د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوند لار

ډاکټر محمدآجان مرزئ 18.12.2015 12:25

روان یم پر اوبو اوس دریابونو ته ورځمه
پیدا يم له قطرې بيا بارانونو ته ورځمه
هر خوا پراته د عمر د بهیر دي تصویرونه
یو رنګ يم د سپرلېو انځورونو ته ورځمه
څرخونو د افلاکو د اقمارو په ګردش کې
كاروان سره روان یم منزلونو ته ورځمه
کوڅو د عاقلانو كې شوم ورک په سمه لاره
د مینې د جنون اوس لوړو غرونو ته ورځمه
چلېږمه وږمه يم لټوم د توپان لارې
تالندو سره غبرګ بیا سېلابونو ته ورځمه
شیبه یوه د ژوند یم په كتاب كې د یادونو
رنګين ټال د کیسو كې داستانونو ته ورځمه
زانګو مې د لمر وړانګې د ظلمت ټټر څېرمه
فصلونو د عرفان ښكلو باغونو ته ورځمه
شبنم په شان به پاڼې ښکلوم د ښکلو ګلو
د ژوند په سحرګه به نسیمونو ته ورځمه