د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تاریخ او راتلونکو نسلونو په حافظه کې څوک ځای لري ؟

محمد انور ولید 26.11.2015 12:17

هرڅه اصل او نسل لري ، چې د هغې پر بنیاد د خپل ذاتي اخښل شوي مزاج او غریزې له مخې د خپل ژوند له پاره د تعقل یا غیر معقولې پرېکړې پر بنأ محیط ( جغرافیه ) ټاکي ، په روا یا ناروا سره تغذیه کوي ، معقول انسان له وړوکتوبه تل ځان له حرامو ساتي ، خو غیر معقول او غیر نارمل انسان بیا ددې پر وا نه ساتي او په قصدي توګه د پردیوحراموخواته ځان ور ټېل وهي ، په حرامو خوړو باندې وده مومي ، لویْېږي ، د حرامو په زور د اکمال ـ پخېدو او ځواکمنېدو مرخلې ته ځان رسوي ، د زر ، زور او تزویرله مختلفو لارو څخه د تخت او بخت پرګدۍ باندې په خپله ورکښېني ـ او یا هم د بل په لاس لکه سترګې تړلی غلام باز د بل په تسمه د پاسه د نورو د ښکارکولوله پاره ورکښېنول کېږي ، خو داسې انسان خپل ځان د خپل خیرن ضمیر په خيرنه هېنداره کې  بادار ویني او نور ورته غلامان ښکاري ، له ځانه واکوال ، پاسوال او امپراتور جوړوي . علت یې دادئ چې :
لومړی : ــ  تل د چاپلوسانو له خوا د غیر حقیقي او غیر ضروري القابوپه جال کې بند وي ، تیاره او خیرن دید یې په ټولو حقیقتونو باندې د ظلمت او تاریکۍ سیوری غوړولی وي ، شتون یې تل ټولو روا حقایْقوته د زوال اځل ـ او نارواووته د عروج پېلامه وي ، ځکه دده په سرشت ، قاموس  او فلسفه کې له مجازاتو او تعذیب څخه پرته د حق او عدالت کوم څرک نه لیدل کېږي . دوی ته حق او عدالت تل ګناه ښکاري ، او ټینګار یې پر دې باندې وي چې حقیقت تل باید ددوی په خپل سرې نفسیاتي داد ګاه کې د خپل غیر اخلاقي خصلت سره سم د سیاسي وجوهاتو له مخې په سولۍ باندې را ځړېدلی وي . هو ! ددغه ډول ناروغو خلکو اصلي ستراتیژي او پلان همدغه دئ .
دوهم : ــ دغه ډول عناصر په ظاره یوازې خپل ځانونه سپین بازان ، له ټولو ګناهونوپاک او جامع الکمالات ګڼي . ، نور ټول خلک ورته له ګناهونو ډک برېښي . پر هر چا باندې شک کوي ، او د هېچا کارکه هغه هرڅومره د خپلو خلکو ، خپلې خاورې ، خپل نظام ، خپل اسلام او خپلو ملي ارزښتونو په خیر اوګټه باندې وي ـ خوند نه ورکوي . ځکه دا ډول خلک تل د کرګس په څېر په مردابونو کې خوښ او له خوسا ډنډونو خپل رزق خوري . . له همدې امله ده ـ  او دده ټیم ته چې کومې سپارښتنې دکوم مهال وېش له مخې په اجاره ورکړل شوې وي ـ همغه تر بل هرڅه ورته حیاتي او ارزښتناکې وي . ترخپلو اسلامي اصولود بل غیر اسلامي اصول ورته ګران وي . له دوی څخه د ځینو اصلي قرآن او قانوني وثیقه د بشري حقونو (۳۳) ماده ییزه نړیواله اعلامیه ده ، ځکه خو اسلام او آسماني دساتیرو ته ځان پابند هم نه ګڼي . او د ځینو نورو یې بیا د اسلام تر پو ښښ لاندې د اسلام دښمنو اسلامي منحرفینوهغه کاهنانو ته ورته ګېډیالېستي ویناوې ، اقوال ، فتوا ګانې او استخباراتي سریالونه دي چې په لویو استکباري استخباراتي مرکزونو کې یې پلانونه او نقشې طرحه کېږي ، له لویو او وړو خاصو اوبتلونوڅخه ځانګړې قوماندې ورکول کېږي ، په له تمدنه لیرې ـ کاواکه ، بې واکه او بې دفاع او بې څښتنه وچوکې عملي کېږي ، خولاس په نامه علمبرداران یې په تعمیلولو سره  خپل ځانونه په خیالي جنتونوکې ویني ، ځکه خو پر خپل ځان او خپلو وطنوالو باندې د پردیو ګټو له پاره بمونه تړي ، ځانونه او خپل هېواد وال وژني ، او ځینې بیا د ټولو هېواد والو پر ټولو روا منقولو او غیر منقولو شتمنیو اوحقوقو باندې ګونډې ور وهلې وي . او د ځمکې پر مخ یې هر څه د واکمنې دابة الارض په رسمي قباله کې ثبت او را جسټرار وي .
درېیم : ــ دا ډول خلک خپل ځانونه تل ظل الله ، غیر مسؤول او واجب الاحترام ګڼي ، د خپلو ملګرو او خپلو ټېمونو څخه پرته د الهي فیصلې پرخلاف په خپل آند هرڅه د حق او باطل په دوه ډوله عینکوکې ګوري ، چې له مخې یې تل خپل ځا ن حق په جانب ـ اونور ټول په باطلو باندې تورن اوککړګڼي . په داسې حال کې چې خپله به د حلالو او حرامو تر مینځ تفکیک او فرق هم نه شي کولی او نه به یې پېژني .
پام وړ خبره خو داده چې خپله به د هندو له خولې کلمه زده کول غواړي ، پر هندو به خپله کلمه تېروي او ورته وایي به چې کلمه را ته تېره کړه ! خو د بل مسلمان د برخلیک په اړه به بیا د شرعي احکامو فتواګانې ( د حق او باطل ، دوزخ او جنت ټکټونه ) ورکوي . په داسې حال کې چې دوزخ او جنت په برخه کېدل یو تکویني کار دئ اوتکوین هم د الله پاک کار دئ ، نه د ضعیفو او کثیفو انسانانو . ځکه انسان ته پرته له تشریع څخه د تکویني امورو حق نه دۍ ورکړ شوی . او د دوزخ او جنت ورکړه هم څه د پردیو ځمکو او ملي او ټولو انساني شتمنیو ، فردي او ټولنیزو حقوقو او څوکیو غصب نه دئ چې هر دیوس او دله به د خپلو زدو بندونو ، معاملو ، جګړو ، زور زیاتي اوکودتاوو له لارې خپل تصرف په کې کوي او بیا به په خپل زړه کسان په کې ځای پر ځای کوي .
څلورم : ــ دغه ډول خلک خپل ځانونه واکمنې فرښتې ګڼي او وایي چې موږ الهي او وضعي دستورونه عملي کوو ، زموږ حکم باید پر ټولو باندې نافذ وي ، په داسې حال کې چې دوی خپله د الهي او وضعي دواړو دستورونو د تعمیل خلاف او ستر دښمنان دي . ځکه قانون تل دوی تر پښو لاندې کړی . د ملي او بین المللي غلو سره یې یو ځای د جوال خولې نیولې ، او ټول ملي او دیني ارزښتونه یې له ملي وثیقې سره جوخت د تاریخ په هره مقطع کې تر پښو لاندې کړي وي . دوی یوازې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونوکې دومره بېګناه قتلونه وکړل چې زه یقین لرم عزرایْیل هم نفرین ور باندې ویلی اوکرام الکاتبینو به له خپل خدایه ددوی له شره فنا غوښتې وي .
پینځم : ــ تاسې وګورۍ چې په غربي نړۍ کې هغه حکومتونه د خپلو هغو وژل شویو یادبود تازه کوي چې دوی پرته له څه مجبوریته پردیو سیمواو هېوادو ته د خپل اشغالګر پوځ تر قوماندې لاندې لېږلي هلته یې د بېګناه انسانانو وینې پرې تویبې کړې ، هغوی یې وژلي ، شتمنۍ یې چورکړې او له هغوی څخه یې ټول انساني ، عقیدتي او ملي حقوق اخیستي . په اشغال شویو سیمو او هېوادونوکې یې د بې سر پرسته ماشومانواوکوڼدو لښکرې د نه هیلیو ، بې وسیو او بې روزګاریو په تورو تیارو کې تر شا پرې اېښې . خو دا بیا خپلو ملتونوته نه وایي چې دغه جنګ جګړې او د اشغالولو لړۍ دوی ولې په پردیو سیموکې همداسې غځېدلې ساتلې ده ؟ دوی ولې د نورو په مرګ ژوبلو کې خپل ژوند او خپل اقتدار ساتل لټوي ؟ دوی ولې د پردیو شتمنیو په غلاکولو سره د نړۍ او سیمې هېوادونه او ؤلسونه د خپلو باروتي ځواکونو او جنګې تکنالوجۍ تر پښو لاندې پایمال کړل ؟ دوی ولې پردیو قوانینو ، خپلواکیو، خلکو او د خاورې تمامیت ته په درنه سترګه نه ګوري ؟ دوی د کوم مجبوریت او کوم نړیوال قانون له مخې د پردیو هېوادو ځمکې او هواوې تر خپل اشغال لاندې راولي او بیا په کې خپلې پر مختللې وسلې او کېمیاوي ، بیولوژیکي او ذروي مواد او وسلې آزمویي ؟
نړیواله دادګاه هم د همدغو شېرمښانو له خوا جوړه شوې چې یوازې ددوی خپل ښکار شوي په کې محاکمه کېږي او بس .  
شپږم : ــ له دې نه داسې برېښي چې دغه ډول بې سرحده سیاسي مزاجه ، مخل د امنیت ، مضر جامعه او مشهور بالفساد عناصرکه خپله هر ډول ناروا ته لاسونه اچوي ، په هر ډول لویو او وړو ګناهونوکې ښکېل وي ، یا هم هر ډول بدکاره او بد کرداره وویني ، نو دا د هغوی له پاره کوم عیب نه دئ ، ځکه دوی حق ته د بلنې هېڅ ډول پروسه له ځانه سره نه لري . هر خپلواک داعي الی الحق یې ستر دښمن دئ ، او داعي الی الباطل یې ښۍ سترګه ده . ځکه هغوی په مستقیم او غیر مستقیم ډول په پټه او ښکاره اکمالوي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې نا امنیو ته لمن پرې وهي . ددوی هرقضأوت او هره  پرېکړه داسې ده لکه څوک چې په ړندو سترګو اوبه په ډانګ سره پېلوي . نو له ړانده څخه د حق غوښتلو قضأوت داسې دي لکه څوک چې له وربشو غنم غواړي . ځکه چې حق بعینه شواهد ، اسناد ، قرینې ،کره ثبوت او علم غواړي . نو بې علمه چې شیخي کړي ، همدا کفر یې بس دئ .
اووم : ــ  که دوی په ریښتیا سره بشر دوستي او وطن دوستي کولی ، یا یې ځانونه په ريښتیا مشرا ن بللی ، نو باید د خپلې وجدانې ، انساني او ملي وجیبې له مخې یې لوېدلي خلک او هېوادونه له ځان سره را پورته کړي وای ، د مظلومانو لاسنیوی یې کړی وای ، د ظالمانو لاسونه یې له ظلم څخه ور لنډ کړي وای ، او د مظلومانو مرسته یې کړې وای ، خو متأ سفانه په افغانستان او ټوله سیمه کې حکومت دېته وایي چې مظلوم د ملوکیت پرمحور په شیطاني سیاست کې نور هم وځپل شي ، حقوق یې تر پښو لاندې شي ، له هرڅه نه محروم شي ، غلامۍ ته مجبور شي او د زورحکومت ور باندې وچلول شي . که داسې خلک ژوندي وي ـ نوله افراط او تفریطه ډک  ژوند یې ټول په خیانت ، رشوت خوړلو ، ماده پرستۍ او نورو نارواوو باندې روان وي . کار پر بل باندې کوي او مزدیې پر پرازیت ډوله ټیم باندې خوري . بې ساري ظلمونه او بې حده افراط یې نور تر دوی ظالم افراطي بچیان مینځته راوړي . تکثر کوي ، هغوی د نورو مظلومانو په وینو او اوښکو باندې لو یْېږي ، د بلوغ مرحلې ته رسېږي ،  زړېږي او له مینځه ځي . خو د مفکوره وي او سیاسي پټو ژینونو موروثي ( ډي ان اې ) يې نسل په نسل یو بل ته د تاریخ په هره مقطع کې سپارل کېږي . په دې ډول د خپل افراطي او تفریطي خپلسره ژوند بهیر د نایتري پانګ بېکټریا په څېر د نفی بالنفی د قانون له مخې پر مخ وړي . که ظالم په داسې چاروکې د چا له خوا ووژل شوـ هغه ته د شهیدانو سردار او فاتح کُل لقبونه ورکول کېږي ، او که په خپله د مرګ مېلمه شو ، نو بیا د سلف صالحینو او صدقینو په کتار کې شمارل کېږي ، د تبې تارونه هم د عقیدت او پېرزویني له مخې ددوی په قبرونو باید واچول شي ، ځکه د ټولو جنتونو دروازې یې پر مخ خلاصې دي ، اوجنتونه یې هم وار له مخه غصب او ریزرف کړي دي . خو دېته یې پام نه شته چې د تخت او بخت ټولې ګدۍ تل د مظلومانو او د وخت د خپلسرو حاکمانو د طغیان او سرکشۍ له امله را نسکورې شوې دي . ځکه خدای پاک د مظلوم انسان آه ژر اوري او قبلوي یې . چېرې نه چې د مظلومو انسانانو د وینیو او اوښکو سېلابونه ټولې طاغي او سرکشه واکمنۍ او امپرا تورۍد تېر په څېر له بېخه وباسي او بیا یې نوم او نښه پاتې نه شي .
اتم : ــ  واکمن انسانان د نورو په وړاندې خپل ځان مسؤول ګڼي ، ځکه زموږ پیغمبر ( ص ) ویلي چې مسلمانان  ټول یو د بل په وړاندې مسؤول دي . په داسې حال کې چې هر مسؤولیت پر صداقت ـ عدل او قسط باندې ولاړدئ .که په چاکې صداقت ، امانت ،  علم او عدالت نه وي نو پر رعیت باندې حکومت کول هم دده حق نه دئ . ځکه حکومت کول یوه داسې سیاسي کړنلاره ده چې د حقوق الله او حقوق العبادو تر مینځ په متوازنه او متناسبه توګه د اړیکو تعادل برقرار ساتي .
که چېرې دا اصل او دغه خصوصیت او وړتیا په چا کې نه وي ، نو بیا داسې حکومت او داسې کړنلارې ته شیطاني حکومت او شیطاني سیاست ویل کېږي . ځکه دا ډول واک چلول اوکړنلاره سړی عدول او انحراف ته کشوي . په داسې حال کې چې په الهي سیاست او اسلامي حکومت کې عدول او انحراف ځای نه لري . ځکه عدول او انحراف د زر ـ زور او تزویر پر مټ وارداتي پرد ۍ تحمیلي پدیده ده او په اسلام کې یې ځای نه شته . خوڅوک چې پرچا باندې د سیاسي مزاج دغه ډول پدیدې عملي کوي ، د هغوی دونران ټول په بهرنیو استخباراتي ځالوکې شتون لري .
د نړۍ او سیمې ټول مظلومان په تېره افغانان دې خپل سیاسي او کلتوري مزاج سم کړي ، پرديولادینه فرهنګونو او ژبو په اسلامي نړۍ کې نویې جغرافیې جوړې کړې . د ؤلسونو ـ قامونو او خېلونو پر سینو باندې یې د ( سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ) تورې کرښې را کش کړې . افغانان او دسیمې نور بچیان یې له هغه زده کړو محروم کړي چې پر مټ یې ددوی په څېر پر مختللې طبي ، زراعتې ، ساختماني ، تخنیکي ښوونیزې ، تجارتي او پوځي تکنالوجۍ تر لاسه کېدای شي . ستاسې د اولادونو ( آی کیو ) او استعدادونه یې په مزخرفوفلمونو او سریالونو باندې مصروف ساتلي  ، پرهغو باندې لګښتونه درته کوي . له آزادۍ او دیموکراسۍ څخه یې درفش کېویاني درته جوړکړی . خو سوله او ملي یووالی یې در ټوټه ټوټه کړ او په هرکور اوکلي کې یې د بدیو بریدونه درته و درول او هر ورځ لوبې در باندې کېږي . دولت چې خپل هېواد ، خپلو خلکو خپل قانون او خپلو ټولو دیني او ملي مقدساتو او ارزښتونو ته یوه مسؤوله مرجع ده ، دا دنده لري چې خپل ؤلس دې د ټولو خپلو او پردیو خرافاتو ، انحرافاتو ، او سرغړونوڅخه یو موټی خوندي او ژوندی وساتي ، د ملي یووالي ضد پرازیت ډوله خپل او پردي منافقین دې د خپل نظام او خپلو خلکو له مینځ څخه وشړي ، ځکه همدوی په دولت کې د ننه خپل خاص ټیمونه او خاصې کړۍ جوړوي چې حتی ریْس جمهور ته د ځینو مشاورینو د ورتلو مخه هم پرې ډپ کړي او صلاحیتونه هم ترې واخلي ، دا کسان به بیا خپلسري مرموزتشکیلات جوړکړي او خپل داسې کسان د اصلاحات اداري په نامه په کې ننباسي اونوربه چورلټ ترې وباسي چې اصلاً به د طالبانو په څېر د خپل هېواد د تېرې ماضي ، حال او استقبال هېڅ سوابق نه پېژني او نه به هم د خپل هېواد جغرافیه او اصلي پولې اوتاریخ ورمالوم وي . پاکستان خو له همدغې تشې ګټه پورته کړه چې اوس یې له طالبانو څخه خپل ځانته لنګه غوا جوړه کړې ، شیدې یې دوی خوري اومرګ ژوبلې هغوی او زموږ هېواد والو ته ور اوړي .
چارواکو ته په کار ده چې  ریښتینی عدالت ټینک او پلیکړي ، بیا به هېڅکله هم د تاریخي محکومیت ټاپې نه ور باندې وهل کېږي . راتلونکي نسلونه به ور باندې ویاړي او په نوم به یې خلکو ته تمغې ( مډالونه ) ورکول کېږي . داسې عناصر تل د تاریخ او راتلونکو نسلونو په حافظه کې ژوندي او خوندي وي . بیا به یې په ژوند په ژوندیوکې ، او په مرګ د راتلونکو نسلونو په کوپړیوکې د ملي اتلانو په نوم ځای ، نوم او عزت خوندي وي .
د یو موټی خپلواک ، هوسا او بسیا افغانستان په هیله .