د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هدایت

سید رقیب ( شاه هاشمي) 25.12.2015 13:27

د حضرت محمد مصطفی ص مبارک میلاد دی  ټولو مسلمانا نو ته مبارک وی
د هدایت مضمون یوفقی موضوع ده د میلا د النبی ص په وړاندی عرض دی الله ج دی اول ما او بیا نور  ټول مسلمان په نیکو هدایت کړی چی جنګونه او بد بینی په هیواد کی نه وی
هدایت ځه ته وایی :
هدایت په لغت کی د سکون او ارامش په منعی دی .
اوپه اصطلاح کی د افرادو رهنما ئی او د هدف ښودلو په معنی دی .
بناً هدایت د هدف سم پیژندل ، هدف ته د رسیدو دوامداره مسیر دی ، رهبری یا رهنمایی دی .
عام هدایت :
ټول انسانان په بر کې لري که هغه ( مومن ) وی او یا کافر د ژوند په مسیر کې د خیر او سعادت لاره ده .
خاص هدایت :
یواځی مومنانو د پاره خاص دی چی د اخرت سعادت او دکمال تامین دی
د هدایت انواع:
په دو مفهومو استعمال شوی .
۱- تکوینی هدایت :
د ټولوموجوداتو رهبری دطبیعت جوړونکی نظام د قانون د سیوری لاندی
وی .
۲ - تشریعی هدایت :
چې د پیغمبرانو او اسمانی کتابونو په وسیله صورت مومی انسانان د تعلیم اوتربیی پواسطه د تکامل مسیر وهی .
دتشریعی هدایت برخې دادی :
الف – اولین هدایت : دتشریعی هدایاتو څخه یو هم اولین هدایت دی چې ټول انسانان مومن اوکافر په دی کې شاملیږی چې د الله ج له لوری هدایت شوي کسان دی د خیر اوشر په لاره هدایت شویدی .
ب- ثانوی هدایت :کله چې د تشریعی او عمومی هدایت څخه بهره ووینی د الهی پیغمبرانو تصدیق صورت مومی ا لله ج دا سی کسانو ته خاص هدایت کوی .د تقوا  روح یی هدایت کیږی د هدایت شروع شخص ته د الله ج له خوا وی .
د هدایت امر یودوامداره عمل دی انسان باید له ګناه پرهیز وکړی ، انسان که له هدایت څخه وروسته هم ګناه کوی د ګمراهی او ضلالت لاره خپلوی.
هرڅوک چې هدایت شی ګمراهی نه خپلوی که احیاناً مرتکب د ګناه شی نو ټول نیک اعمال یی نا بوده کیږی  .