د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیرت او صورت

احمد شاه حقوقي 24.12.2015 12:58

د صورت قدر د سیرت سره وي    غوره انسان دشرافت سره وي
هغه ښکلا چې ښه سیرت نه لري    تورو تیاروکې جهالت سره وي
ژبه مرهم او زهر دواره لـــري    خوږه پسته ژبه الفت سره وي
قارون فرعون او هامان ولولـئ    تل به عذاب او هلاکت سره وي
ژبه که خوله کې بندیوانه نه شي    زړه به هروخت کې دحسرت سره وي
ګنج دسکوت کې سرلوړي پرته ده    ښکلې خبرې دعلمیت سره وي
"حقوقي" داسې په فریاد کې وایي    هوسا ژوندون دشریعت سره وي