د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول په یوه جمله کی ٢

افغان تحرک 29.11.2015 12:11

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول:

هر کله چه مونږ افغانان خپل احساسات ژبنیز کړو، بیا انشالله بین الافغانی صلح ته رسیږو!

یعنی:

جګړه د احساساتو (emotions) د تصادماتو پر ذریعه رامینځ ته راځی او په یو جګړه ییزه حالت او وضعیت کی زمونږ احساسات انبساط، پراختیا او حتی چاودنه لری، په عین وخت کی زمونږ ژبه انقباض، زمونږ خبری او وینا بندښت او تتلګي اختیاروی.

زمونږ صلحه خوښوونکی افغانان د خپل غوښتنی سپینول او روښانه کول لپاره ژبه ییزو اظهاراتو ته اړتیا لری.

یعنی: بین الافغانی صلح له emotions کنترول له لاری څخه ممکن ښایی.

د "ژبنیزکول" کلمه او یا اصطلاح تعریف:

ژبه د انسان د بیان یوه وسیله ده، مونږ انسانان د بیان، د خبرول، د پوهول لپاره له ژبه څخه کار اخلو. یعنی ژبه د معلوماتو د تبادلی لپاره یوه وسیله ګنل کیږی. بیا کولای شو چه د "ژبنیزکول" کلمه او یا اصطلاح دلته "د پوهیدلو وړ" معنی لری.

خو پوښتنه دلته دا ده چه څنګه خپل احساسات ژبنیز کړو؟ ایا دا کار امکان لری؟

له دی کبله چه ځواب د اخری سوال مثبت ښایی، راځو دی چه څنګه او په څه دول خپل احساسات ژبنیز کړو:

څښتن تعالی مونږ لپاره د تحسس او د تعقل قوا ګانی او توان بخښلی دی. اوس که چیرته مونږ د خپل احساس او د خپل عقل تعادل ایجاد کړو او له دقت څخه کار اخلو او په هوښیاره توګه خپل احساسات بیان کړو، یعنی خپل احساسات نورو ته "د پوهیدلو وړ" کړو، نو بیا همدا زمونږ "احساسات ژبنیز کول" دی!

کله چه مثلا د یو افغان احساسات د یو فرد په حیث، کله چه مثلا د یو افغانی ګروپ احساسات د یو جمعی او یا یو ګروپ په حیث "بیان شی"، "ژبنیز شی"، "د پوهیدلو وړ کرځی"، "د درک او فهم وړ کرځی" نو بیا د احساساتو (emotions) چاودنیز تصادماتو لپاره ضمینه له مینځه ځی.

بی له شکه چه خپل "احساسات ژبنیز کول" کوم دیر ساده او اسان کار نه دی، کوښښ، تمرین او پراخه حوصله، صبر، شکیبایی، روانه او دقیقه ژبه او د بیان توان ته اړتیا لری. بلخصوص یو منقبض روان لپاره ساده او اسانه کار نه دی چه خپل "احساسات ژبنیز کړی" !

مونږ امکان لری چه په مجموعی توګه ووایو چه "شه احساس لرم" او یا "بد احساس لرم" ، مګر ایا مونږ دا "ژبنیز توان" هم لرو چه مثلا خپل او یا هم د نورو "بد احساسات"، لکه:
د درد او رنج، غم او غمجنتوب احساس، د دلتنګی احساس، د قهر، خشم او عصبیت احساس، د شرم احساس، د ترس او یا د ویره احساس، د تنفراحساس، د دښمنی احساس، د ستړی توب احساس، د حسادت احساس، پر خپل ځان د تاسف خوړلو احساس، پر نورو د تاسف خوړلو احساس، د خپل ګناه احساس، د خپل ځان دقربانیدل احساس، د نورو ځانونو دقربانیدل احساس، د بد بختی احساس، د بی ایمانی احساس، د حقارت احساس، دځان بایل احساس، د نارضیاتی احساس، د پشیمانی احساس، د آزردگی احساس، د زړه ماتی احساس، د بی عدالتی احساس، د تقصیر احساس، د خپل بی مسولیتی احساس، د نورو بی مسولیتی احساس، د خیانت احساس،دبی نظم احساس، د وحشت زدګی احساس، او یا خپل نورو "بد احساسات" ژبنیز کړو؟

او یا هم ایا مونږ دا "ژبنیز توان" لرو چه مثلا خپل او یا هم د نورو "شه احساسات"، لکه:
د ایمان احساس، د مینه او یا د عشق احساس، د امید او یا د هیله احساس، د احترام احساس، د خپل انسانیت احساس، د عدالت احساس، د ثواب احساس، د ارامش احساس، د خوشحالی احساس، د دوستی احساس، د امنیت احساس، د رضایت احساس، د جرأت احساس، د سر بلندی احساس، د سوله او پخلاینی احساس،د هیواد مینی احساس، د خدمت احساس، د نشاط احساس، دنظم احساس، د خپل افغانیت او یا د تعلق احساس او یا خپل نورو "شه احساسات" ژبنیز کړو؟

دلته لیدل کیږی چه زمونږ د احساسات له شمیر څخه صرف او فقط یو څو احساسونه ذکر شوی دی، چه د هر یو "ژبنیز کیدل" یی دقیق کار او لوړ درک ته اړتیا لری!

مګر اساسی خبره دلته دا ده چه د بین الافغانی صلح افغانی فورمول په یوه جمله کی یعنی "هر کله چه مونږ افغانان خپل احساسات ژبنیز کړو، بیا انشالله بین الافغانی صلح ته رسیږو!" تر اوسه سمه او درست ښکاری!

زمونږ اساسی مشکل دا دی چه چنګه خپل "احساسات او یا emotions ژبنیز کړو، تر څو یو بل په بهتره توګه درک کړو. که چیرته د مقایسوی په شکل له دا تول ذکر شوی احساسات څخه فقط یو احساس، مثلا د "نظم احساس" تر پوښتنی لاندی ونیولو، بیا زمونږ مشکل لږ واضع تره شی:

که چیرته مونږ افغانان لا اقل په اخری ٥٠ او یا ٦٠ کلونو کی خپل افغانی "نظم احساس" تر پوښتنی لاندی ونیولو، بیا ګورو چه له مرحوم ظاهر شاه څخه نیولی تر ننه پوری د افغان "نظم احساس" مختلفه تعبیرات او تفسیرات اخیستی دی، مګر اصلی پوښتنه دلته دا دی چه دا څنګه "نظم احساس" دی چه مرحوم ظاهر شاه یی بل دول، مرحوم داؤد خان یی بل دول، مرحوم تره کی یی بل دول، مرحوم حفیظ الله امین یی بل دول، مرحوم ببرک کارمل یی بل دول، مرحوم نجیب الله یی بل دول، ښاغلی صبغت الله مجددي یی بل دول، مرحوم برهان الدین ربانی یی بل دول، ښاغلی کلبدین حکمتیار یی بل دول، مرحوم محمد عمر یی بل دول، ښاغلی حامد کرزی یی بل دول، ښاغلی اښرف غنی بل دول یی "احساسوی"؟

نن صبا مختلف افغانی ګروپونه او هم په فردی توګه افغانان هر یو پر خپل سرونو کی کوم دول د افغانی "نظم احساس" لری، مګر دا چه مونږ کوم "غیب علم" نلرو واضع خبره ده، او له دی کبله هم نه پوهیزو چه د افغانی ګروپونه او هم په فردی توګه د افغانانو د"نظم احساس" څه دی، پس بهتره دا ده چه بلاخره نن صبا خپل افغانی "نظم احساس په دقیق توګه ژبنیز کړو" تر څو د زمونږ د "احساساتو د تصادماتو" څخه چه لا اقل د افغانی "نظم احساس" په ساحه کی د مینځ ته راغلولو څخه جلوګیری صورت اخلی. دا و مثلا د "احساساتو ژبنیز کول" یو مفاد.

خپل احساسات او غوښتنه له ژبنیز لاری بیانول او څرګندول د افهام او تفهیم او د یو بل د احساسات او غوښتنه د درک ضمینه برابروی.

سره له دی څخه چه زمونږ "احساسات" زمونږ "روانی حالت" وړاندی کوی او "مغرضین" زمونږ "خشن احساسات" ته د ارتقا ضمینه برابروی، بلی هو، سره له دی څخه، زمونږ په افغانی ټولنه کې سوله ییز غږیدل، سوله ییز ګړیدل، سوله ییز مرکه کول د سولیزه ذهنیتونه او د بین الافغانی سولی د وده په ساحه کی ستر نقش لری.

ادامه لری



د بین الافغانی سولی، ثبات، قانونت، ترقی او رفاه په هیله