د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی پوهنیار محمد تنها لوړو زدکړو تنده

افغان تحرک 08.12.2015 12:09

دلته د ښاغلی پوهنیار محمد تنها چه د آلمان په هنوفر ښار په پوهنتون کې د یو کوښښی او مستعد افغان په حیث علم تحصیلوی، یو اظهار نقلیږی. سره له دی نه چه د ښاغلی تنها دا مکتوبی اظهارات په BBC کی خپاره شوی دی، کولای شی چه د یو "ښکلی تکرار" او یا د یو "احسن تکرار" په توګه دلته هم ځای نیسی.

ښاغلی پوهنیار محمد تنها د پي اېچ ‌‌‌‌‌‌ډي او یا د دکتورا علمی درجه د څېړونکی په حیث، خپل لوړو زدکړو تنده، د ١٣٩٤ کال د لیندۍ په پنځه لسمه نیته کی، په BBBC کی، د "د زدکړو په بهير کې د باور بحران" تر عنوان لاندی، داسی بیانوی:

"له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته مې لومړۍ هڅه دا وه چې لوړو زدکړو ته دوام ورکړم، په هغه وخت کې مې ټولې موجودې لارې وکارولې تر څو بهر ته د لوړو زدکړو لپاره ولاړ شم.

د يوې ازادې سيالۍ په پای کې د جرمني د ډاډ بورسونو ماسټري پروګرام ته بريالی شوم. د ۲۰۰۸ کال په اوړي کې د ۱۳ نورو افغانانو سره جرمني ته د ماسټرۍ لپاره راغلم، زمونږ په ډله کې د پوهنتون له تخنيکي او مسلکي استاد څخه نيولې بيا تر شاعر او اديب پورې ټول شامل وو.

په دې ډله کې داسې کسان هم ول چې له کلونو ځنډ او کار وروسته يې بېرته زدکړو ته مخه کړې وه، د دوۍ ستر ډار دا وو چې له دومره اوږده ځنډ وروسته به بېرته څنګه سبق پيلوو ؟

خو برعکس ځينې چې د پوهنتون استادان او د زدکړې له بهير سره اشنا ول نو په ځان يې باور دومره زيات وو چې له سره يې په دې ډول چورتونو باندې وخت نه ضايع کاوه، خو ټولو ته خوښوونکی حقيقت دا وو چې ټول اروپا ته په راتګ يو ډول نه يو ډول خوشاله ول، ټولو فکر کاوه چې ګواکې له سره یې یو عصري ژوند پیل کړی.

د ژبې له دوه میاشتني کورس څخه وروسته هر یو په خپله ټاکلې درسي څانګه کې خپل ټاکلي ښار او پوهنتون ته ولاړل. د ارواپوهنې له اړخه ډار او په ځان بې محاسبې باور دواړه يو عادي فکري حالت نه بلکې یو ګډوډ فکري حالت دی، دې حالت زمونږ دواړو ډلو د زدکړو په بهیر هم نېغه اغیزه وکړه.

مونږ چې کله خپلو پوهنتونونو کې ځای پر ځای شوو نو تر ډېرو مو هڅه وکړه چې يو له بل سره اړیکه پرې نکړو، هر یوه د خپلو زدکړو له بهیره سر ټکاوه، هغه چې ډېر په ځان باوري ول دا حقیقت یې درک کړ چې د اروپا لوړو زدکړو سویې په پرتله هغه څه چې دوۍ لوستي له سره د لوړو زدکړو په کتار کې نه راځي بلکې په ښوونځیو کې لوستل کېږئ، همدارنګه په هغو کسانو کې چې له اوږده ځنډ وروسته یې بیرته زدکړو ته مخه کړې وه د ډار حد دومره پاړسوب کړی وو چې ځان یې له سره په اروپا کې لوړو زدکړو جوګه نه بلل او ځینو خو ان د لومړي سمېستر له ختمېدو مخکې پوهنتون پرېښود یا یې پناه ورکړه او یا هم بېرته افغانستان ته ستانه شول.

زما په ګډون هغه چې پاتې شول بلا ستونزو ته یې غېږه ورکړه، ښه مې په یاد دي کله چې لومړی ځل د کوانټم میخانیک لکچر کې چې مونږ کابل پوهنتون کې هم لوستی وو کېناستم نو په دې مسلک کې نږدې ځان نالوستی راته ښکاره سو، ټول هغه څه چې مونږ کابل پوهنتون کې په بشپړ سمېستر کې لوستي ول دلته یې په یوه اونۍ کې راباندې خلاص کړل.

د دوهمې اونۍ لکچر څخه مخکې پروفیسور ته ورغلم، بهانې مې شروع کړې، ما ويل ما خو په یوه جګړه ځپلي هیواد کې زدکړې کړې، زه خو دا لکچر نور نشم تعقیبولای، یا به دا ماسټري پرېږدم او یا هم تاسو وعده وکړئ چې په آزموینه کې مرسته راسره کوئ او کامیابوئ مې.

پروفیسور مې چې ډېر مهربانه، خواخوږي خو اصولي کس وو راته ویې ویل چې “زه ستا ټول مجبوریتونه او نیمګړتیاوې درک کوم خو زیار اوباسه، زه مرسته درسره کوم،هر وخت کولای شې راشې، په ایمیل او ټلیپانه پوښتنه راڅخه وکړې، په فارغ وخت کې کولای شې ان زما کور ته راشې خو دا جرمني دی مونږ دلته چا ته ډګري په تحفه کې نشو ورکولای”

د پروفیسور خبرې مې له دې تمه ویستله چې ګواکې زه دې په زاریو، غبن او یا هم بله لاره کامیاب شم، درس ویل یواځينۍ لاره وه.

دې چارې حل لپاره مې کلک هوډ وکړ، لومړی مې هڅه وکړه خپله سویه په خپله ځانته معلومه کړم، د پوهنتون استادي په پلمه هغه مجازي باور چې مې په ځان درلود هغه لرې او په حقیقي ډول پوه شم چې په څومره پوهېږم؟ څومره نور باید پوه شم چې د جرمني درسي سویې ته ځان برابر کړم او له کومه بیا تیاری پیل کړم ؟

په واقعي مانا سره مې دا کار پیل کړ، دې چارې نږدې یو کال واخیست تر څو زه ځان د جرمني زدکړو سویې سره د پرتلې جوګه وبولم، په دې یوه کال کې د ښوونځي له زدکوونکي نیولې بیا تر پروفیسور پورې له هیچا په پوښتنه کولو ونه شرمېدم، هیڅ مې هڅه ونکړه تر څو فارغ وخت ولرم، بې له سبق څخه مې نږدې له هرڅه او هرچا سره اړیکه پرې کړه.

د ژوند همدې یوه کال زه دومره په پښو ودرولم چې ان لا تراوسه چې مې د ډاکټرۍ په دوره کې په څه سر نشي خلاص د هغه وخت خپل شارټ نوټونه ګورم.

په لوړو زدکړو کې زمونږ ډېرو ستونزه زمونږ ټیم غړو ته ورته ستونزه وي، یا مو بې له محاسبې زیات ډار او یا هم بې له محاسبې زیات باور دې ته اړ باسي چې د لوړو زدکړو نه کولو ته بهانې ولټوو، د خپلو ناراستیو پړه په شرایطو واچوو او بالاخره له لوړو زدکړو محرومه پاتې شو.

زما شخصي تجربې په اساس فکر کوم هغه څه چې مونږ د لوړو زدکړو له بهیره را ګرځوي د کلک هوډ نه لرل، د شرایطو ناسم تحلیل، ناراستي او د آزموینو ډار دی. مونږ باید لوړې زدکړې د ژوند هدف وګرځوو تر څو هدف ته د رسېدو لپاره هره ممکنه لاره کې پرتې ستونزې هوارې کړو، لوړې زدکړې یواځې د تحصیلي درجې او آزموینو کې کامیابېدو په پار نه بلکې د یوې اکاډمیکې سویې حاصلولو په پار وکړو.

په دې هیله چې تر بل هرڅه مو لوړو زدکړو ته تنده ډېره شئ."

د ښاغلی پوهنیار محمد تنها اظهار ختم.


د سولی، ثبات، عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله