د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په رزق کې شرک

قاضی طارق 16.12.2015 12:49

په تېر پسې ....


څښتن تعالی د خپل بالغه حکمت له مخې د ځینی چارو واک په خپل لاس کې نیولې او په هغو کې د مخلوق هیڅ اختیار نه شته لکه : عزت او ذلت ، مرګ او ژوند ، خیر او شر او داسې نور له د ځمکې پېدا کېدل ، د اسمان پېدا کېدل ، شپه را وستل ورځ را وستل ....

یوله هغو چارو څخه چې لوی خدای جل جلاله د هغه اختیار مخلوق ته نه دې ورکړې هغه د رزق ورکول او د رزق پراخوالې او تنګوالې دې ، د رزق مالک واحد او لاشریک خدای دې او بل هېڅوک ورسره د رزق په ورکولو کې برخه نه لری .

قرانکریم په دې موضوع باندې ډېر زیات زور اچولې دې ، د دې لپاره چې انسان د هر ډول غېرالله د قید و بند نه خلاص کړی او ازاد او سرلوړې ژوند ولری .

د قرانكريم په ګڼ شمېر اياتونو کې څښتن تعالی فرمایې چې رزق ورکولو پسې بل چاته چغې مه وهۍ :

{ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ } بقره : ۲۲ .

الله هغه ذات دې چې ګرځولي ده ستاسو لپاره ځمكه فرش ، او اسمان چت يعني بام ، او راښكته كړي يې دي د اسمان نه اوبه ، پس را ويستلي يي دې په دې اوبو سره د ميوو نه رزق ستاسو لپاره ، نو مه جوړوئ د الله سره شريكان او حال دا چې تاسو ښه پوهېږئ چې الله واحد او لا شريك او هر چاته د رزق رسولو حقيقي مالك دې .

فرمايي چې : { فلا تجعلو لله اندادا } نو بل چاته سر مه ټيټوي ، هغه چاته چې ستاسو لپاره رزق نه شي پيدا كولاي، نو چې په دي ښه پوهيږ ي چې ځمكه درته الله هواره كړېده ، د اسمان نه درته بام الله جوړ كړېدې ، اوبه درته الله راښكته كړېدي او ډول ډول ميوي د خوړلو لپا ر هم درته الله پيدا كړې دي نو بيا په بندګي كي هم د ده سره بل څوك شريك مه جوړوي .

دغه راز الله سبحانه وتعالي بل ځای کې فرمايي :

{ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الأَنْهَارَ } ابراهيم :۳۲ .

الله هغه ذات دې چې پېداكړي يې دي اسمانونه او ځمكې او را ښكته كړي يې دي د اسمان نه اوبه ، نو را ايستلې يې دي په دې اوبو سره د ميوو څخه رزق د پاره د ستاسو او په خدمت كې يې اچولې دې تاسو لره كيښتۍ چي وچليږي په بحر كې په امر د هغه سره او په خدمت كې یې اچولي دي تاسو لره بحرونه .

همدغه شان بل ځای کې هم مهربانی کوی :

{ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَلِكُم مِّن شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ } .الروم : ۴۰

الله هغه ذات دې چې پیدا کړی یې یاست تاسو، بیا یې رزق در کړېدې تاسو ته ، بیا وژنی تاسو، بیا ژوندی کوی تاسو، ایا شته په شرکاوو ستاسو کې داسې څوک چې له دغو کارونو څخه کوم کار ترسره کړی ،؟ پاکی ده هغه خدای لره ، او ډېر لوړ دې د هغه څه نه چې مشرکان یې ور سره شریکوی .

اسمان ستاسو په خدمت كې دې ، ځمكه ستاسو په خدمت كې ده ، اوبه ستاسو په خدمت كې دي ، په ګڼ شمېر ميوي درته پيدا كوي ، د بحرونو په سر رواني كېښتۍ هم ستاسو په فرمان چلېږي ، او بحرونه هم ستاسو په خدمت كې روان دي ، دا هر څه ستاسو لپاره واحد او لاشريك خداي تابع كړي دي نو بل مخلوق ور سره شریک مه جوړوۍ .
د قرانکریم په بل ځای کې مهربانی کوی :

{اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ } حم : ۶۴.

الله هغه ذات دې چې ګرځولې يې ده ستاسو لپاره ځمكه ځاي د قرار والي او اسمان چت ، او صورتونه يې در كړې دي تاسو ته ، نو ښه يې جوړ كړيدي شكلونه ستاسو ، او رزق يې در كړې دې تاسو ته د پاكيزه شيانو څخه ، همدا دي الله پروردګار ستاسو، بركت او خېر اچوونكې دې الله پالونكې دعالميانو.

دغسي د سورت ملك په ( ۱۵ ) ايت كي خپل لوي ذات داسي تعريفوي :

{هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ}ملك:۱۵

الله هغه ذات دې چې ځمكه يي ستاسو لپاره تابع ګرځولي ده ، نو ځي ( ګرځي ) تاسې د دې ځمكې په اطرافو كې او خورئ د رزق د الله نه ، او همدغه خداي ته بيرته را پورته كېدل او ژوندي كېدل دي .

لنډه دا چې : الله سبحانه و تعالي انسانانو ته یادونه كوي چې هغه پېدا کړی یاست ، هغه رزق درکوی ، هغه مو وژنی ، هغه مو بیا را ژوندی کوی یعنی ستا مرګ ، ستا ژوند ، ستا وجود ، ستا ښکلې صورت ، دا ځمكه ، دا اسمان ، دا اوبه ، دا ډول ډول مېوې ، دا ډول ډول خوراكونه او بې شمېره نعمتونه چې د چا په لاس کې دی او چا دركړي دي نو هغه الله سبحانه وتعالي دي او بل هیڅوک ور سره د دغو کارونو په تر سره کولو کې مرسته نه کوی ، چې در نه هېر نه شي او هم در نه خطا نه شي ، او بل چا پسې منډه و نه كړئ .

نو له دې کبله چې دا موضوع نوره هم ښه روښانه شی الله جل جلاله داسې محسوس مثالونه وړاندې کوی چې هېڅ عاقل انسان ترې انکار نه شی کولای فرمایې :

{ضَرَبَ لَكُمْ مَثَلًا مِنْ أَنْفُسِكُمْ هَلْ لَكُمْ مِنْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ مِنْ شُرَكَاءَ فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنْتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ } الروم :۲۸.

بیانوی الله پاک تاسی ته (ای مشرکانو!) یو مثال چې ثابت دې له نفسونو ستاسو نه او هغه دا چې : ایا شته تاسو لره د هغوغلامانو نه چې مالکان شویدی د هغو ښی لاسونه ستاسې څه شریکان (له تاسی سره ) ، په هغه څه کې چې در کړې دې مونږ تاسو ته ، پس تاسې (او دامریان مو) په هغه (رزق ) کې برابر او مساوی یې ، چه ویرېږئ تاسو له هغوئ نه لکه ویره ستاسو د نفسونو ستاسو نه ، یعنی (ستاسوپه شان دوئ هم احرار او ازاد وی ) همدغسې بیانوو مونږ ایاتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږی او تدبر کوی .

یعنی د دې لپاره چې دا واجب ده چې تاسوعقلا د الله پاک سره نور شیان شریک نه کړئ الله پاک فرمایې چې زه اراده لرم چې تاسو ته یومثال بیان کړم او مثال دا دې چې :

زه تاسو ته رزق در کوم او زما په دې رزق کې ستاسوغلامان هم شته او نور مالونه هم شته ، ایا تاسو داسې کله کړیدی چې په هغه رزق کې چې مونږ تاسو ته در کړېدې خپلوغلامانو او نوکرانو ته مو ویلی وی چې تاسو زمونږ سره زمونږ په مالونو کې شریک یاست او تاسو کولای شۍ په دې رزق کې هم داسې تصرف وکړئ لکه څرنګ چې یې مونږ کوو .

او ایا دوئ ته مو داسې مطلقه ازادی په تصرف کې ور کړې ده ، او دا ویره ترې هم ولرئ چې زمونږ په غیاب کې کوم تصرف ونه کړی ، لکه څرنګ چې د خپلو نفسونو نه ویره لرۍ ؟
ایا داسې کار مو کله هم کړېدې ، ایا دوې تاسو په خپلو مالونو کې دغسې منلې او قبلولې شۍ ؟
نو چې تاسو دغسې کار نه شۍ کولای نو د الله په هکله یې بیا څرنګ منلای او قبلولای شۍ او په دې راضی شوی یاست چې د الله مخلوق اوغلامان دې د الله په ملک کې د الله سره شریک شی ؟

تاسو دغه شئ د خپلو غلامانو سره نه شئ منلای په داسې حال کې چې هغوی هم ستاسو په شان انسانان دی او پر هغوی ستاسو باداری او ملکیت هم مطلق نه دې یعنی دهغوئ د غړیو مالکان یاست او د هغوی د ژوند د خوځښتونو مالکان یاست ، خو دهغوی د وژلو مالکان نه یاست مثلا نه شۍ کولای هغوی و وژنۍ ، نه شۍ کولای هغوی د قضاء حاجت څخه منع کړۍ ، هیڅکله د هغوئ د ارادې او زړونو مالکان نه شۍ جوړیدلای ، او بل دا چې کېدای شی ستاسو ملکیت پر هغوی له منځه ولاړ شی خرڅ یې کړۍ ، ازاد یې کړۍ او یا در نه مړ شي ، سره له دېنه هم تاسو دې ته تیار نه یاست چې هغوی په خپل رزق کې په برابر ډول له ځان سره شریک کړۍ ، نو دا خورا د سترعیب خبره ده چې د هغه الله سره د هغه مخلوق شریک وګڼۍ چې مطلق واکدار او مطلق حاکم دې .

د دغه مبارک ایت په هلکه العوفی د ابن عباس رضی الله تعالی نه روایت کوی چې : مشرکین هیڅکله دې ته تیار نه دی چې خپل غلامان په خپلو مالونو او ښځو کې له ځان سره شریک کړی نو الله پاک وایې چې بیا دوئ څرنګ زما بندګان زما په سلطنت کې له ماسره شریګ ګڼی ؟ { أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ } .

او په یو بل روایت کې بیا وایې چې : څرنګ تاسو راضی یاست زما لپاره په یو شئ باندې کوم چې د ځان لپاره ور باندې راضی نه یاست او نه یې غواړۍ ؟

قتادة بیا وایې چې : دغه یو مثال دې چې الله بیان کړېدې داسې چې ایا شته په تاسو کې داسې څوک چې خپل غلام او بنده یې په خپله ښځه او فرش کې له ځان سره شریک جوړ کړې وی ، نو بیا تاسو د الله سره دهغه مخلوق او بندګان څرنګ برابروئ ؟ الله پاک په اولی صورت د دې ډېر حقدار دې چې ترې پاک شی .

د موضوع د نورې روښانتیا لپاره یو بل محسوس دلیل د الله پاک په لاندې فرمان کې راغلې دې :
{ وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُواْ بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ }النحل :۷۱.

ژیاړه : او الله پاک تفضیل اوغوره والې ورکړېدې ځینی ستاسو ته په ځینی نورو په رزق کې ، نونه دی هغه کسان چې تفضیل ورکړشوېدې ، ورکونکی درزق خپل هغو غلامانو ته چې مالکان دې ښې لاسونه د دوئ د هغو، چې شی دوئ په دې رزق کې سره برابر ، ایا نو دوئ د الله د نعمت نه انکار کوی .

دغه مبارک ایت د څښتن تعالی د ذات د توحید او د هغه په ذات د شرک د تقبیح یو لوئ دلیل دې ، په دې معنی چې الله پاک وایې چې ځینی ستاسې می ازاد ، احرار او د مال او دولت څښتنان ګرځولی دی او ځینی نور مې بیا د هغوی غلامان ګرځولی دی چې په دنیا کې د هیڅ شئ مالکان نه دی ، لکه څرنګ چې دغه مالکان چې په رزق کې تفضیل ورکړشوېدې خپلوغلامانو ته د رزق ورکونکی نه دی ، چې د دوی سره په دې رزق کې برابرشی ، او دا کار د نه کېدو ګڼۍ ، همدغسې دی هغه څوک چې تاسو د الله سره شرکان جوړ کړېدی ، دغه د الله داسې غلامان او بندګان دی چې د یو مثقال په اندازه هم د الله په ملک کې برخه نه لری او الله د کوم څیز واک نه دې ورکړې ، نو بیا یې د الله سره په کوم دلیل شریکان جوړوۍ ؟

یعنی کوم رزق چې الله تاسو ته درکړېدې او ستاسوغلامان ستاسو سره په هغه کې شرکان نه دی دغه راز د الله سره هم د الله په بندګانو کې څوک شریک او حصه دار نه شته !

يعني دوی خو هیڅکله هم خپل غلامان په خپلو مالونو او ښځو کې له ځان سره نه شریکوی نو بیا څرنګ زما بندګان زما په پاچاهی کې ما سره شریکوی ؟

قتادة وایې : دا یومثال دې چې الله بیان کړېدې ، ایا شته په تاسو کې داسې څوک چې خپل غلام یې په خپل مال او حتی په خپله ښځه کې له ځان سره ګډ کړې وی ؟

نو کله چې تاسو هیڅکله په دې راضی نه یاست چې ستاسوغلامان دې له تاسو سره ستاسو په مال او ښځو کې ګډه برخه ولری نو الله جل جلاله د دې ډېر او په صورت اولی حقدار دې چې څوک دې ور سره د رزق په ورکولو کې شریک نه وی .

دا نو لوی ظلم او د الله پاک د نعمتونو څخه انکار دې ، که چېرته دوئ د خدای په نعمتونو اقرار کړې وای او دا ټول نعمتونه یې الله ته منسوب کړې وای نو د هغه سره به یې هیڅوک شریک نه جوړاوه .
دغه ډول بیا فرمایې :

{ وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ } . النحل :۷۲.

ژباړه : او الله پېدا کړیدی تاسو ته د نفسونو ستاسو څخه جوړې ، او پېدا کړی یې دی تاسو ته د جوړو ستاسو نه اولادونه او لمسی ، او رزق یې درکړېدې تاسو ته د پاکو او طیبو شیانو او څیزونو څخه ، ایا نو په باطل باندې دوئ ایمان راوړی او په نعمت د الله باندې دوې کافرکېږی .

دلته الله پاک خپلو بندګانو ته د نورو نعمتونو ذکر کوی فرمایې :

الله پاک ستاسو د جنس ، ستاسو د شکلونو او ستاسو له نفسونو څخه ازواج او جوړې پېدا کړې دی ، که چېرته یې دا جوړې د حیواناتو له نورو انواعو څخه پېدا کړی وای نو د دوئ تر منځ به دوستی ، ائتلاف او رحمت نه وای حاصل شوې ، نو دا د څښتن خورا لوی رحمت دې چې د بنی ادم څخه یې هم ذکور او هم اناث پیدا کړه او دغه ښځې یې جوړه ګرځولې له نرو سره ، او له دغو جوړو څخه یې اولادونه او لمسیان ور پېداکړه چې د اړتیا په وخت کې د دوئ مرسته او خدمت تر سره کړی .

هر ډول خوراکونه ، طعامونه او رزق یې ور کړه ، د دې ټولو سره سره دوی په باطل یعنی بوتانو او اصنامو ایمان راوړی او د دغو نعمتونو نسبت هغو ته کوی ، او د الله په نعمتونو کفر کوی ؟

همدغسې بل ځای کې څښتن تعالی مشركينو ته توبيخا فرمایې : د بشریت د لار ښوونې لپاره مقدس کتاب قران نازل شوې دې او تاسو ورته د درواغو نسبت کوي او د اسمان نه درته الله رزق راښکته کړېدې بیا تاسو د رزق د نزول نسبت بل چاته کوئ ؟

{تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ } الواقعه : ۸۰ .

ژباړه : نازل کړې شوېدې د طرفه د رب د عالمیانو څخه .

یعنی دا مقدس او معزز کتاب کومې کوډې ، جادو او د شاعرانو خیالات او پوچ تصورات نه دی ، دا د عالمیانو د پالونکی له لورې د بشریت د لار ښوونې لپاره را نازل شوې مقدس کتاب دې .

{أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ} الواقعه : ۸۱ .

ژباړه : ايا په دې خبره تاسو درواغ و یونکی یاست ؟
یعنی په دې قران درواغ وایې ؟

{وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ } الواقعه : ۸۲ .

ژباړه : او ګرځوۍ شکر د نعمت ستاسو ، په دې سره چې تاسو درواغ وایې .
يعني د دې په ځای چې شکر یې اداء کړۍ درواغ ور باندی وایې ؟ .

معنی دا چې تاسو د ملاینت او مداهنت په ډول د دغه قران نه اعراض کوۍ او ګرځوۍ شکر د نعمتونو چې مونږ تاسو ته در کړیدی ، او په هغه باران باندې چې د هغه نه په غېر تاسو ته ژوند ممکن نه دې تاسو درواغ وا یاست چې دا خو د الله د لورې نه دی ، یعنې د قران کریم په شان کې دا وا یاست چې ( أساطير الأولين ) دې او چې کله در باندې باران راښکته کړو نو بیا تاسو داسې وا یاست چې دا باران خو پر مونږ باندې دهغه یا دې ستوری په سبب را نازل شوېدې .

وفي الحديث الصحيح: "إن الله تعالى يقول للعبد يوم القيامة ممتنا عليه" ألم أزوجك؟ ألم أكرمك؟ ألم أسخر لك الخيل والإبل وأذرك ترأس وتَرْبع ؟"

په یوصحیح حدیث کې راغلی دی چې : د قیامت په ورځ به الله پاک خپل بنده ته د احسان په ډول و وایې :
ایا ښځه می نه وه در کړې ؟ ایا عزت مې نه وو در کړې ؟ ایا تاته می اسونه او اوښان نه وو تابع کړی ؟
ایا تا ته مې قوت نه وو در کړې ؟ تا ته مې مشری نه وه در کړې ؟ او د قدرت په کرسۍ مې نه وې کښېنولۍ ؟.

{ وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللَّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ } ابراهيم :۳۴
ژباړه : او در كړي يې دي تاسو ته د ټولو هغو شيانو څخه چې غوښتلې مو دي له هغه څخه ، او كه چېرته و شمېرئ نعمتونه د الله هيڅكله یې نه شئ شمارلې هغه ، بيشكه چې انسان ظالم او نا شكره دې .

د داسي ښكاره او څرګندو حقيقتونو سره سره بيا هم ډېر داسې كسان شته چې غيرالله ته د بندګي سر ټيټوي او د رزق او روزي توقع تر كوي دغه حقيقت څښتن تعالي د سورت النحل په ( ۷۳ ) ايت شريف كې په خورا ښه ډول بيان كړې دې :

{ وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ } النحل :۷۳.

ژباړه : او دا خلك غيرالله ته عاجزي او عبادت كوي ، كوم چې د دوي د رزق مالكان نه دي ، د ځمكې او د اسمان څخه د هيڅ شي ، او نه دوي قدرت لري ، ( نه داسمان څخه اوبه راښکته کولای شی اونه له ځمکې څخه کوم شینکې را خېژولې شی ).

څښتن تعالي فرمايي :هيڅ نه شي كولاي ، په لاس كې يي هيڅ نه شته ، بندګي يي مه كوي او د روزي طمع تر ې هم مه كوي ،هسي يوې دروازې او بلې دروازې ته سر ګردانه منډي را منډي مه وهي ، د عبادت او بندګي وړ او مستحق يواځې هغه ذات دې چې مخلوق ته د رزق په رسولو كې ور سره هيڅوك شريك نه دې .

اسباب به غواړي خو مالك حقيقي د رزق همدغه واحد او لا شريك ذات دې ، د دنيا دهغو لذتونو نه چې لوي خداي د خپلو بندګانو لپاره پيدا كړي ګټه واخلي ، او په دې دنيا كې سردار او بادار اوسي ، نه د کوم غېرالله په خدمت كې ستړي ستومانه غلام ، برده ، بنده او زير دست .