د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوند په چاپېریال باندې د جګړو ناوړه اغېزې

محمد انور ولید 21.12.2015 12:50

ټول ژوندي څیزونه په متحرک او ساکن ډول په یوه محدوده کې ژوند کوي چې همدې محدودې ته د ژوند چاپېر یال ویل کېږي . په هغه ځایونوکې چې هلته ژوند روان وي ، د ژوند چاپېریال بلل کېږي . د بېلګې په توګه : د اوبو یو ډنډ ( حوض ) دریابونه ، بحرونه ، غرونه ، دښتې ، ځنګلونه ، کروندې ، کلي ، ښارونه... او نور . په دې ځایونو کې ډول ډول حیوانات ، نباتات او نور ذره بیني موجودات اوسېږي ، دوی ټول له یو بل سره او له خپل فزیکي چاپېریال سره اړیکې لري او دوی ټول په مجموع کې په داسې توګه تنظیم شويدي چې په مسلسله توګه فعالیت کوي او د ژوند په ساتنه کې له یو بل سره مرسته کوي .
خو جګړه یې پر ژوند ـ او د ژوند پرچاپېریال باندې ډېرې ناوړه اغېزې کوي ، چې د انسانانو خپلمینځي اړیکې او د ژوند له چاپېریال سره د هغوی اړیکې له ډول ډول ګواښونو او پرې کېدو سره مخ کولی شي .
موږ د خپلې دې ادعأ د ثبوت له پاره څو میاشتې مخکې د کندوز ، او اوس د هلمند امنیتي وضیت په ګوته کولی شو ، چې په یادو ددؤو ولایتونوکې پردي جنګ جګړو د خلکو پر عادي ژوند باندې د بد امنیتي وضعیت له کبله څومره ناوړه اغېزه کړې ، ځکه له هغوی څخه یې د آرام سا اخیستې ، کار روزګار په ټپه په کې ولاړ ، خلک پر امنیتي ګواښونو سر بېره له اقتصادي رکود سره مخ دي .
زموږ په هېواد کې د خلافت او امارت تر عنوان لاندې د پردیو استخباراتي کړیو جنګ جګړې د ورېښمو د لارې او د ټاپي پروژې د مخنیوي له پاره هغه دوې جنګي پروژې دي چې د ایران او پاکستان له خوا یې ملاتړ کېږي . ځکه ټاپي پروژه او د ورېښمو لار د ایران او پاکستان دواړو نه ده خوښه ، اوایران غواړي له خپلې خاورې دا پروژه پاکستان او هندوستان ته وغځول شي . ځکه پاکستان په خوا هم د طالبانو د بهرنیو چارو یو وزیرملا غوث له دندې پرې ګوښه کړی ؤ . او دا جګړه په افغانستان او سیمه کې ددوو غټو ارجنټایني او امریکایي کمپنیو ( بریډاس ) او ( یو نیکال ) تر مینځ له پخوا را هیسې  روانه ده . نو امنیت به څنګه څوک دلته د کاواکه او ضعیف دوه سره حکومت په شتون کې تضمین کړي ؟  
ولې خلافت یا داعش بیا د امریکې او پاکستان بله ګډه پروژه ده چې د افغانستان اوبه او ځمکنۍ زېرمې ـ  او د منځنۍ آسیا د هېوادونو زېرمې پرې د ځان کړي . د روس او چین لاسونه پرې ور لنډ کړي . سیمه پرې نا امنه کړي . اوبه خړې کړي او پاکستان او امریکه خپل کبان په کې و نیسي . دوی د خپلو موخو له پاره د افغانستان او سیمې نورو هېوادونو ته زیانونه اړوي ، او د ژوند چاپېریال یې له هرې خوا ور باندې تنګ کړی دئ .
په داسې حال کې چې نن ورځ پوهان دې پایلې ته سره رسېدلي چې د ژوند په چاپېریال باندې د جګړو اغېزې تر ټولو هغو نورو زیان اړوونکې دي ،کوم چې په طبیعي آفاتو کې پېښېږي .
جګړه د انساني تلفاتو ، معیوب یتونو ، مهاجرتونو او نورو ډول ډول مصیبتونو ترڅنګ د ژوند ساتنې پر سیستمونو ، هوا ، خاورې ، کروندې او ځنګلونو باندې هم ناوړه تاوان اړوونکې اغېزې کوي . د اوبو پر دوراني سیستمونو ، د هواپه ککړتیا ، د خاورې ، کروندې ، ځنګلونو اوحیواناتو په زهري کېدلو سره خورا زیاته زیان اړوونکې اغېزه کوي . ځکه په دغه ډول جګړوکې کېمیاوي ، بیولو ژیکي او اتومي مواد په خورا بېباکۍ او خپلسرۍ سره  استعمالېږي ، چې سرطاني او سؤ شکل علامې او نورې نا پېژاندې ناروغۍ یې په انسانانو ، حیواناتو او نباتاتو کې تر ټولو ښې بېلګې دي . د مرمیو ( مردکو )، کېمیاوي ، بیو لوژیکي او ذروي وسلو کارونه ( استعمالول ) ، ماینونه ، سوځېدل او د نفتي موادو خپرېدل د هوا ، اوبو او خاورې د اوږدې مودې د ککړتیا سبب ګرځي چې په خپل وارسره  د ځینو مهمو څارویو او نباتاتو د دایْمي انقراض ( نابودۍ ) سبب هم جوړېږي . چې پر دې سر بېره د ډول ډول ناروغیو د خپرېدو ـ او په راتلونکو نسلونو کې د ناقص الاعضأ بدن او دایْمي معیوبېدو اسباب هم مینځته راوړي .
موږ انسانان باید پر دې باندې پوه شو چې د ژوند چاپېریال د ټولو ژوندیو موجوداتو ( پخوانیوـ اوسنیو او راتلونکو نسلونو) له پاره یو امانت دئ ، چې ددې امانت په ساتنه کې موږ ټول په واجبي ډول درانه مسؤولیتونه لرو . که څوک خپل دغه مسؤولیتونه ادأ نه کړي ، د راتلونکو نسلونو د ویښو ضمیرونو وجدانونه او تاریخ به یې محاکمه کړي . بیا به په انساني ټولنوکې د انسان په نامه نه ـ  بلکې  د مزدور ابلیس په نامه سینه په سینه یادېږي .