د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کسب او کار

سید قیاس سعیدی 25.12.2015 13:25

کسب او کار او د حلال رزق د ګټلو په لاره کی بوختيا نه يواځې دا چی دانسان ورځنی ژوند دتيرول وسيله ده بلکې دده حيثيت او ټولنيز موقف د دروندوالی لامل هم کيږی . کسب او کار هره هغه پيشه ،کار،صنعت ،پيرودل او پلورل او حلال –قانونی فعاليتونه دي چې يو څوک يی دخپل ژوند دتيرولو او دعايد دترلاسه کولو لپاره پر مخ بيايي دکسب او کار محصول يا نتيجه (هم جنس اوهم خدمات ) بازارته دعرضی په موخه وي او له دغه عرضه کولو څخه موخه دګټی ترلاسه کول وی . له بلې خوا دکسب او کار محصول ته ټولنه اړتيارلري .له همدي امله ورته تقاضا مو جوده وي . يعنی دکسب او کار په پايله کی يو مطلوبيت ايجاديږی . داسلام سپيڅلی دين هر ه مشروع او حلال کسب نه يواځی داچی روا بللی بلکی فرمايي چی کسبګر دالله دوست دی .
کيدای شي کسب او کار ساده او عنعنوي وی . کيدای شي ډير ميکانيزه ،پيچلی او دنوی تحنيک پر بنسټ فعاليتونه وي . دبيلګی په توګه څپلی او بو ټان ګنډل . ترکاڼي خياطی ، کرونده کی کار ، دڅارويو روزنه ،چر ګانو روزنه اوداسی نور ټول معمولي او پيژندل شوی او عنعنوی کسب او کارونه دی ، اما په انتر نيت کی فعاليتونه او په نويو پر مختللو تکنالو ژيو باندی استوار اقتصادی فعاليتونه بيا عصری او مدرن کسب وکار دي . ټولنه ټولو ته اړتيالري. په اقتصاد کی کسب او کاري شخص ته متشبث وايي تشبث او کار باريان داقتصادی څرخ ګرځونکی دي . ددی بيلا بيلی حرفی او دپيسو دتر لاسه کولو او ګټی کولو سرچيني ايجاد او هغه فعاله ساتی نن ورځ کسب اوکار او کسب کاران ددولتونو په ستر اتيژيکي پلانونو اوبرنامو کی شامل او دحساب وړبرخه لری .ددی هريو دخپل کاروبار مديران دي او دخپل کار سازماندهی په غاړه لری که ساده وی او که پيچلي .نن ورځ ان دکوردننه ديو شمير تشبثونو او کارو بارونو پر مخ بيول ممکن شوی دی دبيلګی په توګه لاسی صنايع او اسانه کارونه لکه خامک جوړ ول ، کاغد ی ګلان جوړول ،دماشومانو لپاره جامی ګنډل او بازارته يي عرضه کول ټول دهغه کارونو بيلګی دي چی هر څوک يې پر مخ بيولای شی او دعايد او حلال رزق وسايل دی . کورني کاروبارونه په افغانستان کی دترقی او پر مختګ ډير زيات امکانات لري . دکسب او کار پر مخ بيولو لپاره لاندی يو شمير شرايط ضروری دی .
۱ . دعمل اوفعالیت ازادي.
۲. دانعطاف وړ کاري ساعتونو شتون (اختیاري وخت)
۳. دکارکولو او د ژوند نورو بوختياوو ترمنځ تعادل .
۴. کسب او کار لپاره لږګښت ته اړتيا (مثلا دخامو موادو ارزانه بيه )
۵. دخطراتو (risk) ډير کم احتمال
۶. له وخت څخه وروسته هم دکار کولو امکانات
۷. دکار اسان والی
۸ . يوشمير داسی کارونو چی معيوب شخص ته هم مناسب وی
۹. بازارکی ورته تقاضا موجودیت او داسی نور شرايط

زمونږ په هيواد کی کسب او کار دجنګ جګړو له امله زيان سره مخ شو . پخوابه ټغر اوبدل کټ جوړول ، رسۍ اوبدل ،پوزی اوبدل جاروګانو جوړول او ډير داسی نور کارونه دهيواد دننه کيدل خونن ورځ آن جاروګانې مونږ له بهر څخه واردوو حال داچی زمونږ دغرونو لمنی له جاروبو ټو ډکی دی چی صرف تړل اوبازارته وړل غواړی نور نو نقده ګټه ده له بلی خو ا دپرديو جيب ته ستر ګی نيول دبهرنيو مرستو مفتو پيسو هم زمونږ خلک له لټی او مفت خوراک سره عادت کړل . رشن کارت او دبهرنيو خيراتو نو زمونږ له ډير و خلکو څخه دکار د ذده کړی او مثبت اجتماعی او اقتصادی فعاليت چانس واخيست او دوی يي بيکاره عادت کړل اوس ددی وخت رارسيدلی چی بيرته کسب او کار کارګروته قدر ورکړل شی او دتشبثاتو دتو سعی امکان برابر شی . ډير ضروري ده چی په هيوادکی دکار او توليد لپاره منابع ډير ښه تخصيص شی او خلک دغه روا او له افتخار څخه ډک مصروفيت ته تشويق شی . افغانستان دکارونو پراختيا او دسالم مصروفيت او دمنابعو ډير زيات امکانات لري بايد له دغو ټولو مساعدو امکاناتو ګټه واخيستل شی. پخوا موږ زښت ډير کارونه لرل لکه مسګري ، کلالي ، له لرګيو څخه دکار دوسايلو برابرول ، پښګري او نوری ډيری داسی حرفی چې هره يوه يي د لوړ عايد لرونکی ده . په دی توګه ديو سالم او په ځان متکی اقتصاد دلرلو لپاره حرفی او کسب دکار بنسټيز ارزشت لري .
په پرمختللی نړۍ به بحث نه کوو خو کوم وخت چی زمونږ هيواد کی دکسب اوکار بازار ګرم و په زياتو هيوادونوکې چا کسب وکار دچا خبره نه پيژندلو ، خو له بده مرغه چی اوس هيڅ نلرو ! دافغانانو دستور دی چی تل خپله پړه په بل اچوي نوکه زه هم ووايم چې دا داجنبيانو يا پرديو کار و چی زمونږ د هيواد والو دبي سوادی څخه ګټه پورته کړه او دعامو خلکو په ذهنونو کی يي دکسب وکار په خلاف ډيرې بدی اصطلاخ ګانی ځای پر ځای کړی ، او کسبه کار مو په ډول ډول نومونو يادکړل په داسې حال کی چی مونږ الحمدلله مسلمانان يو او داسلام ستر لار ښود مونږ ته دکسب کار ارزښت راپه ګوته کړی او دالله ج دوست يي بللی خو له بده مرغه چې مونږ ورسره خپلو لی پر يښودی کاسبه کار مو دخپلې ناستی ولاړی وړ ونه ګاڼه .
همدغه لامل و چی زمونوږ اکثريت کسبه کارو له خپله کسبه لاس واخيست او ان که څوک ورته ووايي چی تاسې ولی خپل پدری کسب پريښود نو دوی پري خپه کيږی او ترې انکار کوي چی ګوندې ددوی پلرونو او نيکونو کسب و کار کولو چی دايوه لويه بدمرغي ده چی دی بدمرغی زمونږ اقتصاد په اوبو لا هو کړ او بله بدبختی چی پخوا هغه موجودوه او اوس هم مو جوده ده هغه خپله کسبه کار دی ، په دی مانا چی کسبه کار کله همڅوک ونه هڅولو چی له دوی سره دی کښينی ،خياطی ،نجاری ،اهنګري او داسی نو ر کسبونه دی ‌ذده کړي . هغه هم په بدنيت چې ياخو بل څوک دحلالې ډوډۍ دګټلو جوګه نه شي او يا هم ددوی دمارکيت رقيبان زيات نه شی
لنډه دا چې نورې نړی خپل کولال تشويق کړ ، کارخانه دار ترې جوړشو ، هغو خپل اهنګر نه انجينر جوړکړ چی اوس موټری او الوتکی جوړوي مونږ خپل کولال او اهنګر تو هين کړ چه له خپله کسبه يي لاس واخست او دنورو تش په نوم افغانی خانانو په څير يي خولی يا پکول په سرکوږ کيښود ، څادر يي په اوږه کړ ، په کړتو او کيسو يي لاس پوری کړ خپل او دهيواد اقتصاد يي ويجاړ کړ او نه يواځې داچي خپل وخت يي ضايع کړ بلکی دخلکو دغيبتونو په کولو سره خپل اخرت هم خراب کړ .ځکه چي غيبت دزنا بدتر ښودل شوی دي او په ټولنه کی دبدبختيو درامنځته کول ستر لامل دی
راځی چی خپل شته کسب کار وهڅو و ويي نازو و د قد رپه سترګه ورته وګورو او دا دقدر وړدي .
ځکه چي يو خو دالله دوستان بلل شوي اوبل دخپلو خولو په تويولو سره حلاله روزی ګټي او دحلالي روزی ګټل دالله ج په وړاندې ستره بندګي ده