د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټیرو اخونزاده

توریالی ملیار 29.11.2015 13:11

نوم یې خیر الله و بیا خیرو او ورپسې له ریشخنده ټیرو شو، نه ځوانکیو ورسره ساتیري کوله نه چا ورسره په خیرات توی کې ډوډۍ خوړه بس ټولو ترې ځان را ټولاوه وې ککړ دی.

ټیرو چې لږ را لوی شو نو نن په غلا ګیر شوی، نن په هلک ګیر شوی، نن له کومې تور سرې سره په خبرو شکمن ګڼل شوی همداسې نومونه پرې تړل کیدل چې ورسره د خلکو پام هم ور واښت، چې لږ نور هم را ببر شو نو څو سمې دمې غلا ګانې یې وکړې څو یې د عزت خلک ووهل او څو یې وګواښل له هغې وروسته یې رتبه مخ په لوړېدو شوه او پر مخ خو لا څه چې چا پسي شا هم ټيرو نه شوای بللی او له ټيرو بېرته خیرو جوړ شو.

ټیرو په غلا وو، لواتت او بدماشۍ مشهوریده خو بالعکس یې د خلکو تر منځ نوم او ارزښت هم ډېرېده او څه وخت وروسته ترې ببو جوړ شو نو ځکه ورته خلکو هغه وخت له ډاره خیرو هم نه شوای ویلی او خیرو د خیر الله رتبې ته وخوت، ښه مست ګرځیده د ولسوالۍ په حکومتیانو یې هم سترګه نه ډکېده او ځانونه یې ترې پووه.

پټ چې هرڅه وو خو یوه ورځ پرې بده راغله او له مرکزه پرې لویه چا په پریوته، خیر الله یې له کلي کور ورک کړ، اوس نو د جومات او پیتاوي خبرې ټولې په خیر الله کې وې د مجلسیانو په خولو کې یې یوه رتبه بیرته را ښکته شوه اوخیر الله بیرته خیرو شو، شپې ورځې تیرېدېلې بیا میاشتې او کلونه شول چې د خیرو د را خوشي کیدلو اوازه شوه او خیر الله په ریښتیا هم تر کلي کوره راورسېد، ډله ډله خلک ستړي مشي ته ورتلل سپین پاج یې تړلی و ږیره یې پری ایښې وه بریت یی اصلاح کړي وو او خلکو په خورا احترام او ده په ډېر غرورو له خلکو سره ستړي مشي کول دا وخت به نو یوه نیم پرې هغه د پلار نیکه لقب هم لوراوه او خیرالله سره یې اخونزاده صاحب هم ملګری کاوه همداسې چې څو ورځې ووتې ټیرو اخونزاده صاحب شو.

اخونزداده صاحب څو ورځې وروسته د ملا چارګول له لور سره تار وزغلاوه دواړه مینان شول د واده د لګښت وسه یې نه وه د چارګل لور یې نیغه بیغه خپل کور ته وتښتوله د چار ګل لور ولاړه!! د چار ګل لور ولاړه !! له چا سره ولاړه؟؟ له خیرالله خونزاده سره، له ډاره چا ورمیږ هم نه شوای ور کږولی ځان یې په مفته کې د ښځې څښتن کړ.

اخونزاده صاحب دا ځل د غلو یوه ډله جوړه کړه چرس، پوډر کباب شراب خو چې د لمانځه او جمعې وخت به شو نو بیا تر ټولو به په بیړه دی مخکې شو د لمانځه د صفونو مخې ته بیرته را تاو شو د صفونو د برابرولو غږ به یې وکړ داقامت امر به یې وړاندې کړ او الله اکبر ښه په قیل او قال به یې لمونځ ورکړ ورپسې اوږده دوعا، دو عانه بلکې ښيراوې کفارو او امریکایانو ته.

پرون یې بیا د دروازې مخې ته بیرو بار وو، چرسیان بنګیان یې دا ځل په خاورینو دریشيو کې ټوپک په لاس تاویدل، سپینه ډاډسن یې د دروازې مخې ته ولاړه وه.

ملنګ عبد الحنان راته کړل وې ټیرو د اربکیو قوماندان شو!!