د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد انجينير محمد عمر عليم د مړينې په مناسبت د کليوال ملګري ټولنې د خواشينۍ پيغام

کليوال ملګري ټولنه 11.12.2015 12:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړل، چې د روان کال د لېندۍ په ۱۹مه د شمشاد نړيوال تلويزيون، تخنيکي چارو مدير انجنير محمد عمر عليم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
کليوال ملګري ټولنه، همت پاونډيشن او غږ خپرونه د ارواښاد محمد عمر عليم مړينه يوه ستره ضايع بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د بشپړ زغم هيله لري او په دغه وير کې د ارواښاد له کورنۍ سره ځان شريک ګڼي.ۤ
په درنښت
مجيد ژړاند
د کليوال ملګري ټولنې ريس