د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې الکترونیکي تذکرې نه توضیع کېږي؟

ډاکټر نبي مصداق 13.12.2015 12:32

زموږ حکومتونه له هغه وخته چې متوجه شوي دي چې هر افغان وکړی باید د خپل هویت د تثبیت لپاره، د بشپړ شهرت یوه وثیقه ولري، نو د تذکرو له لارې یې د اکار ترسره کړیدی. د همدې تذکرو له مخې به ځوانان عسکرۍ ته جلبېدل، د کار کسان به پر حکومتي کارونو مقررېدل او داسې نور.
خو د وخت په تغیر سره، کاغذي تذکرو خپل باور له لاسه ورکړی؛ ځکه چې په کې تقلب کول ډېر آسان او په ډېرو مواردو کې ور څخه سوء استفادې شوي دي.
د ملي یوالي د حکومت په منځته راتلو سره او په تېرو ټاکنو کې چې د تذکرو له مخې په رائیو اچولو باندې کومې نیوکې وشوې، ولسمشر اشرف غني پرېکړه وکړه چې باید د نړۍ د نورو هېوادونو په شان، د هېواد د هر وګړي شهرت د ډیجټل په ډول ثبت شي او د دې کار لپاره د الکترونیکي تذکرو وېشل، په ټولو افغانانو باندې، یو ضروري کار وګڼل شو. خو له بده مرغه، مخکې له دې چې په دې تذکرو کار پیل شو او حتی د امتحان په ډول یې په کابل کې پر پنځو لکو مامورینو هم ووېشلې، ډېر غور نو شوی. حکومت ته بیا معالومه شوه چې د تذکرو له وېش نه مخکې باید ځینې مهم اصلاحات پکې راغلي وای او که نه، دا به د نړیوالو نورمونو په مطابق نوي او هم به د توضیع لپاره له بهرنیو منابعو نه، په مالي مرستو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
ولسمشر غني ډاکټر فاروق ودان ته د تذکرو په اړوند دنده ورکړه؛ تر څو دا موضوع په دقت وڅېړي او خپل ریپوټ ولسمشر ته وړاندې کړي.
ډاکټر صیب ودان وايي، په هغو تذکرو کې چې همدا اوس طبعه شوي، درې عمده ستونزې لري چې باید لومړی هغه رفع شي. ځکه، که موږ غواړو چې له الکترونیکي تذکرونه، د ولسوالیو، ولایتونو او پارلماني ټاکنو لپاره استفاده وکړو؛ نو په تذکرو کې باید نارینه، یا ښځینه (جندر) هویت واضع شي.
ځکه چې افغانستان اوس د ډیموکراسۍ لاره، پر مخ کړې، کفایت نه کوي چې د یوې مېرمنۍ هویت، منحیث د دې، واضح شوی نوي.
دویم: په مجوده چاپي تذکره کې معلومه نه ده چې له کومې نېټې نه تر کومې نېټې پورې د اعتبار وړ ده. په هر ډول په ملي هویت پاڼه کې، که پاسپورټ وي او که تذکره باید د اعتبار او اکسپاېرشن یعنې وروستۍ د اعتبار نېټه یې معالومه وي.
درېم: پدې تذکره کې باید په ملیت باندې چې (افغان) دی تصمیم ونیول شي او دا باید حتمي وي. خو د قوم او قبیلې لیکل دې پکې اختیاري وي. که چا غوښتل چې خپل قوم ولیکي او یایې ونه لیکي هغه به په شخص پورې اړه ولري.
څلورم: الکترونیکي تذکره په ټول افغانستان کې، د انټرنېټ موجودیت ته ضرورت لري او هغه هم باید 3G په اندازه وي، تر څو د توضیع په وخت کې، د کابل په مرکزي ډیټابېس کې ثبت شي او په دې ترتیب بیا یو څوک ونشي کولای چې هم په کابل او هم کابل ته نېږدې خپل ولایت کې هم د دوهم ځل لپاره رائیه ورکړي، ځکه چې تر اوسه د دې امکان شته دی.
پنځم: د تذکرې د وېشلو هارډویر او سافټ ویر باید تعریف شي او هم باید واضع شي چې له تذکرې نه، په کومو مواردو کې استفاده کېدای شي.
ډېر مهم نظر دا دی چې باید د دې الکترونیکي تذکرې نه د کرډت کارډ په ډول هم استفاده وشي چې په دې ډول د تذکرې راتلونکي ټول مصارف به له همدې لارې تامینېږي. خو باید ووایم، کله چې بېلې، بېلې کړۍ خبرې شوي دي چې له تذکرې نه عاید هم تر لاسه کېږي، هر یو غواړي چې په دې برخه کې شامل و اوسي. همدا اوس په یو انټرنیټي بورډ باندې چې eTVB یعنې د انټرنېټ له لارې د رائیو بانګي تذکره، نومېږي کار روان دی. په خپله ولسمشر چې غواړي د حکومت په هره برخه کې د فساد مخه ونیسي، غواړي یو کمېسیون وټاکي چې د eTVB برخه تر نظارت لاندې ونیسي؛ تر څو د تذکرې عاید حیف و میل نشي. یوه بله ستونزه چې باید حل شي د افغانستان پر ۳۰-۳۵ میلیونو وګړو باندې د یادو تذکرو وېشل دي. که وغواړو چې هر چا ته د اړوند مرکز لخوا په ښارونو، ولایتونو او ولسوالیو کې دا تذکرې توضیع کړو، له لسو کالو نه به هم زیات وخت و نیسي. نو باید یوه لاره پیدا شي چې څرنګه د یوه کال په موده کې دا نوې تذکرې چې د پورته ستونزو د رفع نه وروسته له چاپه را وځي، وېشل کېدای شي. که لوستونکي په دې هکله څه نظر لري. لطفاً دې له موږ سره شریک کړي.
د تذکرو په وېشلو کې باید ډېر زیار ووېستل شي چې بهرني اطباعو ته او هم یو تن ته دوه یا زیاتې تذکرې ورنکړل شي.
نو د ولسمشر مخالفین تل، بې له دې چې پورته ستونزې په نظر کې ونیسي، تنقیدې لیکنې کوي. همدا اوس موږ د افغانستان په ځینو ولایاتو، او په ولسوالیو کې حتی برق نه لرو، او نه هم د انټرنېټ پایې بندې شوي دي. که دا تذکرې اوس ووېشل شي، له همدې کاغذي تذکرې نه به یې ګټه زیاته نه وي.