د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاعر په ګمرک کې

توریالی ملیار 01.12.2015 12:26

د غزل شپې لپاره د لسګونو موټرو له ډرېورانو او کلینرانو د غزل شپې د حق عضویت پیسې واخیستل شوې، پیسې د نفر پر سر ۱۲۰۰ افغانۍ کیدلې او په بدل کې ورته د ښې غوړې شوروا خبر او د شته ټرانزیتي مشکلاتو د حل زیری ورکول شو.

ماخوستن د غزل شپه د شعرونو په باران کې بدرګه کېدله، د ګمرک مشر په شاعرانه انداز مګر امرانه ډول د لاریو په ډریورانو غږ وکړ چې له خپلو موټرو څخه ټول پخواني او بې معنی شعرونه لرې کړې ځکه هغه کلتوري ماحول خرابوي او اوس دوی اړ دي د شعر له نوې بڼې سره نوي شعرونه د خپلو موټرونو په ټنډو او لکیو ولګوي.

ګمرکوال صاحب یو څو بیتونه وویل او بیا یې پرې لیکلې مقاله هم وړاندې کړه:

ګټه پکې نشته موږ دا ښکلي پکې وړو را وړو هسې خلک وايي کرولا والا مالداره شو
زه یم رینجر غواګۍ کروزر به را نه مخکې نشي دوی چې ګردیز ته رسي زه به په کابل کې یمه
راځه راپسې د سترګو توره نیوی مې نشې راپسې ګوره

په مقاله کې راغلي وو چې دغه ډول شعرونه د موټرو د تیز ځغلولو سبب کیږي او یا ډرېوران له کار وبار چپ په بل مسیر بیايي، خو ده وویل د دې لپاره موږ باید یو بل شعري بدیل ولرو چې دغه کار د یوه فرمان بڼه هم لري. دغه فرمان په دریو فقرو کې داسې وړاندې شو:

۱: په هر موټر چې شعر نه وي لیکل شوی او یا هم پرې کوم مبتذل او بې معني بیت چسپيدلی وي نو ګمرکي تعرفه به نه ورکول کیږي او موټر ته به یې د خوځيدو اجازه نه وي.

۲: هغه چې د اوسنۍ زمانې د تکړه شاعرانو شعرونه یې لیکلي وو نو ګمرکي تعرفه به ژر ورکول شي.

۳: هغو چې د ګمرک د مسوول شعر لیکلی و نو له ۵ فیصده تعرفې به معاف وي.

د موټر وانانو له خوا د ګمرک د مسوول خبره په چکچکو بدرګه شوه خو دلته یو سوال را مخې ته شو چې موټروانان به څنګه د شاعر ګمرکوال شعرونه پیژني؟ دغه مهال د پروګرام ویاند په ترنم یوه شاعرانه اشاره وکړه:

کتاب د شعر په میز پروت دی اوس یې پرده له مخې لیرې کړه مینه

ورسره سم د ګمرک دوو نورو شاعروانو د لوی میز له سره هغه پرده کش کړه چې د ګمرکي شاعر د شعرونو ټولګه ورباندې په درجنو درجنو پرته وه له ډریورانو وغوښتل شول چې د ۱۵۰ افغانیو په بدل کې چې ناچیز شی دی دغه له ارزښتونو ډک شعري جونګ تر لاسه کړي.

ډریورانو په بیړه دغه کتابونه واخیستل مګر دلته ستونزه دا وه چې دغه شعرونه څه ډول په خپلو موټرو ولیکي د شپې په همدغه مهال یوه دروازه پرانیستل شوه چې پکې ګڼ خطاتان او رنګمالان له ښکلیو او ډول ډول رنګونو سره یو ځای ولاړ وو ډریورانو ته وویل شول چې هر رنګمال ته دې د یوه بیت پر سر ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي چې له موټرو یې بې معنی مسجعات لیرې او پر ځای یې ښکلي شاعرانه بیتونه رنګین او منقش کړي.

کله چې خطاطان او رنګمالان د ګمرک انګړ ته را ووتل نو تپه تیاره وه او خطاطانو وویل چې په داسې تیاره کې لیکل او رنګول نشي تر سره کیدلی نو لار ښود سمدستي د شعر په یوه لنډ بیت کې د بریښنا د تیاریدو زیری ورکړ چې مخکې یې لا ترتیب نیول شوی دی د څو ثانیو لپاره جنرټر چالان او د ګمرک پارګنګ روښانه کړای شو، بیا سمدستي ګل او تیاره یو ځل بیا خوره شوه ډریورانو ته د شعر په ژبه اعلان وشو چې د یوه ساعت بریښنا په بدل کې دې هر ډریور ۵۰۰ افغانۍ چې ناچیزه پیسي دي ورکړي تر څو یې موټر د ښکلو شعرونو په رنګین پسول ښایسته شي.

ډریوران مجبور وو چې کار یې زر خلاص شي نو دا کار یې هم وکړ لا مخکې ورته د ټولو موټرو درنګین کولو لپاره ۳ ساعته وخت په پام کې نیول شوی و چې هر ډریور ۱۵۰۰ افغانۍ هم خزانې ته تحویل کړې.

د غزل ماښام د ډریورانو د انتظار همدا وروستۍ شپه وه سبا موټر د شاعر ګمرکي په شعرونو رنګین شوي وو، په هر موټر کې د شاعر یو یو کتاب ایښی و او موټر یو پر بل پسې له ګمرکه ووتل.

څه وخت وروسته د ګمرک د لوړ رتبه مامورینو شخصی عواید ۳۹ او د ګمرک عواید ۹ سلنه ډیر شوي وو توپیر یې دومره وو چې له ۹ سلنه عوایدو یې سرکار خبر مګر له ۳۹ سلنې خبر نه شو.

عاجل د سرکار فرمان خپور شو:

ډېر زر به د ګمرکي فعالیتونو د شفاف بهیر او عوایدو د ډیرښت په موخه نور ګڼ شاعران د ګمرکونو په چارو وګومارل شي!!
ومن الله توفیق

دغه فرمان تر توشیح وروسته د عمل په جامه ننوتلی بولئ!!