د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اغزو لار

سمیع الدین افغاني 23.12.2015 12:04

ای تنکي تنکي ځوانانو
ای باتورو شاه زلمیانو
چیرته درو مئ، چیرته سر یئ
د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ


ډیر وطن کې شهیدان شول
څوک بې کوره بې کاروان شول
چانه پاته کلی کور شو
څوک بیا پاته په بیابان شول
د وحشي ظالم له بند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ


په بې لارو، لارو سر شول
ډیر تباه په بحر او بر شول
په سلګونو په دې لارکې
مصیبت ته برابر شول
بد سلوک د بد چلند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ

په پردو کې مجبوري ده
ناچاري ده مایوسي ده
هلته هرې خوا پیغور دی
بی کسي ده بی وسي ده
د بې رحمو له روند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د افغان په نوم ځوریږي
په پردو کې چې اوسیږي
چې د خپل مالت نه لرې
غیر ملکو کې چې اوسیږي
د پیغور او د ګزند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ

ای د نوي عصر ځوانه
ای باتوره قهرمانه
سره یو شه یو قوت شه
با خبر شه د جهان نه
لرېتوب اصلي وطن نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ

ای پښتونه ای تاجکه
هزاره قوم ای اوزبیکه
ټول قومونو ولسو ته
پناه غواړو له خالقه
کلی کور شۍ هر دردمند نه
تاسې کله با خبر یۍ

د پردو د محتاج ژوند نه
تاسې کله با خبر یۍ

-------------------
سمیع الدین افغاني