د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دآسیا زړه کنفرانس ، هغه هم په خنّاسستان کې

محمد انور ولید 16.12.2015 12:51

وایي چې هم مې وژنې او هم مې حلوا خورې .
تېره اوونۍ د روان لمریز کال د لیندۍ په (۱۷ مه ) نېټه په اسلام آباد کې د آسیا زړه په نامه غونډه پیل شوه . په هغه غونډه کې د افغانستان ، هند او پاکستان په شمول د سیمې ( ۱۴ ) هېوادونو غړیتوب درلود ، د نړۍ د نورو ( ۱۷ ) مرستندویه هېوادو جارواکيو هم په دې غوڼده کې برخه لرله ، پر دې سربېره ترلسو زیاتو هېوادو استازو د څارونکو په توګه په دې غونډه کې ګډون کړی ؤ ، د غونډې مشري افغان ؤلسمشر محمد اشرف غني پر غاړه لرله ، خوکوربه توب یې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف پرغاړه ؤ . ځکه پاکستاني چارواکو په خپلوکې دداسې غونډې جوړېدو خوبونه له پخوا را هیسې لیدلي وو ، او ددې کار له پاره یې څو څو ځلې غرب ته مترقبه او غیر مترقبه سفرونه هم وکړل ، خو دا چې دوی دغه غونډه د کومو موخو له پاره د مني پای ، او د ژمي سرته را وغځوله ، هغه هم په اسلام آباد ( خنّاسستان )کې ـ نو دا به په لاندې ډول له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم :
درنو او حقایْقو ته تږو لوستونکو !
لومړی : ــ  موږ او تاسې ټول په افغانستان کې د پردیو را باندې تپل شویو ډول ډول سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي او مافیایي ډراماتیکوپېښو او جګړو بعینهِ شاهدان یو چې له تېرو څو لسیزو را په ایسته زموږ په هېوادکې د ټولو انساني ، حقوقي او نړیوالو قوانینو خلاف په بېرحمانه ډول زموږ په ګران هېوادکې روانې دي ، چې اقتصادي او ستراتېژیکي ګټې یې په افغانستان او سیمه کې د ښکېلوخواوو ، او مرګ ژوبلې او قربانۍ په کې د افغانانو په برخه شوې .
دوهم : ــ د پاریس غونډې ته د افغان ؤلسمشر ، د پاکستان د لومړي وزیر او د هند د بهرنیووچارو د وزیرې ورغوښتل هم د همدې له پاره وو چې پاکستان خو په سیمه او نړۍ کې پرترورېستانواو د هغوی پرتمویل او تجهیزکولو ، او همدا راز په افغانستان او هندوستان کې د لاسوهنې پرسر ډېر سخت تورن او بدنام دئ . ځکه پاکستان پرله پسې په دغو دواړو هېوادوکې نیابتي جګړو ته داسې هوا او زور ورکړی چې له لمبو ، تاوونو او لوګیو یې آن د آسیا او افریقې وچې او اروپا هم ترې په امن پاتې نه شوه .
درېیم : ــ  د ایران سبز پوشانوخو اوس مهال ګټه وکړه ځکه سیاستوالو یې له نړۍ سره اتومي لانجه لږ شانې هواره او ځان یې په قانوني ډول د اتومي پروګرامونو غځولو او پیاوړتیا ته پرې برابرکړ . خو ددې په عکس عربي بهار بیا په داسې نظامي توپانونو باندې واوښت چې د جوړو حکومتونو تخت او بخت یې ورکوټه او پخې پاچاهۍ یې آن د افریقې تر شمالي او شمال ختیځو برخو پورې ټولې چپه او وجړقولې . د هغوی د بهار هغه مستې څپې اوسمهال په خزان او دوزخ بدلې شوې دي . چې د شدت او هیبت څپې یې د اروپا د ناز اوکرېشمو پر هوا باندې هم بدې ولګېدلې . د اروپایي اوړي مزاج یې هم ور خراب او راتلونکی پسرلی یې ور نیمه خوا کړ . ځکه د هغوی د کاهنانو اخترې یې په غمونو ور ولړلې . ترټولو مهمه یې لا دا چې اروپا او نورې غربې نړۍ ته هم له پاکستان څخه د بشري اوديپلوماتیکواړیکوپه سیاسي کانالونوکې د اور دا بڅرکي ورسېدل . خو نن پاکستان ته په ظاهره ویل کېږي چې دترورېزم سوړې نورې در وتړه او په سیمه په تېره افغانستان کې سوله او ټیکاو راوله . ولې باطن یې اوس هم پیکه او چټل ښکاري . ځکه هر ځل یې تر پلو لاندې مولۍ را وځي .
 څلورم : ــ  پاکستان دا مهال دومره د سیاسي انزوا خواته روان دئ چې خپل بانفوذه سیاستوال او سیمه ییز مشران یې افغانستان ته نانواتې راغلل او خپل ځانونه او خپله خاوره یې د یوواحد افغانستان لا یتجزا ( نه بېلېدونکې ) برخه وبلله . ښکاره ثبوت یې د افضل خان لالا په غونډه کې په کابل کې څرګند شو .
پینځم : ــ که پاکستان د آسیا زړه په نامه غونډه کې دا خیال پلو وهلی وي چې ګني پر دې سره به افغان مشرانو او نړیوالو ته غړېت ( بازي ) ورکړي ، د ترانزیت او څو تنو سره پاشلو طالبانو په اړه به څه غوړې خو په اصل کې هوایي وعدې او ژمنې ور سره وکړي ، ژمی به تېر شي ، د راتلونکي پسرلي له پاره به بیا د نویو جګړو تابیا ورته ونیسي  او را تلونکی کال به بیا په وینو او اوښکو پرې تېرکړي ، چې ښکاره بېلګې یې په بغلان ډنډ غوري ؤلسوالۍ کې د طالبانو پوځي ټرېنېنګونه او د طالبي په لسګونو پردیوکورنیو مېشت کېدل ، د کندهار پر هوایي ډګر د ځانمرګو شل ساعتیز برید ، په کابل کې د هسپانیې پر سفارت د ځانمرګو برید ، په ننګرهارکې د بهرنۍ روسۍ ښځې له خوا ځانمرګی برید ، د افغان طالبانو خپلمنځي جګړې او داسې نور ټول هغه څه په ډاګه کوي چې پاکستان هېڅکله هم افغانستان ته روغ نیت نه لري . دوی تل افغان مشرانو ته د لاندي د پسونو په څېر په لمن کې دا نه ـ او تر شا په لاس کې چاړه نیولې ده . ددوی نیت تل په افغانستان کې د پردیو جګړو له لارې د خپل نفوذ پراخوالی اوکنټرول دئ . خو دا هېڅ امکان نه لري . ځکه چې افغان ؤلسمشر تېروته په کتو سره دا مهال پړي ته هم مار وایي . دا ځل پردي رانجه په سترګو باندې نه پورې کوي .
شپږم : ــ  څوک چې د افغانستان په اړه د سولې خبرې کوي ، هغوی ( چین ، امریکا او انګلیس )  به دا ځل د پاکستان د نه مداخلو عملي ذمه هم پرغاړه اخلي . ځکه پاکستان په خپلو وعدو ماتولوکې په ټوله نړۍ کې قهرمان دئ . دوی نه خدایتعالی ته په خپلو وعدوکې صادق او ژمن دي ، او نه هم د خدایتعالی مخلوق ته . دوی یوازې خپل نفس اوخپلو ناروا غوښتنوته ژمن دي او بس .
اووم : ــ پاکستان یو صنعتي ، زراعتي او اتوم لرونکی هېواد دئ ، خو د تمویل برخه یې له خپله کوره چورلټ نیمګړې ده . ځمکنۍ زېرمې یې ټولې انګرېزانو ترې ایستلې دي . په بدل کې یې یوڅو د رېل پټلۍ ، پوځي قاغوشونه ، د علي جناح په نامه ساختګي خبرې ، انګرېزي قانون او د هند او پاکستان تر مینځ د کشمیر او بنګال ، او همداسې د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ډېورنډ کرغېړنه کرښه ، او د بلوڅانو د خپلواکۍ ستونزې همداسې لاینحلې او مردارې په میراث ورته پرې اېښې دي . له همدې امله دا مهال پاکستان خام مواد په خپل هېواد کې نه لري او په یو بشپړمصرفي هېواد باندې بدل شوی . مجبور دئ چې د سیمې له نورو هېوادو سره متبادلې تجارتي او رغنده ديپلو ماتیکې اړیکې ولري . خو نن ورځ ځمکنۍ زېرمې او د تېلو ، ګازو او اوبوسترې او دایٌمي ذخیرې په افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو کې شتون لري ، چې د لېږد را لېږد تر ټولو ارزانه ترانزیتي کانالونه یې هم له افغانستان څخه تېرېږي . خو په دې لار کې سترې ستونزې او خنډونه څه دي ؟ او څه ډول دا ستونزې هوارېدلی او خنډونه له منځه وړلی شي ؟
اتم : ــ پاکستان له مخ پر ودې هندوستان سره له یوې خوا روغې اړیکې نه لري او له بله اړخه هند له چین سره په رقابت کې دئ ، اوچین بیا له پاکستان سره د هندوستان په پرتله ډېرې نږدې او تودې اړیکې او بوختیاوې لري ، نو چین به کله هم هندوستان ته پر پاکستان باندې ترجیح ور نه کړي . خو په افغانستان کې بیا دا تعبیر بل ډول دئ ، ځکه چې افغانستان له چین سره هم ښه مناسبات او اړیکې لري ، هم د ورېښمو لاره منځنۍ آسیا او نورو هېوادو ته پر افغانستان باندې ده ، او هم افغانستان غني ځمکنۍ زېرمې لري ،  چين مجبور دئ چې د افغانستان له لارې خپل مصرفي توکي تر لاسه کړي . له همدې کبله به چین دپاکستان په نسبت افغانستان ته ترجیح ورکړي . ځکه پاکستان له چین څخه خپله تغذیه کوي او چین له افغانستان څخه . نو لومړیتوب یې هم افغانستان دئ .
نهم : ــ په افغانستان ـ او له افغانستان څخه خورېدونکې ناامنۍ او بې باورۍ دي ، چې د سولې ، ټیکاو او ترانزیت په برخه کې یې ستر خنډونه را مینځته کړي دي . که څوک غواړي په ريښتیا سره په افغانستان او ټوله سیمه کې امنیت او ټیکاو راولي نو باید لومړی د نا امنیو جرړې ـ  سټې ـ ځالې ـ او د تمویل او تجهیز مرکزونه  پیدا کړي ، بیا دې هغه په نښه کړي او د هغو د بېخپوره ورکې پلان دې جوړ او عملي کړي .
نو داسې هم نه کېږي چې د سولې تش په نامه دفترونه او غونډې جوړې کړي ، حرفوي دلالان په کې را ټول کړي ، هغوی ته په زرګونو ډالره تنخواه ګانې وټاکي ، نو له یوې خوا خو دا دهغوی له پاره د جیبي پیداوارو یوه مالي لنګه غوا جوړه شوه چې هېڅکله به هغه له لاسه ور نه کړي ، ځکه تل به یې شیدې خوري ، ګېډه به یې پرې ډکه وي او نور هر څه به پرې تر پښو لاندې کوي .
او له بل پلوه د سولې په نامه دا خبرې له هغو کسانو سره کېږي چې هغه اصلاً په دې اړه د خبرو او فیصلو هېڅ واک اختیار نه لري ، ځکه یوې خوا ته هغه د بل تر قوماندې لاندې عسکر دئ ـ او بلې خواته مخالف وسله وال . دغه ډول خلک دواړو خواوو ته د اوومې او اتمې کته ګورۍ خلک دي ، چې د مخالفینوکورنۍ خو آن له پردیو استخباراتوسره برمته پرتې دي او دوی د مجبوریت په زور دلته جنګول کېږي . دوی ته یوازې د خپلو افغانانو د وژلو واک ورکړ شوی ـ نه د فیصلوکولو . پس سوله باید د سولې او جګړې له اصلي عناصرو ، کرېکټرونو او باصلاحیته آمرینو او بادارانو سره وشي ، نه له بې واکه مادونانو سره . ځکه له مادونانواو مزدورانو سره د سولې کولو صلاحیت نه شته . او لکه غلام باز تل یې سترګې ور تړلې او د بل په تسمه د بل قوماندې ته د ښکار کولو په تمه ناست وي . ښکار هم هغه چاته کوي چې قومانده یې ورکړې ده .   
لسم : ــ پاکستان باید د خپل مجبوریت او اړتیا له مخې د خپلو صنعتي فابریکو دپارچاوۍ او سقوط مخه له نورو هېوادوڅخه د خامو توکو په راوړلو سره ونیسي ، خو په سرکې تر بل هرڅه دمخه ورته اړینه ده چې د افغانستان په ریښتینې سوله اوټیکاو راوستوکې د افغان حکومت ننګه وکړي ، ترورېستان او نور مافیایي بانډونه دې له خپلې خاورې ورک اوځالې یې دې ور ړنګې کړي ، د تمویل او تجهیزامکانات دې د تل له پاره پرې بندکړي ، او له افغان حکومت سره دې په دې اړه ریښتیني استخباراتي معلومات د بشپړ امنیت د تأمین له پاره شریک کړي ، ترڅو افغانستان هم د هغوی له ناولي شتون او شر څخه پاک او د پاکستان او افغانستان ، پاکستان او هندوستان ، پاکستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو تر مینځ د ترانزیت ډاډمنې جادې او لارې یو د بل په مرسته ورغېږي او په ګډه یې امنیت خوندي کړي . له همدې ځایه به د پاکستان ، افغانستان ، هندوستان ، او د منځنۍ آسیا د هېوادونو تر مینځ ترانزیتي کانالونه ، سوداګري او دوستانه اړیکې وده وکړي او د ټولو هېوادو اړتیاوې او ستونزې به په ډاډمنه توګه ور سره پوره او حل شي .
یوولسم : ــ خوکه چېرې پاکستان هم مهال دوې یا څو دانې هنډواڼې په یوه لاس کې نیسې ـ او یا په یوه غېشي باندې دوه مرغان ولي ، نو دا بیا امکان نه لري ، او نه هم له داډول غونډو اوکنفرانسونو څخه څه پرې تر لاسه کولی شي . ځکه که پاکستاني چارواکو په دې اړه کنز وېیلی ـ نو د افغانستان او سیمې د نورو هېوادو سیاستوالو یې مینځ ویلی او د خپل تفکر او تحلیل په لابراتوارکې د ټولو توطیؤ نر او ښځه آن په نطفه کې پېژني . خپله او پردۍ ګټه یا تاوان د خپل درایت او بصیرت په سترګو ویني .
دوولسم : ــ ښه داده چې پاکستان دې لومړی خپلې کورنۍ ورپېښې ستونزې هوارې کړي او په نورو هېوادوکې دې خپلو مداخلو ته د پای ټکی کېږدي ، که چېرې همدا زوړ ملا او همغه زړې تراوېح وي ـ نو جومات تش او ړنګ درواخله ، ځکه همدا اوس پاکستان د نا سم کورني بهرني مدیریت او توپیري چلند له کبله خپله د تجزیې پر پاڼ ولاړیو داسې هېواد دئ چې بلوڅان آزادي ترې غواړي ، او لره پښتونخوا د پنجاب خپلسرې اداره نه مني .
دیارلسم : ــ  د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه او د ورېښمو ترانزیتي نړیواله لاره هغه اقتصادي ، سترا تیژیکي او تجارتي شا رګونه دي چې منځنۍ آسیا ، عربي او غربي نړۍ ، چین ، برصغیر ( لوی هندوستان ) ، او ټوله سویْلي آسیا سره تړي . خو دغه تړاو ټول د افغانستان له ټیکاو او امنیت سره د یو فولډېنګ په څېر غوټه دئ . چې هم جیو لوجيکي ، جیو پو لیتیکي ، جیوجغرافیکي او ستراتیژیکي اړخونه لري ـ او هم تجارتي ، کلتوري او متمدنې خواوې لري . د سیمې ټولو هېوادو ته په کار ده چې له یوبل سره د افغانستان د امنیت ، ثبات او خود کفا کېدو له پاره په خپلو کې په خورا صداقت سره یو د بل ندیم او ندم شي . ترڅوله دې لارې هم خپلو هېوادو ته او هم افغانستان ته محسوسې ګټې پرې ورسوي . ځکه دکړکېچونو، لانجوهوارولواو ریښتینې سولې او ټیکاو راوستو یوازینۍ لار همدغه ده . چې هم نورې نړۍ ته خپل ځان او خپله سیمه د اوروپایي نړۍ په څېر خود کفأ او پر خپلو پښو ولاړه پرې ثابته کړي . نو بیا به هېڅوک په آسیا یي هېوادوکې د خپلې خوښې منافقانه ګوتې نه شي وهلي . تل به زموږ هېوادونه او ټوله سیمه په ډاډمن امن کې یو د بل ترڅنک سره تېروي .
څوار لسم : ــ که پاکستا ن ځاتنه د یو مسلمان هېواد په توګه خطاب کوي ، نو ور ته په کار ده چې د مسلمان په توګه خپلې دندې هم د خپلې اسلامي وجیبې له مخې تر سره کړي . او د مسلمان وجیبه داده چې لږ تر لږه د بل مسلمان په کورنیو چارو کې د تخریب ګوتې ور ونه وهي او نه هم د ګاونډیانو پردي کورونه بې ثباته کړي . پاکستان هم باید له ځانه په سیمه کې دوهم اسرااْیل جوړ نه کړي چې د اعرابو په څېر ټوله سیمه ورسره نا کراره او بې ثباته شي . پاکستان باید هغو ته ورته له افغانستان څخه فلسطین جوړ نه کړي ، چې بیا په ربړي ګولیو خپل سات پرې تېروي . بل دا چې د اسرااْیلو او پاکستان تر مینځ خو لوی تو پیر هم دادئ چې په سیمه کې د اسراايْلو خواوشا اتومي قدرتونه نه شته ، او ټول ویتو واکه نړیوال اتومي ځوانه یې تر شا ولاړ دي .  خو د پاکستان خواوشا روسیه ، چین ، هندوستان ، او ایران پراته دي ، چې هېڅکله به په سیمه کې د اسرااْیلو په څېر خود مختاره عملونه ونه شي کولی . نو ځان دې خوشې په خوښې بې اوماچه نه خولې کوي .کرار دې پرځای کښېني او د پنجاب دا کارغه دې د زرکې پېښې نورې پرېږدي چې خپلې به هم ترې هېرې شي .
پینځلسم : ــ اوس چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته د سولې په اړه راروان دي ، او د سولې کوربه توب به هم پاکستان کوي ، نو ورته مناسبه خو داده چې لومړی افغانستان ته دا په ډاګه کړي چې افغان دولت له چا سره سوله وکړي ؟ له طالب سره ـ او که له پاکستان سره ؟ که سوله له طالب سره وي نو لومړی دې پر طالبانو باندې د تمویل ، تجهیز ، ټرېنېنګ او پنډغالو ځایونه وتړي ، بیا دې هغوی د ټولو طالبانو په استازیتوب یو بین الافغاني ژوندی مشروټاکي ، هغوی دې له افغان حکومت سره پرسولې ـ او د سولې پر مېکانېزم باندې په غځېدلي بهیر ترهغو پورې وغږېږي ، ترڅو چې یوې ريښتینې هوکړې ته سره ورسېږي او پاکستان دې ددې بهیر صادقانه ملاتړ وکړي . او که د سولې اصلي اړخ خپله پاکستان وي ـ نو بیا دې هم په خپل ګرېوان کې له سره سر ټيټ کړي او خپلې اړتیاوې دې د افغانستان په  امنیت ، سوله او ټیکاو کې پوره کړي ، نه په نا اعلان شوې او تپل شوې پردۍ جګړه کې ،که نه نو پاکستان به هم تل له هر څه نه بې برخې وي . ځکه د افغانستان امنیت ، سوله او ټیکاو د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ، سوله او ټیکاو دئ . او د افغانستان ناامني او بې ثباتي د ټولې سیمې اونړۍ نا امني او بې ثباتي ده . دا یو مناسب وخت دئ ، ښه داده چې پاکستان له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانستان د امنیت ، سولې او ثبات له کانالونو څخه خپلې او د سیمې د نورو هېوادونو روا ګټې او اړتیاوې خوندي او پوره کړي . که نو دا ګټې به نور خلک ترې یوسي . لکه چې وایي :
(( د حریص کاسه چپه ده +++ لاس یې تش ، خوله یې سپېره ده ))
په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د ډاډمن امنیت ، سولې او هوسا او بسیا خپلواک ژوند په هیله .