د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار ښوونیز ماحول د اندیښنې وړ دی

م.ر.یادګاری 26.11.2015 12:16

هسی به ننګرهار یو وخت د سولي کور او د علم او فرهنګ ټاټوبی یادیدله خو نه پوهیږم چې د چا بد نظر دغه ښکلی وطن باندې پریوتله چې نه اوس ننګرهار د سولی کور دی او نه هم د علم او فرهنګ ټاټوبی ، بس هر څه په یغما وړل شویدی ، زمونږ د بچو په سترګو کې د ځان د آیندي لپاره لویه اندیښنه له ورایه ښکارې ، او دغه اندیښنه مونږ ټولو د دغو ګلالو ماشومانو په سترګو کې راوړی ده مطلب مې دا دی چې مونږ ټول حکومتې چارواکې ، مدنې ټولنو ، د قوم سپین ږیرو ، والدینو او عامو خلکو ټول بی غوري کؤ او دا بی غوري زمونږ د ماشومان راتلونکی د خطر سره مخامخ کوي زه غواړم هغه څه ته اشاره وکړم چې ما پخپله پلټلې دي او لیدلی دی او هغه دی د ننګرهار ولایت ښوونیز چاپیریال،
د جلال آباد په ګولای عربانو لیسه کې مې له یو زده کوونکې څخه پوښتنه وکړه چې درسونه څنګه دي ؟ نو هغه را ته په ځواب کې داسې وویل چې زمونږ معلم مونږ ته په هفته کې یوه ورځ درس راکوي، نور خو یا نه راځې او یا که را هم شي نو پیتاوي ته ناست وي او د نورور ښوونکو سره بانډار کوې، هغه راته وویل چې په دغه مکتب کې مونږ یواځینی زده کوونکی نه یو چې په دغه سرنوشت اخته یو بلکه دا ټول ښوونځی په همدغه سرنوشت اخته دی او معلمان هیڅ درسونو ته متوجه نه دي او پر مونږ خالی شپې او ورځې سبا کوي دا خبره مي له یو څو نورو هم پوښتنه وکړه او د ټولو دا یوه خبره وه چې د عربانو ښوونځی څخه غوجل جوړ دی خو د معارف ریاست په خوب ویده دی، خو زه وایم که د معارف ریاست په خوب ویده دی نو ستاسو مشران او کلیوالی شورا ، د ځوانانو شورا او دا نور ولی په خوب ویده دي؟ دوی ولی غږ نه پورته کوي ؟ آیا دوي له دغه حالته خبر دي ؟ د تجربوي د لیسی ځینې زده کوونکو سره مې هم خبرې وکړي هغوی وویل چې دلته د زورواکو ځامن د ټولګې حاضریانې په جیبونو کې ګرځوی ، یوه یی نقل کاوه چې د یو غټ مافیایی تاجر ځوی د تجربوی په یولسم ټولګي کې دی تر اوسه یی یوولس نګران ښوونکی له ټولګې څخه بدل کړیدی او اوس د ټول ټولګې د حاضري کتاب له ځانه سره ګرځوې تر څو یی څوک غیر حاضر نکړې ، داسي په ډیرو نورو ښوونځیو کې درس اوسبق خپل سر خوړلې ده ، استادان د سیاست او سه کړي په اکاړو اخته وې او زده کوونکي په موبایلونو ، ګیمونو ، او یا هم اوزګار ناست وي ، د ننګرهار د معارف ریاست او د ولایت مقام خو په افریقایی خوب ویده دی خو خدای دي د معارف د وزیر ورته پام کړی یا هم دا خلک خدای له خوبه بیدار کړي چې د خپلو بچو حق په زوره له معارف ریاست څخه واخلی او هم دي د زوراکو د ځامنو د خود سریو مخه ونیسی ،که د دغه شان بی بند آو بایریو مخه ونه نیول شي لیری نده چې د ننګرهار په لیسو او ابتدایه ښونځیو کې هم د داعش او طالبانو پیرغونه پورته شي