د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا امریکا به داځل په ریښتیا پاکستان تر فشار لاندې ونیسي؟

سرلوڅ مرادزی 19.12.2015 17:55

بزک بزک نمیر، جو لغمان میرسد!
په داسې حال کې چې پاکستان تېره اوونۍ، د شاهین پنوم نوي توغندي چې اتومۍ ګولۍ تر لیرې واټن یشتلی شي او د لویدیځ په پیسو جوړ شوی، توغوي او په سیمه کې د اتومي وسلو د نوې سیالۍ په لور بې مسولیته ګام پورته کوي؛ داعش چې د پاکستان له لارې د لنډي خیبر او شینورو په دروازه، ننګرهار کې لنګراچولی او د امریکايی جنرال کیمبل په وینا غواړي ننګرهار د سیمې لپاره خپله پلازمېنه وټاکي؛ یا د امریکايي پوځ د بلې زیرمې دا ادعا چې د القاعدې تروریستې شبکه له هغو عملیاتو سره سره، چې دوې میاشتې پخوا د دې شبکې پر ضد ترسره شول، د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې متمرکزه شوې او یا هم په هلمند کې د طالبانو نوې جوپې چې د جګړې سنګر سړېدو ته نه پریږدي، بیا هم افغانان د امریکا دې خبرې ته چې پاکستان ورسره په افغانستان کې د سولې په راوستو کې کلکه ژمنه کړې، په تمه پاتې شي؟
د یو شمېر رسنیو له خپرونو داسې څرګندیږي، دا ځل زیات شمېر افغانان په تمه دي چې امریکا او ملګري به يی پر پاکستان ریښتینی فشار واچوي او پاکستان به اړ شي چې په کور دننه د ترهګرو اډې وتړي.
هیله ده، د تېر په توپیر دا ځل همداسې وي!
په سیمه او په تېره بیا افغانستان کې چې د سیمې د هېوادو ترمنځ د ګټورو اړیکو په بسیا او خیرښېګڼه کې مرکزي ځای او اهمیت لري، که کله د سولې او امن خبره کیږي، لاندې څو فکټورونه باید هممهال په پام کې ونیول شي:
ــ په کور دننه افغانستان کې، د پاکستان له لوري د ترهګرو ډلو او ترهګریزه اندیښو د صدور په مخنیوي کې د افغانانو د چمتووالي او پر پاکستاني دولت، د افغان دولت د فشارکچه
ــ د ترهګرۍ د صدور د مخنیوي او د سولې او امن په لار کې پر پاکستان د سیمې د هېوادو د فشارکچه
ــ پر افغانستان او سیمه باندې د فشار د وسیلې پتوګه، ترهګرو ډلو ته د پاکستان د اړتیا کچه
ــ په کور دننه پاکستان کې د ترهګرو ډلو او ترهګریزه اندیښنو په وړاندې، د پاکستانیانو د غبرګون کچه
ــ ترهګرو سره د پاکستان په اړوند چارو کې، د پاکستان د ستراتيژیکو ملګرو لکه امریکا، انګریز او ځینې عربي هېوادونو چلند او د هغو ستراتیژیکو ګټو ته پام
په دې اړه ډېرې نورې پوښتنې هم شته، کېدای شی وړاندې شي او ځواب يي پيدا شي، خو دلته د یادو پوښتنو په اړه یوه لنډه تبصره چې څېړنیز اړخ نه لري، بلکې ورځنۍ پراتیکي بڼه لري، اړینه بولم.
په افغانستان او سیمه کې تاوتریخوالی، کړکېچ او جګړه په یوه ورځ یا یو وخت نه ده پیل شوې، بلکې هغه د څو لسیزو راهیسې روانه ده او په دې تاوتریخوالي او جګړه کې چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه ګواښوي او بربادوي، د پاکستان په لومړیتوب ځینې نور هېوادونه، سازمانونه او ډلې هم برخه لري.
په پوره ډاډ، پاکستان په افغانستان او سیمه کې رامنځته شوی کړکېچ او جګړه د خپلو ستراتیژیکو ملګرو لکه امریکا، انګریز او ځیني عربي هېوادونو سره په یو ډول تفاهم، د شریکو ګټو او موخو او هم د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره، توده او په غرغنډو ساتي!
امریکا یوخوا افغانستان ته له پاکستاني لوري د سولې د خبرو په بیا پیل کېدا ډاډ ورکوي، خو بلخوا هممهال په ننګرهار کې د داعش، په هلمند کې د طالبانو او د هېواد په ختیځ او شمال ختیځ کې د القاعده د راټوکېدو په اړه د پاکستان لاس ازاد پریښودل کیږي، ترهګریز فعالیت په خلاص مټ پاکستان ترسره کوي، خو په خلاص مټ تبلیغ ورته امریکايي چارواکي کوي، هغه هم د امریکا پوځي جنرالان او چارواکي!
پاکستان ته په دې اړه له څو بابېزه خبرو اود پښو دربولو پرته، عملي اقدام نه تر سترګوکیږي او په داسې حالاتو کې، هڅه کیږي چې نوم يي هم په خوله وانه اخیستل شي. په داسې چلند بیخي طبیعي ده چې پاکستان نورهم زړوریږي او ګڼي چې وړاندې ډاډه پرمخ ځه، د لویدیځ ستراتیژیکه ملګرتیا درسره ده!
د سولې خبرو له راټوکېدو سره په یوه وخت د جګړې د وزروخپریدا، ګرانوي ومنل شي چې دواړه دې له یوه ځایه مدیریت نه شي. افغانستان او سیمه، په ظاهر کې د پاکستاني چارواکو د بدماشۍ، خو په شا کې د زورورو ستراتیژیکو ملګرو په ډاډ او ملاتړ، مړژوانده او څپڅپانده ساتل کیږي!
که د یوې فرضیي پتوګه دا وګڼو چې افغانستان، پر پاکستان هممهال داعش، طالبان، القاعده او نور بد ځناوراو خنزیران ورخوشې کړی، په ملګرو ملتو او نورو نړیوالو ټولنو کې به د امریکا، انګریز او عربو څه شورماشور جوړ وای او ایا افغانستان به، د پاکستان پرځای د امریکا او انګریز د توغندیو او بمباریو لاندې د ژوند سا اخیستی وای؟
که چیری همداسې یوه پېښه د هند لخوا پر پاکستان وشي، د پاکستان پرځای به لومړی امریکا او انګریز د هند مخې ته ونه دریږي؟ پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ملګرو په ملاتړ په سیمه کې د شیطانت او شرارت هره لوبه په ډاډه زړه او ناز ترسره کوی او دغه لامل دی چې سیمه کې کړکېچ او جګړه سړېدو ته لار نه مومي!
که څه هم د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیټه وايی چې امریکا پاکستان ته په وروستیو۱۵ کلونو کې ۳۰ میلیارده ډالر ورکړې، خو د دې هېواد پوځیان او استخبارات له ترهګرو په تېره بیا له طالبانو او حقانې ډلې ملاتړ ته ادامه ورکوی. د دې کمیټې مشر دا هم وايی چې د ترهګرۍ د حل ښه لار دا ده چې د پاکستاني پوځیانو په شتمنیو بندیز ولګول شي او بهر ته له سفره بند کړل شي. خو د ډېرو په اند دا هم بې عمله خوشې خبرې دي او ډېر ځله د نیوکو د غلي کولو لپاره ترسره کیږي.
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا پخواني افغان الاصل سفیر ښاغلي خلیل زاد هم دا ویلي وو چې اوس هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، د ده په وينا «پاکستان د همدغو ترهګرو ډلو مرکز او پلازمېنه ده؛ که د طالب په هکله وايو او که د حقاني. په دې کې شک نشته، هغه غونډه چې د طالبانو سره وشوه او د طالبانو او حقاني ډلې استازې په کې وو، پاکستاني جنرالان يې هم تر څنګ ناست وو.»
خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن په دې باور دی« پاکستان یو ډیر پیچلی هیواد دی او مهمه ده چې په تیرو څو کلونو کې د دې هیواد پرمختگونه له پامه ونه غورځول شي»
نوموړی دا هم وايي « پاکستان د تیر کال په اوږدو کې د اتومي امنیت په برخې کې ستر گامونه پورته کړي. هغوی د خوندي کیدو په اړوند د خپل مسولیتونو څخه ښه خبر دي او زه فکر کوم چې هغوی په تیره بیا کورني خطرونه هم په پام کې نیولي دي.تاند»
په ورته وخت کې د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیته وايی، پاکستان د خپلې بودیجې ۲۰٪ په پوځي چارو او یوازې ۲،۵٪ د ښوونې او روزنې په چارو کې لګوي. نوموړې کمیته دا هم وايی چې پاکستان د اتومي وسلو له مخې د نړۍ دریم هېواد دی.
دا کمیټه د پاکستان د وضعې د ارزونې په بله برخه کې وايی« پاکستان کې یوازې ۶۰۰ مدرسې د خلیج هېوادو په مالي مرسته تمویلیږي. په دې مدرسو کې د مذهبي سخت دریځۍ او تاوتریخوالي سبقونه لوستل کیږي او د مذهبي سخت سرو ټوپکیانو د پالنې ځای ګڼل کیږي، طلوع نیوز»
په دې اړوند، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ دا خبره مصداق پیداکوي چې وايي«د ترهګرو په له منځه وړلو ترهګري نه ختمیږي، بلکې د ترهګریزه اندیښو د ختمولو لپاره باید کار وشي»
پاکستان کې د ترهګرو د روزلو په دوام او د کړکېچ د نورو لاملونو په پراخ شتون سره، ګرانه ده چې د سولې د نږدې لید په اړه، افغانان یوازې د امریکايي چارواکو څرګندونو او د پاکستان بیا بیا ژمنو ته په تمه کښینی. دلته باید ټول هغه لاملونه چې په سرکې ورته اشاره وشوه د یوې ټولګې پتوګه ترپام لاندې وي او افغانستان نورې هغه لارې چې د سولې په راتلو کې مرسته کوي، تر لاس لاندې ولري.
البته پر پاکستان د امریکا او انګریز ریښتینی فشاراو د خپلو ګټو پر بنست د پاکستان تمایل چې د ترهګرۍ په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي، یوه استثنی ګڼل کېدای شي.
خو د فشار په اړوند، په ډاډ سره ویلای شو چې تر اوسه پر پاکستان کوم اغیزمن فشار نه دی اچول شوی!
پای