د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټولګی کی د ګروپی او مباحثوی کارارزښت په څه کی دی ؟

عادل 09.12.2015 11:54

په ټولګي کي د ګروپي او مباحثي کارارزښت په څه کي دي ؟
داچي د تدريس لپاره مختلف قسمه ميتودونه وجودلري اوهرميتود او طريقه په خاص ځاي او مــــوضوع لپاره د تطبيق او ارزښت وړدي ،نـــــودغه موضوع د ګروپــــي او مباحثي دميتودونو ارزښتونوپـــــه اړه ده ،نــــــوغواړم چي لومړي دغه ميتودونه په جلا جلاډول معرفي ورسته يي په ارزښتونوباندرڼاواچوم .
لومړي :مباحثي ميتود :Dialogue method
مباحثه د مکالمي يا صحبت کولو يوه بڼه ده اوپه عين وخت کي دافکارو تبادله ده ،چي د استدلال په واوسطه صورت مومي ،دمباحثي په وخت کي نظريي اومسلي تربحث لاندي نيول کيږي ،د بحث لاندي عنوانونه او موضوعات د ښوونکي يا زده کوونکي په واسط، ټاکل کيږي اوپه زړه پوري درسي فعليتونو لکه د فلم ،سلايدونو،نمايش ښودل ،کم پيداشيان اوداسي نورشيان په ټولګي کي تربحث لاندي نيسي ،په مباحثه کي تجزيه ،تحليل ،تفصيل اود مطلب خلاصه مهمي مرحلي ګڼل کيږي .
ددي لپاره چه مباحثه موُثره شي بايد لاندي نقطي په نظرکي ونیول شی .
 زده کوونکي بـــــــايــد د موضوع نزاکت مراعت کـــــــــــړي .
 د دوستۍ په فضاکي بــــــــــايد خبري او صحي فکروکړي .
 محدود زده کوونکي بايد مباحثه په انحصارکي وانخلي .
 ټول زده کوونکي بايد په خپل وخت کي خپل نظر وړاندي کړي .
 په مباحثه کي بايد موضوع معرفي شي ترڅو تحليل او تجزيه په ښه ډول صورت ونيسي .
 دمباحثي په وخت کي بايد ټولو ته په يوه اندازه وخت ورکول شي.
 دمباحثی په وختکی باید د فردي اختلافات دشاګرادنو په نظرکي ونيول شي اوهغه شاګردان چي ډيري خبري کوي بايد کنترول شي او په عوض کي خاموش شاګردان تشويق شي .
 دمباحثي لپاره بايد موضوع مشخصه وي ترڅو ښه مباحثه صورت ونيسي .
 په مباحثه کي بـــــــايد ديو عاجزترين شخص خبروتــه هم غوږونيول شي .
 پــه مباحثه کي بايد شاګردانو ته وخت ورکول شي ترڅو خپل بحث په مکمل ډول پاي ته ورسوي .
دمباحثي ميتود ارزښتونه
داچي هرميتود په خپل ځاي هم ګټي لري او نواقص ،نوغواړم چه د مباحثي دميتود ارزښتونوته په لاندی ډول اشاره وکړم .
 په مباحثه کــــــــــــــــــــي زده کوونکي څيړنـواو پــلټنوته هڅول کيږي .
 په مباحثه کي زده کوونکي د بحث دموادو زياته برخه په خپله برابروي .
 ښوونکي د زده کـــــــــــوونکــــــــو په ګډون د مباحثي پـــلان جوړوي .
 په مباحثه کي ښوونکي د زده کوونکو د پوښتنواو ځوابـــــونوځانګړي طريقي زده کوي .
 په مباحثه کي زده کوونکي دا زده کوي چه خپل نظريات او معلومات په مناسب وخت کي نورو ته وړاندي کړي .
 په مباحثه کي د زده کوونکود خبروکولو جراءت زيــــــــاتيږي .
 په مباحثه کي زده کوونکي په خبروکي نوبت اخيستل زده کوي .
 په مباحثه کــي د درس موضوع په ښه ډول انکشاف کــــــــوي .
 په مباحثه کي شاګردان عملاًپه درس کي برخه اخلي او خپله شاګرد دفعاليت مرکزوي .
 دشاګردانو د افهام او تفهيم مهارت انکشاف کوي .
 په مباحثه کی د زده کوونکی زهن انکشاف کوی .
 په مباحثه کی زده کوونکی کولای شی خپل مشکل د نورو ټولګیوالو څخه حل کړی .
دوهم :ګروپي ميتود ( Group work method )
ګروپي ميتود داسي يو ميتود دي چي زده کوونکي زيات کارکولوته هڅوي ،مشق او تمرين پکي زيات کيږي ،په دي ميتود کي ښوونکي د مذاکري ،مناقشي ،ارزيابي او نورومقصدونو لپاره زده کوونکي په کچنيو ګروپونو ويشي ،په ګروپي ميتودکي بايد دالاندي ټکي په پام کي ونيول شي ترڅویو ښه درسی فعالیت مواجراکړی وی .
 په ګروپي ميتود کي بايد زده کوونکي تعدادپه ګروپونوکي له ۳ څخه تر۶ تنوپوري وي ترڅو دافکاروتبادلي لپاره ښه فرصت وي .
 په ګروپي ميتودکي بايد جوړشوي ګروپونه نامګذاري شي او دګروپ مشربايد ورته وټاکل شي .
 دګروپـــــــــي کارلپاره دضرورت وړمواد بــايد له مخي امــــــــــــــاده شوي وي .
 د ګروپي کارپه لارښوونه کي موضوع ، هدف او دکارطريقه بايد ښه واضح شي .
 په ګروپي ميتود کي بايد شاګردان په دايروي اويــــاپه مخامخ ډول کيښنول شي .
 دګروپونو ترمنځ بايد کافي فاصله وجودولري ،ترڅو ښوونکي ددوي ترمنځ د ستونزودحل لپاره قدم ووهــــــــــــي اودهغوي نظارت وکــــــــړي اودبلـــــــــي خودګروپ دغړوترمنځ خبري دنوروګروپونومزاهمت ونکړي .
 دګروپي کارموضوع بــــــــايد د شاګــــــردانو دسوي مطابق وټـــــــــــاکل شي.
 ښوونکي دنظارت او کنترول برسيره دګروپونو لپاره دښه همکاررول ولوبوي .
 دګروپي کارغړي بايد وپوهول شي چي په ګروپ کي ټول يو ډول مسوُليت لري ترڅو کارکي فعاله برخه واخلی .
 دګروپي کاروخت بايد معين وي او زده کوونکوته ابلاغ شي .
 د دوهم ځلي ګروپی کار لپاره دګروپي کارغړي يوبــــــــل سره تبديل شي .

دګروپي ميتود ارزښتونه
څرنګه چي ګروپي ميتودپه اوس وخت کي د مهموميتودونوڅخه شميرل کيږي ،دتعليم او تربيي پوهان هم پدي تاکيدکوي چي ښوونکي بايد په خپل تدريس کي د دي ميتودڅخه زیات کارواخلي ،ځکه چي دادزياتو مثبتو ټکوپه درلودلو سره دښه ميتودونو څخه شميرل کيږي،دغه ټکي يي په لاندي ډول دي .
 ګروپي ميتود کي زده کوونکي د فعاليت مرکزوي .
 دګروپي ميتودڅخه په زياترو وختونوکي د مباحثي ،مناقشي ،مذاکري ،علمي کتني ،سوال او ځواب اوځيني نوروميتودونوکي کاراخيستل کيږي .
 ګروپي ميتودزده کوونکي زيات کاراوفعاليت کولوته هڅوي .
 په ګروپي ميتودکي زده کوونکوته داچانس برابروي ترڅو خپل احساسات او نظريات په ازاده توګه بيان کړي .
 په ګروپي ميتودکي ښوونکي هم کولاي شي چي خپل نظريات له زده کوونکوسره تبادله کړي .
 په ګروپي ميتود کي ښوونکي ددي لپاره چي خپل مسلکي مهارت لاپسي تقويه کړي،هغوي مجبوردي چي دخپل مسلک اړوند قوي مطالعه وکړي .
 په ګروپي ميتود کي زده کوونکي کولاي شي زياته پوهه ترلاسه کړي حتي دوي کولاي شي دخپل ملګروڅخه هم استفاده وکړي .
 په ګروپي ميتودکي ټول زده کوونکي دکارکولومسوُليت په غاړه لري .
 په ګروپي ميتودکي شاګردان دازادۍ احساس کوي.
 په ګروپی میتودشاګردان کولاي شي خپل کارپه خپله خوښه ترسره کړي .
 په ګروپي ميتود کي دتدريس معيارډير وچت دي .