب او کلی کور درنه اور اخیستی- له دې پرېکړې سره طاهر (ط) ولد (ظ) او بیا یوازې (ط،ظ) شو ده هم قسم کړی و چې یوازې (ط) هم شم هم په خدای که له خپل خره کوز شم همغسې خرک او درک له ورانۍ وانه وښت.

بله ورځ طاووس دوکان ته راغی له خندا شین وو وې هلکه (ط،ظ) اوس سرچپه شوی (ظ،ط) شوی مګر ما او تا ته نه نورو ته- ما او تا ته (ط) او(ظ) دی زه هک حیران شوم چې سم دم سړی ګډې وډې وايي، وې (طاهر) (ظاهر) او ولد (طاهر) شو- چې د امریکایانو په بس کې یې کار شروع کړ نو له ځان سره یې دا لوبه وکړه، دا څو کاله هملته دی، تذکره کې یې د (ظ) ټکی (ط) ته کیښود، نو زوی پلار او پلار زوی شو، د لوګر د (شېنک) بېس د یوې پروژې محافظتی دیوالونه یې نیولي و هملته (ظاهر ولد طاهر) شو خو زموږ لپاره (طاهر ولد ظاهر) دی نو لنډیز یې شو (ظ،ط) له رازه یې څوک خبر نه دي، ځکه خو همیش وايي چې جهاد فرض دی او هغه هم فرض عین، څوک یې چې نه کوي وچ کافر باله شي او لایق د مرګ.

طاووس په خندا کې راته کړل وې هلکه که کوم نظامي دې له دوکانه سودا واخیسته نو د (ط،ظ) په تله وچ کافر خیژې او بیا دې نو خیر نشته.

د فیسبوک پروفایل ته یې ورغلو، ګورم، هغه څه نه دي چې ده نه دي لیکلي ما یې کومنټونه کتل چې طاووس یوه بل شي ته متوجه شو، وې (ط، ظ) خو سپین بیرغ هم په تور اړولی چې پام مې شو نو یو ځای یې لیکلي وو(و توره بیرغه رپانده اوسې په سپين او برګ بیرغ د وکړل فساتونه رپانده اوسې)
یو ځای کې یې د تور لنډکروزر عکس اچولی و، طاووس وې دغه یې زرې موټر دی نور ساټ او باټ یې هم اوچت دی له امریکایانو او انګلیسیانو قراردادونه خلي.

ما وې دا څه بلا وخته چې له خپل پلار یې زوی جوړ کړ او ځان یې پلار کړ- په (ط) کې طالب او په (ظ) کې د امریکایانو قراردادي، نورې به یې څه ماملې کړې وي- طاووس راته کړل وې ما ملې څه کوې هغه بله ورځ یې پلار ته زنګ وهلی وو ورته ویلي یې وو څنګه یې بچو!!

له حیرانۍ مې خوله وازه پاتې وه د وطن خوارۍ، ورانۍ او جنګونه مې تر سترګو تېروبېر کېدل نور مې وس نه و یوازې انفرنډ مې کړ...