د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځمکې مړه کېدل او ژوندی کېدل د څه لپاره ؟

قاضی طارق 26.12.2015 17:14

په تېر پسې .......

دوبې تېرشی منې راشی او د ځمکې په سر شنه نباتات هم ورو ورومخ په زېړېدواو وچېدو شی ، خو د ژمی په را رسېدو سره ټول شنه او سمور باغونه د مرګ په درانه خوب ویده شی او شنې او تازه ونې بوټی په مړو او وچو لرګو بدلې شی ، درې یا څلور میاشتې د ځمکې په وجود کې د ژوند اثار نه وی ، خو د پسرلی په را رسېدو سره د اسمان څخه د باران نزول شروع شی او ور سره د ځمکې د وجود په رګونو کې هم د ژوند نښې نښانې راڅرګندې شی ، ویدې شوې ونې نا څاپه را ویښې شی ورو ورو په غوټیو کولو شروع وکړی او دا مړه ځمکه بېرته یو ځل بیا په یو شنه او تازه بڼ بدله شی ، او د ځمکې دا مړه کېدل او ژوندې کېدل د یو دقیق نظام لاندې په هرو دولسو میاشتو کې تر سره کېږی او د قیامت تر قیامه پورې به دوام لری ، نو دا هر څه د ځمکې پر مخ د څه لپاره تر سره کېږی ؟ ولې همېش پسرلې نه وی ؟ ولې همیش دوبې نه وی او بالاخره ولې همېش ژمې او یا منې نه وی ؟

په دې بدلون را بدلون او تغیراتو کې څښتن تعالی دوه لوی حکمتونه لری :

ـ د بندګانو لپاره د رزق تولید .

ـ د مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندی کېدو دلیل .

الله سبحانه و تعالی فرمایې :

{ وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ } ق : ۹ .

ژباړه : او نازل کړیدی مونږ له اسمان څخه اوبه چې خېر او برکت په کې اچول شوېدې، نو راشنه کړیدی مونږ په دې سره باغونه او دانې ( کښت ) چې فصل یي ریبلې کېږی (وربشې ،غنم ، جوار او داسې نور.... ) .

{وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ } ق : ۱۰ .

اوراشنه کړی مو ده په دې اوبو سره ونه د خرما لوړې، د هغې لپاره دی ګونګوری او وږی یو د بل د پاسه پراته .

یعنې مونږ د دغو اوبو په انزال سره په ځمکه کې باغونه راشنه کړیدی ، او نورې غلې دانې او لوړې خرما ګانې ، چې ډېرې میوې لری چې دا مېوې او ګونګوری په خورا ښکلی ډول یو د بل د پاسه ترتیب شویدی ، دا هر څه مو د څه لپاره کړی دی ؟

جواب :

{رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ } ق : ۱۱ .

ژباړه : رزق د پاره د بندګانو ، او ژوندی کړیدی مونږ په دې سره کلی او ښارونه مړه ، همدغسې دی را وتل (د مړو د قبرونو څخه د قیامت په ورځ ) .

په دغو مبارکو ایتونو کې د اسمان څخه د اوبو د راښکته کېدو او د نباتاتو د شنه کېدو حکمت او فلسفه بیان شوېده په دې معنی چې دا ډول ډول نباتات اوغلې دانې او میوی او خرماګانې مو د دې لپاره په دې اوبو سره راشنه کړیدی چې له یو اړخه د بندګانو لپاره یو ګټور رزق پېدا شی .

او له بله اړخه مو په دې اوبو سره د هر نوع نبات او زراعت نه خالی وچه شوې مړه ځمکه ژوندې کړې ده ، همدغسې دې خروج (را وتل د مړو ) .

نو د مړې ځمکې نه د ونو بوټو راشنه کېدل ، او د دې مړې ځمکې بېرته ژوندی کېدل وروسته له دېنه چې هېڅ نبات په کې نه وو، د مرګ او هلاک نه بعد له قبرونو څخه په بیا را ژوندی کېدو باندې یو، خورا ښه مثال دې (كذلك يحيى الله الموتى ).

همدغسې ژوندی کوی الله مړی .

بل ځای کې بیا فرمایې چې الله جل جلاله د خپل قدرت دلایل در ښیی او رزق درته د اسمان څخه راښکته کوی :

{هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آَيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ } المؤمن :۱۳ .

الله هغه ذات دې چې در ښیي تاسو ته دلایل د قدرت خپل او راښکته کوی تاسو ته د اسمان څخه رزق او روزی ، او پند نه اخلی مګر هغه څوک چې رجوع کوی ( د کفر او معاصیو نه ایمان او طاعت ته ).

دغه شان د دې کائناتو هره زره په حقیقت کې د عبرتونو خورا ستره نښه او د الله پاک په وحدانیت او قدرت یو ښه دلیل دې ، لمر ، سپوږمۍ ، شپه او ورځ ، بحرونه او دریابونه ، ځمکه او اسمان ، رعد و باران ، بې شمېره ستوری او بادونه ، لوی او وړې ونې او په دې عالم وجود کې داسې نور د شمار نه وتلی موجودات دی چې هر یو یې د الله جل جلاله په وجود ، وحدانیت او قدرت دلا لت کوی.

د څښتن تعالی د کمال قدرت او وحدانیت په دغو دلایلو کې یو لوی دلیل په دې مړه او وچه ځمکه د اسمان له اړخه د الله د ارادې سره سم د باران نزول دې چې د مخلوقاتو د ارزاقو خورا ستر سبب دې ، په دې لاندې مبارکو ایاتونو کې د خپل کمال قدرت ، جلال او عظمت لپاره شپږ ستر دلیلونه ذکر کوی چې په دغو دلایلو کې بیا هم د الله له لورې د اسمان څخه د مخلوقاتو د ژوند د بقاء لپاره د ارزاقو نزول یوه لویه نښه او دلیل دې :

اول دلیل :

{إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآَيَاتٍ لِلْمُؤْمِنِينَ }الجاثيه : ۳ .

بیشکه په اسمانونو او ځمکه کې خامخا نښې او دلایل د قدرت او وحدانیت د الله دی د مؤمنینو لپاره ، یعنې په پېدایښت د دغو اسمانونو کې چې په ځلېدونکو ستورو مزین دی او په پېدایښت د دغې ځمکه کې چې فرش شوې اوغرونه د میخونو په شان ورباندې ولاړ دی ، په دې ټولوکې د مؤمن بنده لپاره قاطع دلایل دی چې د دې دواړو خالق واحد او لاشریک خدای دې چې د طاعت اوعبادت مستحق دې .

دوهم او دریم دلیل :

{وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ آَيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ } الجاثيه : ۴ .

اوپه پېدایښت ستاسو کې او هغه څه کې چې خپاره کړی دی (الله په ځمکه کې ) له خوځېدونکو نه ، دلایل د قدرت دی د هغه قوم لپاره چې یقین کوی ( پر بعثت ) .

یعنی ستاسو په پېدایښت کې ای خلکو! له نطفې نه او بیا له نطفې نه د وینو یوه ټوټه او بیا د وینو د دغې غوټې نه دغوښې یوه ټوټه جوړېدل تر دې چې د میندو له خېټو مو را وباسو، او په هغه څه کې چې د ځمکې په سر یې نور د حساب او شمیرنه وتلی دواب او خوځېدونکې خپاره کړی دی ، په دې ټولو کې د څښتن تعالی د قدرت په کمال او د هغه د صنعت د جمال او د ذات او صفاتو په توحید باندې د هغه قوم لپاره ښکاره علامات او نښې دې چې یقین کوی چې قادر مطلق په دغه مخلوق باندې واحد او لاشریک الله دې .

څلورم ،پنځم اوشپږم دلیل :

{وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آَيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } الجاثیه : ۵ .

ژباړه : او په اختلاف د شپې او ورځې کې او هغه څه کې چې راښکته کړیدی الله د اسمان څخه د رزق نه ، پس ژوندۍ کړې یې ده په دې سره ځمکه ، وروسته د مرګ دهغې نه ، اوپه چلېدلو او بدلولو د بادونو کې دلایل د قدرت دی د هغه قوم لپاره چې عقل لری او پوهېږی .

یعنی د شپې او ورځې په اختلاف او تفاوت کې چې کله شپه اوږده او ورځ لنډه شې او کله بیا ورځ اوږده او شپه لنډه شی او یوه د بلې څخه مخکې کېدای نه شی یعنی په دغه دقیق نظام کې خورا لوی دلیل دې په دې چې دغه اختلاف د یو قادر او حاکم الله تدبیر دې چې د هغه په افعالو کې هیڅ تفاوت او اختلال نه راځی .

د اسمان له طرفه د رزق د نزول نه مراد د باران نزول دې ځکه چې همدغه باران د بندګانو او مخلوقاتو د ارزاقو سبب دې ، یعنی د الله په امر د اسمان له اړخه د باران نزول په ځمکه او د ځمکې خوځېدل ، او د باران له ورېدو نه ورو سته په دغه مړه ځمکه کې د ژوند د اثارو پېدا کېدل او د ډول ډول نباتاتو شنه کیدل ، د څښتن د قدرت او وحدت یو بل ستر دلیل دې .

د الله په امر د بادونو اړول را اړول ، چلیدل راچلېدل ، د یو حال نه بل حال ته انتقال ، او د الله د مشیئت او ارادې سره سم یو اړخ ته د بادونو توجیه کول ، چې کله خورا ګرم او کله هم خورا ساړه وی ، په دې ټولو کې دلایل ، نښې اوعلائم دی، د څښتن تعالی په کمال قدرت ، وحدت او یو والی باندې د هغه قوم لپاره چې عقل لری .