د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوعا مجرم!!

توریالی ملیار 06.12.2015 12:53

ایله د جومات د منځ لرګینه ستنه او سړي د جومات د وړو کړکیو تتې رڼا ته لږ- لږ ښکاریدل، دوعا چې څنګه خلاصه شوه سپین ږیري د زړه له درده غږ وکړ ملاصاحب یوه بله دوعا به هم وکړو چې الله دې وطن ته سوله را ولي...

ملاصاحب لاسونه پورته کړل خو دوعا یې په پټه خوله او لنډه وکړه سمدستي صفونه خواره شول او خلک له جوماته مخ د کورو نو پر خوا ووتل.

ملا صاحب د کلي د نايي په وار و غږ یې پرې وکړ او د زړې کلا په خوا زړه نازړه روان شو.

سپین ږیری له جوماته لږ لیرې خپل خټین کور ته په سپينه دوړنه لار روان وو په هدیره کې د ۵ ځوانانو په نویو قبرونو تازه بیرغونه شمال پړقول- ژړغونې سترګې یې د قبرونو خواته واړولې په غریو یې د دوعا لاسونه پورته کړل: ځوانانو الله مو وبښه او الله دې نور دې وطن ته سوله راولي!

د دوعا له ختمیدو سره سم یې مخې ته دوه درۍ پوز تړلي راپورته شول یوه ورته کړل:

په جهاد عقیده نه لرې چې په هره ښه او بده کې د سولې چیغې وهې!! ملحده!! کافره!! په بل یې امر وکړ وې ویې لیږه څو درزونه پورته شول او سپین ږیری د سولې د دوعا قرباني شو پوز تړلي ولاړل کلي وال را ورسیدل خانو اکه په خړو خاورو کې خپله سا ورکړې وه.

سبا پینځه قبرونه ۶ وو.

ماښام ملاصاحب خانو په دوعا کې یاد نه کړ!!