د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایمل پسرلي “کیسه”

عمادالدین دوران 08.12.2015 16:33

“کیسه” د ایمل پسرلي د یوې لنډې کیسې نوم دی، چې د سپیدې په اتمه ګڼه کې مې ولوسته. د “کیسې” په لوستلو مې د داستاني ادب تنده ماته او د تنقیدي ادب تنده زیاته شوه. تنده خو مې ځکه زیاته شوه، چې یو خو مې د پروفیسر اسیر منګل په یو کتاب (د پښتو افسانې سل کلن بهیر) کې د ایمل پسرلي د ښو افسانو ذکر لوستی ؤ او بل مې د خپل طبعیت خلاف ډېره موده ادبي نقد نه ؤ کړی. نو؛ ومې غوښتل، هغه تبصره چې زه یې د یادې “کیسې” په اړه لرم، له لوستونکیو سره هم شریکه کړم.
تر ټولو لومړی باید د تنقیدي اصولو له غوښتنو سره سم د “کیسې” خوبیانې راوسپړو او روښانه یې کړو. زما په آند د دې “کیسې” یوه خوبي خو دا ده، چې د کیسې لپاره جالبه موضوع انتخاب شوې. جالبه په دې ده، چې د دوو مئینو سړې جذبې، چې عمرونه ژوند پرې تېر شوی بیا راتازه کوي؛ خو دا چې لیکوال د موضوع په وړاندې کولو کې څومره بریالی دی دا به وروسته ګورو . بله خوبي یې دا ده، چې په دې “کیسه” کې د نورو مینه محوره افسانو په شان نه د وفا لاپې شاپې شته او نه هم د جفا ګیلې مانې. یعني “کیسه” په یو متفاوت طرز پر مخ تللې ده. درېیمه خوبي یې د یو ښه پیل ده، چې لیکوال په یوې ښې مکالمې خپله “کیسه” پیلوي.
یوه یادونه باید وکړم او هغه دا چې زمونږ په ادبي چاپیریال کې د نقد او د نقد د زغملو فرهنګ لا تر اوسه هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې مونږ دې پرې بسنه وکړو. د دغه نقد پر لوستلو شاید ځینو لوستونکیو ته پوښتنه پیدا شي، چې کره کتونکي ولې د “کیسې” خامیانې ډېرې او خوبیانې کمې په ګوته کړي؟ حتمي نه ده، چې یو شی څومره نیمګړتیاوې لرې نو هماغومره خوبیانې به هم لري. زه خپلو لوستونکیو ته په پوره ریښتینولی دا خبره کوم، چې که په دې “کیسه” کې تر دې ډېرې خوبیانې ما لیدلې وای نو ما به یې حتمي یاده کوله او د هغو په اړه به مې خپل تاثرات له تاسو سره شریکول.
اوس به د “کیسې” په مکالمو خبره وکړو؛ ځکه لیکوال خپله “کیسه” په مکالمه پیل کړې ده. په داستاني ادب کې د پیغام د لېږد لپاره درې ذریعې (بیان، روایت او مکالمه) موجودې دي. په دې درې واړو کې غوره دا ګڼل کېږي، چې په یوه فن پاره کې د کرکټرونو تر منځ د مکالمې له لارې مفهوم وړاندې شي؛ ځکه ذهن صحنه په اسانۍ تصویروي او دغه تصویر تر ډېره په ذهن کې پاتې کېږي. ښاغلي لیکوال هم دلته هڅه کړې، چې خپل پیغام د لېږد د غوره ذریعې (مکالمې) له لارې تر خپلو لوستونکیو ورسوي؛ خو د نه بریالیتوب علت یې د مکالمې په څرنګوالي کې دی. په داستاني ادب کې مکالمې یوازې دا نه دي، چې یو کس پوښتنه وکړي او بل یې ځواب ورکړي. کله کله داسې کېږي، چې یو ډېر ښه مطلب د غیر ماهرانه مکالمې له وجې ټکنی کېږي او هنري ښکلا یې له منځه ځي. هره مکالمې په ډېره اسانۍ له تلوسې سره بدرګه کېدونکې ده؛ خو دا هر څه د لیکوال په شخصي مهارت پورې اړه لري. د بېلګې په توګه:
– احمد راغلی ؤ؟
– هو راغلی ؤ.
که له پورتنۍ مکالمې سره یوازې (خو) اضافه کړای شي؛ نو تلوسه، چې د داستاني ادب اساسي جز دی، راپیدا کوي. لکه:
– هو راغلی ؤ؛ خو…
دلته دغه (خو) د لوستونکي په زړه کې سل پوښتنې او سل خبرې رامنځته کوي، چې همدا پوښتنې او خبرې راپیدا کول تلوسه او په ټوله کې هنر ګڼل کېږي. مکالمه باید له اصلي مطلب نه علاوه ډېر نور ضمني مفاهیم ولري، چې یو خو د موضوع د طوالت لپاره زمینه سازي وکړي او بل کیسه خپل هنري رونق زباد کړي. زه د ښاغلي مصطفی سالک د (پاتې شه باران دی) ناول یوه جالبه مکالمه د یوي ښې بېلګه په توګه وړاندې کوم. دغه مکالمه د ناول په دوو مرکزي کرکټرونو(غزن او څانګه) او یو فرعي کرکټر(زرینې) پورې اړه لري. کله چې غزن خپلې څانګې ته د مینې د اظهار په منظور لیک استوي نو دا لیک ډېر ژور او هنري وي. دغه لیک د څانګې ملګرې زرینې پورې هم رسېږي او زرینه د لیک په اړه غزن ته په یوه مکالمه کې وايي:
(- که د الفاظو  جادوګري د مینې اثبات وي نو د بې زبانه مخلوق په مینه به څوک باور وکړي؟)
د ښاغلي لیکوال په “کیسه” کې هم مکالمې شته؛ خو جالبې نه دي او زیاتره یې ساده پوښتنې او ځوابونه دي. که یې لنډه ووایو نو په مکالمو کې یې هغه (خو) نه ده موجوده، چې تلوسه راپیدا کړي او په نهایت کې “کیسې” ته هنري ښکلا ور وبښي.
بله خبره په “کیسه” کې د یو ګډوله چاپیریال ده، چې ځیرک لوستونکی له ځانه سره نه شي ساتلی. په “کیسه” کې سپیره غرونه، رباب، ټیکری او شمعه د یو کلیوال تصویر اجزا دي. دغه راز شپږم منزل، میز او څوکۍ، سي ډي، د کتابونو المارۍ او کمپیوټر د یو ښاري تصویر برخې کېدای شي. لیکوال په خپله “کیسه” کې د دغو دواړو متضادو ماحولونو یو ګډ تصویر وړاندې کړی، چې د “کیسې” هنري اړخ ته یې صدمه رسولې ده. ښايي د دې وجه د ښاغلي لیکوال د ژوند ژواک ماحول وي، چې په یو غربي هیواد کې اوسېدلی دی او بیا له هغه ماحول نه متاثره انسان د یو شرقي هیواد او بالخصوص د پښتني ټولنې له روح او روان سره سمې افسانې لیکلو ته زړه ښه کړی دی.
درېیمه خبره په “کیسه” کې د هنري منطق کمرنګي ده، چې لوستونکي د خوند اخیستلو پر ځای نقد ته مجبوروي. لیکوال د “کیسي” دواړه کرکټرونه (ښځینه او نارینه) باذوقه معرفي کوي او په داسې یوه خونه کې یې سره مخ کوي، چې د کتابونو المارۍ پکې ایښې دي؛ خو یوه داسې خبره هم سره نه کوي، چې هغه دې له دغه ماحول سره څه خاص مناسبت ولري. د هنر منطق خو دا اجابوي، چې دیوې فن پارې دوه باذوقه کرکټرونه، چې د کتابونو په منځ کې ناست دي باید پر فلسفه، تصوف، ادب، ارواپوهنه، انسان پېژندنه او… خبرې اترې وکړي، نه دا چې:
(- مېړه دې ښه دی؟
– وي به.
– له تا سره؟
– څه خبر.)
دغه راز د “کيسې” په یو ځای کې لیکي:
“مخ یې وګرېد. لاس چې یې ورووړ، رسیدلې ږیرې ته یې پام شو. په زنه یې ورغوی کېښود. د ږیرې سپین تارونه یې پټول. مخ یې واړوه. له المارۍ لرې شو. بېرته کوچ ته ستون شو. دا یوه شېبه ولاړه وه. په دېوال یې انځور ته پام شو. ورته ودرېده. یو بوډا کتاب لوست، لاس یې تندي ته نیولی و. ویې ویل:
– بختور یې
– ولې؟
– عجیب ازاد ژوند لرې
– یوازیتوب زړه تنګوونکي دی.”
په پورته صحنه کې کې تاسو ګورئ، چې لیکوال خپله “کیسه” څومره غیر منطقي پر مخ وړي، چې نارینه کرکټر يې د ځوانۍ د بایللو د احساس له وجې د خپلې ږیرې سپین وېښته پټوي او ښځینه کرکټر ورته وايي، چې بختور یې. پښتانه متل کوي چې: (یو له لوږې مري او بل یې سره ته پراټې لټوي).
له پورته نقل شوې سحنې مخکې راځي:
“دې په شمعې خپلې نرۍ اوږدې ګوتې ورو ورو تېرولې، خپلې سینې ته یې نږدې کړه، سترګې یې کتابونو ته واوښتې. ده وپوښتله:
– داستانونه دې هم یو وخت خوښ و
– اوس مې هم خوښ دي.
– نو بدله شوې نه یې.
– نه ولې به بدلېږم.”
دلته څو خبرې دي. یو خو له پورته ډیالوګ څخه داسې معلومېږي، چې دواړو مئینانو ته دې ډېر عمر بعد د دیدن موقع په لاس ورغلي وي ځکه نارینه کرکټر خپلې محبوبې ته د یو وخت (یوه زمانه) مخکینی یاد ور په زړه کوي، چې هغه مهال یې داستانونه خوښ ؤ. دا نو هغه مهال دی، چې د نارینه کرکټر په ږیره کې سپین هم لګېدلي دي. معنا دا چې دواړو مئینانو عمرونه زمانه یو بل نه ؤ لیدلي. پکار خو دلته دا وه، چې د همدوغو عمرونو دیدنیو او هجر په اندازه د دوی د دیدن په صحنه کې د مینې شدت موجود وای او د یو بل په لیدلو یې لږ تر لږه د دوو رښتینو مئینانو پېښې کړې وای؛ خو متاسفانه چې په “کیسه” کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.
بله خبره دلته د کرکټرونو د عمرونو تر منځ د توپیر ده، چې د “کیسې” رنګ او خوند یې پیکه کړی دی. لیکوال د نارینه کرکټر د زړښت علامې په ګوتې کوي، چې په ږېره کې یې سپین تارونه راختلي؛ خو برعکس د ښځینه کرکټر د سپینو، مهینو او اوږدو ګوتو یاده کوي، د نازونو او قوي ذوق خبره یې کوي چې دا د یوې تنکۍ پېغلې نښې نښانې کېدای شي، نه د افسانې د نارینه کرکټر د عمر په اندازه د یوې ښځې چې په سر کې یې سپین هم لګېدلي وي.
په دې “کیسه” کې یو شمېر غیر ضروري او بې مناسبته جملې دي، چې د “کیسې” تلوسه یې ځای ځای ماته کړې ده. د بېلګې په توګه یوه مکالمه رانقلوو:
(- دا څویم منزل و؟
– شپږم.
– دلته چې یم لاندې هر څه کوچني راښکاري.)
هغه د دري ژبو خبره (یعنی چه؟). دا خو طبعي ده، چې څومره یو کس پورته خیژي هماغومره لاندې شیان واړه ورته ښکاري. د دې جملې مطلب او ضرورت څه ؤ، چې لیکوال په مکالمه کې ځای ورکړی دی؟ په “کیسه” کې دغه ډول بېلګې نورې هم شته؛ خو مونږ ترې د وخت د کمښت له امله تېرېږو.
“کرکټر” د کیسې هغه برخه ده، چې بې له دې د کیسې وجود محال دی. په کیسه کې چې د کرکټر تصویر هر څومره روښانه وي، په هماغه اندازه لوستونکی جذبوي. د کرکټر تت تصویر د کیسې تلوسه په ابهام بدلوي او هغه لازم زړه راښکون چې یوه کیسه یې باید ولري، نه پاتې کېږي. د ښاغلي لیکوال  په “کیسه” کې هم د کرکټرونو د تصویر تتوالي د “کیسې” رنګ او خوند پیکه کړی دی. د بېلګې په توګه ښځینه کرکټر یو ځل شمعه خپلې پوزې ته نیسي او بوی کوي یې، بیا د کتابونو الماري ته ورځي او کتابونه بوی کوي، بیا د خپل مئین وېښته بوی کوی او په آخر کې د هغه د بدن د بوی د احساسولو خبره کوي. دلته لوستونکی مشوش کېږي چې دا ښځینه کرکټر یو نورمال انسان دی او که کومه شیشکه ده، چې هر څه بوی کوي؟
د دې “کیسې” د ضعف بل ټکی دا دی، چې ځینې پېښې یې د ټولنې له کلتوري اصولو، اخلاقي معیارونو او دیني باورونو سره په ټکر کې واقع شوې دي، چې یوه مېړوښه ښځه د چا د بدن بوی احساسوي.
اخري خبره له “کیسې” سره د “کیسې” د نوم د مطابق او مناسبت ده. د “کیسې” نوم له “کیسې” سره څه تړاؤ ځکه نه لري، چې د “کیسې” نوم د “کیسې” له موضوع سره څه تړاؤ نه لري. د “کیسې” موضوع تر ډېره په عشق راڅرخي. دواړه کرکټرونه(مئینان) ډېره موده پس یو بل وینې او د زړه خواله سره کوي. د یو بل د ژوند په اړه پوښتنې کوي او په پای کې نارینه کرکټر کیني او دغه کیسه لیکي. د “کیسې” له لوستلو وروسته لوستونکی داسې فکر کوي، چې ګواکې لیکوال خپلو لوستونکیو ته د لنډې کیسې لیکلو چل ورښيي چې کیسه لیکل یعني دومره اسان کار دی؛ ځکه په “کیسه” کې هیڅ داسې پېښه نشته چې هغه دې د “کیسې” کرکټر کیسې لیکلو ته تحریک کړي. زما په آند که دغه ډول لیکونه زمونږ په خپرونو کې د لنډې کیسې په نوم وچلېږي؛ نو د ادب ځیني سطحي لوستونکي به له یوي لویي غلط فهمۍ سره مخ شي، دوی به داسې فکر وکړي، چې د خپلې معشوقې د ملاقات مختصر ګزارش او خاطرې ته لنډه کیسه ویل کېږي.
لنډه کیسه هغه ده، چې د لوستونکي احساسات راوپاروي. د لوستونکي د مینې جذبه تازه او بیا راژوندۍ کړي، زړه ته یې سکون او یا له مینې ډک اضطراب ور وبښي، د ښکلا حس یې نور هم پیاوړی کړي او د عشق له رنګ او نور سره اشنايي لا پخه کړي، له ظالم نه یې کرکه او له مظلوم سره یې خواخوږي پیدا کړي، د عدل پر ښې پایلې او بې عدالتۍ پر بدو عواقبو یې لا باورمند کړي او… په مجموع کې غوره کیسه هغه ده، چې د لوستونکي رضایت پرې حاصل شي؛ خو بدبختانه چې د ښاغلي لیکوال دا  “کیسه” د لوستونکي د زړه پر ځای ذهن ته اپیل کوي، لوستونکی داسې فکر کوي، چې لیکوال تېر ایستی او په خپلو تورو کرښو یې د دهٔ وخت ور ضایع کړی او بس.
په دې هیله، چې زما په دې طبعیي تنده لهجه د ښاغلي لیکوال خاطر نه وي دروند شوی.