د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وسله والو شخړو او جګړو تاوانونه

محمد انور ولید 02.12.2015 11:10

د وسله والو شخړو او جګړو د زیانونو د کچې را ټيټولو مفکوره او دقیقه ارزونه ددې له پاره را مینځته شوې ده چې د شخړو د حل او سولې ساتنې له پاره متبادلې لارې په نښه ، له جګړوڅخه د مخنیوي او د شخړو د سوله ییز حل په هڅوکې مرسته وکړي .
دا یو څرګند حقیقت دئ چې د شخړو او جګړو تاوانونو انسانان یو تر بله د خپل ژوند د بقأ ، چاپېریال ساتنې او اړیکو ټینګولوته سره اړکړي دي . انسانان کولای شي چې ددې زیانونو مخه ونیسي . خو ددې تاوانونو مخنیوی د اسلامي ورورولۍ د پراختیا او خونديتوب له پاره الله (ج) د رسول الله (ص) د سیرت په ژوندیو نمونوکې د شخړو د سوله ییز حل ، سوله ییزو مهارتونو او مثبتو بدلونونو له لارې ممکن کړي دي . نه د کفري مرکو، قبایْلي مچېلګو، نهه ګونیو او نورو ناروا او غیر معروفوجاهلي دودونو له لارې.
د وسله والو شخړو او جګړو له امله نه یوازې انساني او نور تلفات مل وي ، بلکې پر دې سر بېره اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز ، رواني ، خدماتي ، او د چاپېریال ساتنې زیانونه هم له ځانه سره لري . مهاجرتونه ، بې کورۍ ، بېکارۍ ، بېوزلۍ ، بې عدالتۍ ، بېرحمۍ ، وېرې ، کرکې ، نا امنۍ ، کورنۍ او بهرنۍ مداخلې ، او د ډول ډول ناروغیو خپرېدل د انسان ژوند له راز راز ګواښونو سره مخ کوي . په شخړو او جګړو کې ټول انساني ارزښتونه لکه ( انساني درناوی ، انساني مینه او خواخوږي ، صداقت ، زړه سوی ، صبر ، مرسته کول ، عدالت ، انصاف ، اعتماد او باور.... ) له مینځه ځي او ځای يې بې عدالتي ، بې انصافي ، بې اعتمادي ، بې رحمي ، کینه ، نفرت ، تعصب، تبعیض..... او داسې نور نیسي .
په داسې ټولنیز چا پېریال او کرغېړنو اړیکو کې د ژوند ټول خدای ورکړي انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي ځای یې غیر انساني ارزښتونه نیسي او هغه لا پسې پیاوړي کېږي او خورېږي . ژوند خپل اصلي رنګ ، خوند او ښکلا په کې له لاسه ورکوي .
د خوابدۍ ځای خو لا دادئ چې موږ د شمسي نظام په هغه سیاره کې اوسېږو چې الله تعالی په خپل بالغه حکمت سره د طبیعي سوله ییز برخمن ژوند او په موږ پورې اړوندو نورو ذي روح او غیر ذي روح شیانو له پاره ډيزاین کړې او پیدا کړې ده . په همدې کوچینۍ ښایسته کُره ( ځمکه ) کې د اکثرو دولتونو ډېر لوی تشکیلات ، پانګې ، مصارف ( لګښتونه ) او نور څيزونه زېرمه کېږي ، چې څنګه جګړه وکړي ، څه ډول د خپلو ګټو خوندي کولو له پاره قوانین په کې نافذ او حاکم کړي ، څه ډول د سرغړونو جزأ ګانې سره تدوین او تطبیق کړي ، او ددې په عکس دېته ډېره پاملرنه کېږي چې څنګه جګړه ودروي ، څه ډول د شخړو او تاو تریخوالي عوامل له مینځه یوسي ،  د ټولو په ګټه څنګه قوانین اصلاح کړي ، څنګه عدالت تأمین کړي ، څنګه خدمات وړاندې کړي.... او نور .