د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام له نظره د بدلون بنسټ

محمد انور ولید 08.12.2015 12:12

د اسلامي ټولنو اصلاح یو ساده او آسانه کار نه دئ . ځکه پرته له یوې دقیقې نقشې او معقولې کړنلارې څخه د انساني ټو لنو اصلاح نا ممکنه ده . انساني اصلاح چې په حقیقت کې ویده ضمیرونه ور سره را ويښېږي او انساني معاشره جوړوي ـ د بشپړ انساني تعمیر رغولو له پاره یو داسې انساني بنأ او معمار په کار دئ چې د هغه تخصص او وړتیا په ټولو بشري ټولنو کې یوه بې ساري بېلګه وي . ترڅو موجوده او راتلونکي نسلونه یې له فیضونو او فضیلتونو څخه  برخمن او خصلت او سیرت یې د یوې وجیبې او سنت په توګه په خپل ژوند کې پر ځان باندې عملي کړي .
خو د یوې ټولنې وګړي هغه وخت د غفلت له خوبه را ویښېږي، درکود حالت یې پر خوځېدو راځي  او د سمون او اصلاح خواته روا نېږي چې د یوه ریښتیني تعهد پر بنسټ د داسې ښوونې او روزنې څخه برخمن او د انساني سلیم فطرت ټولو غوښتنو ته ځواب ووایي.خو نوموړې ښوونه او روزنه باید په لاندې برخو کې د بدلون سبب جوړه شي :

    د انساني اټکل او ارزونې په معیارونو کې ( د علمي او جسمي ځواک په لرولو سره ) .
    د ژوند په مختلفو اړخونو کې  د ځان اونورو په اړوند په تصمیم نیولواو پرېکړوکې .
    د ځان اوخواوشا چاپېریال د مسؤولیتونو په هکله .

کله چې د یوې ټولنې د وګړو د پوهې او ارزونې کچه داسې سطحې ته ورسېږي چې په هغې کې پورتني بدلونونه را مینځته شي ، همدلته نوموړې ټولنې د سوله ییز بدلون په لورخوځېږي .
الله تعالی د قرآنکریم د رعد سورت په (یوولسم) آیت کې د بشري ټولنو د بدلون په اړه د یوه بنسټيز عامل یادونه کوي او داسې فرمایي :
( انَّ اللهَ لا یغیّرُ ما بقوم حتّی یغیّرُوا ما بانفسهم )
ژباړه : ( الله تعالی د هېڅ قوم (ملیت) حالت ( وضعیت ) ته بدلون نه ورکوي، تر څو چې هغوی د خپلو نفسونوپه حالت (وضعیت ) کې خپله بدلون را نه وړي. د رعد سورت (یوولسم) آیت
د وضعیت او حالت د بدلون څخه مطلب دادئ چې په انساني ذهنیتونو ، کړنو او د ژوند په ټولنیزو مناسباتو کې باید بدلون (انقلاب ) راشي . بد خویونه ، رواجونه او خصلتونه باید لیرې ، او پر ځای یې ښه خویونه (بشپړ انساني سیرتونه ) ، رواجونه او دودونه مینځته راشي . ددې معنا داده چې انسان د خپلې انساني دندې  ، مکلفیت او سالم عقل له مخې مجبوردئ چې له خپله ځانه څخه ټول رذیله خواص لیرې ـ او پرځای یې حمیده صفات خپل کړي .  
د بېلګې په توګه :
له بېرحمۍ څخه د ترحم ، له کرکې څخه د مینې ، له دښمنۍ څخه د ورور ولۍ ، له بدبختۍ څخه د نېک بختۍ ، له جهالت څخه د پوهې ، له ذلت څخه د عزت ، له غلامۍ څخه د آزادۍ ، له خوب څخه د ويښتیا ، له رکود څخه د خوځښت ، له بې تصمیمۍ څخه د تصمیم نیولو  ،  له برده ګۍ څخه د خپلواکې رهبرۍ ، له بې اتفاقۍ څخه د اعتصام اواتفاق ، له جګړې څخه د ريښتینې سولې... او نورې افادې او مفاهیم شامل دي چې انسان باید مثبتو اړخونو ته بیړه وکړي او د منفي اړخونو په باب په ټول انساني کرېکټر سره په خورا احتیاط خنډونه او بندیزونه لیرې کړي . تر څو د راتلونکو په وړاندې ژوبلېدونکې ستونزې ترې را ولاړې نه شي .
بدلون تل له انسان څخه پیلېږي . په انساني تصور او تفکر کې د بدلون بنسټ د خپل ځان او هغه وضعیت (ټولنیزو مناسباتو ) په اړه چې نوموړی انسان په کې استوګن دئ ـ پیلېږي . داسې بدلونونه چې له مخې یې انسان وکړای شي په خپلو اعمالو باندې بشپړ کنټرول او تسلط ولري ، ښه له بدو تمیز (فرق) کړی شي ، د خپل ځان او نورو په اصلاح کې اړینې کړنې تر سره کړای شي .
په حقیقت کې د بدلون بنسټ په الله تعالی او آخرت باندې د ايمان او باور څخه پیلېږي . ایمان په انسان کې دداخلي (ضمیر) د رڼا سبب جوړېږي . چې د نوموړې رڼا په واسطه موږ خپل داخلي چاپېریال (مثبت او منفي افکار ، غوښتنې ، اړتیاوې.... ) سره پېژنو. همدارنګه ددې رڼا په واسطه موږ دباندې چاپېریال د اړیکو او تمایلاتو څرنګوالی د انساني سوله ییزسلیم فطرت سره پرتله کولای شو .
تاسې کولای شۍ چې ښه له بد ، حق له باطل ، او سوله له فساد څخه توپیر اوسره بېله کړۍ . هغه بدلونونه چې پر الله تعالی باندې د ایمان ـ او د ایمان د غوښتنو له اغېزو څخه را مینځته کېږي ، په ځانګړي او ټولنیز ژوندانه کې د مثبتو بدلونونو سبب ګرځي . ایمان په حقیقت کې انسان ته د انسانیت ژوند ور بښي . چې دغه ژوند له حیواني ژوند څخه په کامله توګه توپیر لري . ددې ژوند خصوصیت دادئ چې له خپل ځان او نورو انسانانو څخه د فساد او ظلم د ټولو بڼو څخه د نجات او خلاصون هڅه کوي .
تمرین : څنګه کولای شو په خپله ټولنه کې د سولې پر لور د دوامدار بدلون نقشه جوړه کړو ؟