د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هینداره !

نجیبه احمدزۍ 16.12.2015 12:49

لیکونکی : نجیبه احمدزۍ

هینداره !
نن راته هر څه ډیر ښکلي
رنګین
او ګلورین بریښي
نه پوهیږم
چې دا ولې ؟
هو!
راته یاد سول
نن مې د لاس د رغوي کرښې
هینداره کړي
او
یوه پټه د هیلو بیړۍ مې
د سترګو په سمندر کې وموندله
چې
د رغوي کرښې
د سترګو په سمندر کې
د مستې غوټي
او
د هیلو بیړۍ مې
د ساحل په لوري بیایی