د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسلام په سپیڅلي دین کې د زنا ( بدلمنۍ) حد

شریف 25.11.2015 11:20

زنا ( بدلمني) یو خورا ناوړه، فاحش اولوی بد فعل او عمل دی او دالله تعالی په دین یعنې اسلام او آن پخوانیو آسماني دینونوکې له کبیره (لویو) ګناهونو شمیرل شوی دی. د انساني منطق اوفطرت په تله باندې یې هم دټولو انساني ملتونو وګړي په ناروا توب اوکرغیړنوالی سره یوه خوله دي او هیڅکله په کوم انساني ملت او یا انساني ټبر کې ورته د رواتوب حکم او یا پرځاي کارصفت نه دی ورکړل شوی. همدا لوی لامل دی چې ددې کار حد هم د اسلام په سپیڅلی دین کې خورا سخت او دروند دی. ځکه پدې ناوړه فعل کې دعزت سره یوځای په نسب او دبشر زیږدنې په لړۍ باندې هم تیری ترسره کیږي. لکه څرنګه چې الله تعالی ددغه ناوړه او ناکاره عمل بدوالي اوحرمت په اړه د الإسراء سورت په ۳۲ آیت کې : وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا. او د الفرقان سورت په ۶۸ او ۶۹ آیت کې فرمایي: وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا (69(

د اسلام په سپیڅلي دین کې الله تعالی د زنا حد او جزاء په دوو ډولونو باندې ټاکلې ده:
۱- د ناواده شویو زنا کوونکو لپاره شرعي حد
۲- د واده شویو زنا کوونکو لپاره شرعي حد
۱- د ناواده شویو زنا کوونکو لپاره د (الجلد) دورو وهلو حد
د هغه کس لپاره چې واده یې نه وي کړی او د زنا ناوړه فعل او عمل ترسره کړي د الله تعالی په وینا سره دغو کسانو ته د سلو دورو وهلو حد یا سزا ټاکل شوې ده. ددې سزا یا شرعي حد ثبوت پ د قرآنکریم د النور سورت په دوهم آیت کې راغلی دی، چې الله تعالی فرمایي:(الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ (2).
۲- د واده شویو زنا کوونکو لپاره د (رجم) په ډبرو ویشتلوحد
د هغو کسانو لپاره چې واده یې کړی وي او له واده کولو سره سره بیا د زنا (بدلمنۍ) دتور او بی حیاءعمل په ترسره کولو لاس پورې کړي، د هغوي لپاره د اسلام په مبارک دین کې د (رجم) یا په تیږو ویشتلو حد اوسزا په نبوي سنتو او حدیثونو باندې ثابته او ټاکل شوې ده. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ماعز نومي او په هغه ښځه چې د الغامد په قبیله پورې یې تړاو درلود او له واده وروسته یې د زنا په نا وړه عمل باندې لاس پورې کړی وو، د رجم سزا ورکړې ده. دا پیښه په نبوی مبارکو سنتو او ترزیاتې کچې په متواترو حدیثونو ثابته شوې ده ( ) . د زنا لپاره د رجم یا په ډبرو ویشتلو حکم له همدې ځایه په شرعي قانونی بڼه پیل کیږي او پرته له شکه د ټولو اصحابو کرامو اجماع هم ددې حد او سزا په وجود او ثبوت باندې رامنځته شوې ده.
د زنا ( بدلمنۍ) لپاره دواړه ډوله سزاګانې او حدود په بشري ټولنوکې د الله تعالی له هراړخیزو حقوقو ځېنې شمارل کیږي. ځکه پدغه ناوړه او بی حیا فعل او عمل سره په نسل، کورنۍ، ټولنه او په پای کې په ټول انساني او بشري لړۍ تیری ترسره کیږي.
د زنا د حد پورتني دواړه ډولونه په ماشوم او لیوني دپلي کیدو نه دي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: عن ابي هریرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: (رُفع القلم عن ثلاث: عن الصبي حتی یکبر، وعن النائم حتی یستیقظ، وعن المجنون حتی یفیق) ( )
له دې وروسته به د زنا د حد په اړه خپل راټول کړي معلومات او اړونده موضوعګانې په پنځو برخو وویشو:
۱- د زنا ( بدلمنۍ) پیژندنه اودزنا د حد سبب اولامل.
۲- د زنا د حدودو شرطونه.
۳- د زنا (حد) سزاء.
۴- د قاضي په وړاندي د زنا ثابتول.
۵- د زنا د حد پلي کولوڅرنګوالی، د په حد کیدونکي شخص حالت اودحد دپلي کولو ځای.

۱- د زنا ( بدلمنۍ) پیژندنه اودزنا د حد سبب (لامل)
داسلام په سپیڅلي دین کې د زنا ( بدلمنۍ) لپاره لغوي او اصطلاحي تعریف یودی: زنا (بدلمني)هغه ناوړه او بی حیاء فعل ته وایي چې یو بالغ،عاقل اونر شخص له یوې بالغې اوعاقلې ښځې سره چې دده په شرعي واک اوهغه ورته اختیارکې نه وي، د مخی له خوا د دواړه اړخونو په خوښه سره یوځاي شي. د زنا دحد تطبق سبب او دعملي کیدلو لامل پخپله زنا او دهمدغه ناوړه پورتني تعریف شوي فاحش عمل ترسره کیدل دي. ددغه ناوړه عمل د ترسره شوي بلل کیدو صفت اوپریکنده بڼې لپاره اسلامي شریعت ډیر ښکاره او واضح شرایط او بنسټونه ایښي دي. داټول ددې لپاره چې د اسلام په مقدس دین کې د حدودو له پلي کولو اصلي موخه داده چې په ټولنه کې ددغه شان ناوړه او فاحشو اعمالو د پیښیدو مخنیوي وکړي. ښځینه او نارینه تل پاک لمني وساتي اوانساني ټولنه پرې له ککړیدو څخه دتل لپاره وژغوري. په دغه شان کولو سره داسې یوه ټولنه رامنځته کړي چي انسانان پکې د آرامي او هوساینې سا واخلي. کله چې دحدودو د پلي کیدلو سببونه او لاملونه له منځه لاړشي، په هماغه آن سمدلاسه شرعي حدود هم له عملي کیدو پاته کیږي.



۲- د زنا ( بدلمنۍ) د حد شرطونه.
په نارینه او ښځینه زنا کوونکي باندې ترهغه پورې ددغه ناوړه او فاحش عمل حد نه پلی کیږي ترڅو چې دغه لاندې لس شرطونه چې دعلمای کرامو ترمنځ ځینې په اتفاق سره منل شوي او په ځینو کې یې اختلاف شته، رامنځته شي ( ):
۱- زنا کوونکی به هرومرو یو بالغ شخص وي: په نابالغ کس د زنا حد نشي جاري کیدلای.
۲- زنا کوونکی کس به عاقل وي: په لیوني د زنا حد نه پلی کیږي. که چیرته عاقل له لیونۍ او یا عاقلې له لیونی سره د زنا فاحش عمل ترسره کړ نو په دې دواړو حالتونو کې به یوازې په عاقل زاني شخص باندې د زنا حد پلی کیږي.
۳- زنا کوونکی باید مسلمان وي: دامام مالک رحمة الله علیه په مذهب کې دا شرط یو اړین شرط بلل کیږي. که چیرته یو کافر له کافرې سره دزنا عمل ترسره کړ نوهغوي یوازې د اسلامي قوانینو له مخې تأدیبي جزاء باندې تأدیبیږي. که چیرته کوم کافر یوه مسلمانه ښځه د زنا په عمل مجبوره کړه، هغه مجبوروونکی کافر پرې وژل کیږي. که کافر له مسلمانې ښځې سره د هغې په خوښه زنا وکړه نود امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په وینا سره به په زنا کوونکي کافرنارینه باندې د دورو حد عملي کیږي. د امام شافعي او امام احمدبن حنبل رحمهما الله مذهب پدې اړه دادي چې په مستأمن باندې حد نه پلی کیږي، خوپه مسلمانې زاناکارې باندې دحد دعملي کیدو د حکم په اړه ټول امامان رحمهم الله سره یوشان نظرلري.
۴- د زنا کرغیړنه کړنه باید په خوښه، اختیاراو رضا ترسره شوې وي: ځکه د جمهورو( ) علمای کرامو په وړاندی د زنا په فاحش عمل باندې په مجبورشوي شخص داسلامي قوانینو له مخې دحد پلي کولو جواز نشته دی. د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه مذهب پدې اړه بیا دادي چې مجبورشوي کس دې هم حد جاري شي. دپورتنی حکم سره سره دا د ټولو علمای کرامو او درنو امامانو رحمهم الله ترمنځ یوه منل شوې خبره ده چې: په مجبوره شوې ښځه د زنا حد نه عملي کیږي.
۵- دزنا توره کړنه به له انسان سره ترسره شوې وي: که چیرته کوم انسان له څارویو سره یوځای شي دټولو فقهي مذهبونو په اتفاق سره په یاد شوي شخص باندې د زنا ( بدلمنۍ) حد نه عملي کیږي. دامام شافعی رحمة الله علیه په وړاندې تعزیریږي او څاروی باید ونه وژل شي او دجمهورو علمای کرامو په آند یې د غوښې خوړل هم کوم فقهي او شرعي باک او ممانعت نلري.
۶- له هغه چاسره چې د زنا ناوړه او ناروا عمل ترسره کیږي باید په داسې عمر کې وي چې په دغه شان عمر کې عادي جنسي یوځای کیدل شوني او امکان ولري: که له کوچنۍ نجلۍ سره زنا وشي او زنا کوونکی نارینه هم کوچنی وي نو د احنافو په آند په دواړو د کم عمر زنا کوونکو باندې دزنا حد نه عملي کیږي. په هغه ښځه چې له کوچنی هلک سره د زنا عمل ترسره کړي، دزنا حد نه عملي کیږي مګرکله چې یو لوی سړی له داسې کوچنۍ نجلۍ سره د زنا عمل ترسره کړي چې ددې په عمر کې یوځای کیدل شوني وي نوپه زنا کوونکی بالغ انسان د جمهورو علمای کرامو په آند دزنا دناوړه عمل حد جاري کیږي( ).
۷- د زنا عمل باید پرته له شکه اوشبهې ترسره شوی وي: ځکه په دغه عمل کې هرهغه وخت چې په ترسره والی او نه ترسره والی کې یې شبهه یا شک را منځته شي، د زنا حد سمدلاسه له پلي کیدو پاته کیږي. که یو سړی په یوه ښځه د خپلې ښځې او یا وینځی ګومان وکړي اوله هغې سره یوځای شي، نو د مالکیانو او شافعیانو په آند په نوموړي شخص د زنا حد نه عملي کیږي خو په همدغه کس د احنافو او حنبلیانو او امام یوسف رحمة الله علیهم په وړاندې دزنا حد عملي کیږي. ځکه دا ګومان او اشتباه خو دده وه. د فاسدې نکاح په صورت کې چې دنکاح په ټړون(عقد) کې اختلاف وي، هیڅکله پدې حالت کې په زنا کوونکو باندې د زنا حد د جمهورو علمای کرامو په آند نه عملي کیږي. دبیلګې په توګه: د کورنۍ دمشرله اجازې او خبریدو پرته نکاح، له شاهدانو پرته نکاح. پدغه شان نکاح ګانو کې له لومړی سره د نکاح داصل په وجود باندې شبهه را منځته شوې ده او همدا لوی او بنسټیز لامل دی چې د زنا حد عملي کیدو ته نه پریږدي. د هغې فاسدې نکاح په درشل کې چې د جمهورو علمای کرامو په آند یې په حکم باندې هم اتفاق او ټول سره یوه خوله وي لکه: د دوو خورانو په یوه نکاح کې سره یوځای کول، دپنځمې ښځې په نکاح کول، د هغو ښځوپه نکاح اخیستل چې د نسب او یا شیدوورکوونې له پلوه حرامې وي، په عدت کې د ښځې نکاح کول، دلومړی میړه له خوا د هغې ښځې په نکاح اخیستل چې په دری ګونو طلاقونو باندې یې طلاقه کړې وي او له بل سړی سره یې نکاح نه وي کړې اوهغه هم لا نه وي طلاق کړې او عدت یې نه وي تیرشوی اویا دې ته ورته نورې قضیو کې په ټولیزه توګه د زنا حد عملي کیږي هغه هم پداسې حال کې زنا کوونکی شخص د کړې فاسدې نکاح په حرمت له پوهیدو یې انکار وکړي. پدې اړه بیاهم د مالکیانو دوه جلا جلا فقهي ویناوې شته دي چې په همدې موضوع پورې تړاو لري.

۸- زنا کوونکی باید د زنا د ناوړه او غیرشرعي فعل په حرمت او حراموالی خبروي: که چیرې یو څوک د زنا په حکم د ناپوهي ادعاء وکړي، پدې کې دمالکیانو په آند دوه فقهي نظرونه دي:
• لومړی فقهي نظر دادی چې په هغه باندې باید حد عملي شي.
• دوهم او ځواکمن فقهي نظر دادی چې په دغه شان کس باندې حد نه عملي کیږي. ځکه چې دزنا حد باید په ناپوهه، غلط شوي کس او په هغه کس چې کومه اساسي موضوع ترینه هیره شوې وي لکه هغه څوک چې د خپلې ښځې طلاق یې هیرشوی وي، پلی نه شي.
۹- له هغې ښځې سره چې د زنا عمل ترسره کیږي باید داحنافو په وړاندې په دارالحرب او دارالبغي کي نه وي: په نور مذهبونو کې دزنا دناوړه عمل دغه حالت هم د حد وړ بلل شوی او په ځانګرې توګه چې دغې ښځې د زنا تورعمل په داسې سیمه کې ترسره کړی وي چې هلته د امن لمنه غوړیدلې وي.
۱۰- له کومې ښځې سره چې د زنا حرام او بد اخلاقه عمل ترسره کیږي باید ژوندۍ وي: ځکه د جمهورو علمای کرامو په وړاندې له مړې ښځې سره د زنا په ترسره کوونکی باندې د زنا حد نه عملي کیږي. د مالکیانو څخه په نقل شوې مشهوره او ځواکمنه فقهي وینا سره باید په دغه شخص هم د زنا حد عملي کړای شي. له دې یاد شویو شرطونو سره سره باید د زنا په تعریف کې یاد شوی حالت هم په عملي توګه پیښ شوی وي. د زنا د فاحش عمل شرعي حدود ترهغه پورې نشي عملي کیدای چې یا اقرار نه وي لاسته راغلي او یا څلورو باانصافه او نیک عمله شاهدانو د زنا د عمل په ترسره کیدو باندې د اسلام په مبارک دین کې تعریف شوې ګواهی نه وي ورکړې.
۳- د زنا ( بدلمنۍ) سزاء (حد).
دزنا د ناوړه عمل کوونکی که چیرې واده شوی وي نو د رجم ( ډبرې ویشتلو) حد پرې واجبیږي او که زنا کوونکی شخص نا واده شوی وي نو بیا به د(الجلد) سلو دورو وهلو حد پری وجوباً عملي کیږي.
۱- د نا واده شوی زنا کوونکی حد:
ددغه شخص د زنا د ناوړه عمل دحد تعیین او اندازه په خپله الله تعالی د قرآنکریم د النور سورت په ۲ آیت کې کړی دی. :(الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ (2).
۲- د واده شوی زنا کوونکی حد:
ددغه شان بدکاره انسان لپاره دټول اسلامي امت فقهي مذاهب او اړونده ډلې له خوارجو پرته پدې سره یوه خوله دي چې ددغه شان کس دزنا د ناوړه عمل حد او سزا رجم (په ډبرو ویشتل) دي. ځکه پدې اړه دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک سنت، د اسلامي امت اجماع او آن انساني عقل او پوهې هم همدا سزا ددغه شان بدکاره او تورانسان لپاره مناسبه سزا بللې ده( ).
په نبوي سنتو کې یې اثبات په ډیرو مبارکو احادیثو کې راغلی چې لاندې ورته په لنډه توګه کتنه کوو:
 قال الرسول صلی الله علیه علیه وسلم: (لا یحل دم امرئ مسلم إلا بإحدی ثلاث: الثیب الزانی، والنفس بالنفس، والتارک لدینه المفارق للجماعة)( ).
 د العسیف نومی په کیسه کې چې له یوې ښځې سره د زنا ناوړه عمل ترسره کړی و او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلم له قبیلی یوه شخص ته وفرمایل:( واغد یا أنیس إلی امرأة هذا، فإن اعترفت فارجمها)( )
 د ماعز کیسه، چې کله هغه په خپله په زنا کولو اعتراف وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه درجم کولو( په ډبروویشتلو) امر ورکړ.( )
 د هغې غامدیې کیسه چې په خپله یې په زنا کولو اقرار وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغې په خیټه بچې له زیږیدنې وروسته هغه رجم کړه.( )
داسلامي امت په اجماع سره د هغه واده شوی شخص لپاره چې د زنا ناوړه عمل مرتکب شي، په ډبرو د ویشتلو سزا ټاکل شوې او منل شوې ده. انساني عقل او منطق هم ددغه شان کس لپاره چې په ټولوګناهونو کې سخته ناوړه ګناه کوي همدا شان سخته او لوړه سزا چې د هغه په ډبرو ویشتلو سزا ده، مناسبه او پرځای بولي.
د رجم (ډبرو ویشتلو) شرط:
د رجم دحد د تطبیق، تنفیذ او عملي کولو لپاره د الإحصان شرط لازمي او ضروري دی. که چیرته دغه شرط له منځه لاړشي، سمدلاسه د رجم د حد نافذیدل هم له منځه ځي.
دالإحصان تعریف: په لغت کې ژغورلتیا ته وایي. په شریعت کې: اسلام، بلوغ، عقل، آزادۍ، عفت، واده کولو او د یوه آزاد اومکلف شخص په صحیحه نکاح کې د وطی(جنسي یوځای کیدو) په معنی راغلی دی. دلته ترینه د شافعیانو په آند همدا ورستۍ معنی مراد ده.
احناف وایې: الإحصان دوه ډوله دی:
• د رجم (إحصان)
• د قذف (إحصان)
احنافو د درجم (الإحصان) په تعریف کې وایې: دا په شریعت کې هغه اوه شرطونه په خپله لمنه کې را نغاړي چې د رجم د حد د پلي کیدو لپاره اړین دي، چي هغه: عقل، بلوغ، آزادۍ، اسلام، صحیحه نکاح، په صحیحه نکاح کې داسې یوځای کیدل چې غسل واجبوي حتی که د یوځای کیدو په آن دمنیو انزال هم ونشي او د میړه او ښځي دواړو د یوځای کیدو په وخت کې په پورتنیو ټکو برابروالی هم اړینه خبره ده. که چیری له دغو شرطونو څخه یوهم له منځه لاړ شي نو د رجم د حد نافذیدل او پلي کیدل هم ورسره له منځه ځي.( )
په پورتنیو ټکو کې د اسلام شرط یواختلافی شرط دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه یهودیان چې زنا یې کړې وه راوستل شول او هغه مبارک یې د رجم کولوامر ورکړ.
په اسلام کې د زنا (بدلمنۍ) د حد ځای:
د زنا (بدلمنۍ) حد یا سزا یوازې د الله تعالی حق دی (د ټولنې حق بلل کیږي). دا حق دالله تعالی ددې موخې لپاره پلي کیدو ته چمتو شوی چې د ټولنې د اخلاقي او انساني اړخو د ژغورلتیا لپاره ترینه کارواخیستل شي.
۱- دا حد او سزا هغه حد او د الله تعالی حق دی چې په پورتنیو دلایلو ثابت اوهیڅوک یې د بښلو، جوړجاړي، ابراء او یا لیرې کولو حق نلري. ځکه دا یوازې او یوازې د لوی څښتن تعالی حق او صلاحیت دی. بنده ګان پکې هیڅ ډول حق او صلاحیت نلري نوځکه یې د بښلو او نور تغییراتو او بدلونونو وړتیا هم له لاسه وتلې ده.
۲- که چیرته کوم چې نا واده شوي شخص څو څو واره د زنا ناوړه او تور عمل ترسره کړي نو پدغه شان حالت کې پدې کس باندې یوازی یو ځل حد پلی کیږي او داځکه چې د حد له پلی کولو څخه مطلب سزا ورکول دي چې په یوځل حد سره دغه مطلب ترلاسه کیږي. مګر که دغه کس یوځل دزنا بد عمل ترسره کړ او دزنا حد پرې تطبیق شو، له هغې وروسته یې بیا زنا وکړه نو بیا پرې حد پلی کیږي. دا دوهم ځل ځکه په دوهم ځل زنا کوونکی باندې د زنا دناوړه عمل حد پلی کیږي چې په دغه شخص باندی دزنا پخوانۍ سزا یعنی خپله اغیزه نه وه کړې نو ځکه بیا باید پرې پلې شي ترڅو پدې ځل کې دحد موخه ترلاسه شي.( )
۴- د قاضي په وړاندي د زنا ( بدلمنۍ) ثابتول.
د قاضي په وړاندې د زنا (بدلمنۍ) د فعل او ناوړه عمل د اثباتولو لپاره د علمای کرامو په اتفاق سره دوه لارې شتون لري:
• اقرار
• دګواهانو په ګواهی سره
د الله تبارک وتعالی حدود په زنا، غلا، شرابو څښلو او داسې نورو کې د قاضي پوهه او علم سره نه د قضاوت په حالت او له هغه مخکې او له هغه وروسته نه ثابتیږي او لامل هم دادی چې هلته شک او ګومان را منځته کیږي اود الله تعالی حدود په شک او شبهاتو له پلي کیدو پاته کیږي، پدي حالت کې ستر او پټول ښه کار دي.( )
هغه حکمت چې دزنا او نورو حدودو د اثبات لپاره په شریعت د دلایلو په شتون ضروري او اړین بلل کیدو ترشا ځای پرځای شوی دی، ډیر ښکاره او څرګند دی، هغه داچه الله تعالی دخپل شفقت او رحم له مخې د ټولو جنایتونو په اثبات کې خپل بنده له دلایلو او داثبات له وسایلو پرته په سزا او حد نه محکوموي لکه څرنګه چې الله تعالی آن د قیامت په ورځ هم خپل بنده ګان ترهغې نه په عذابوي چې ترڅو په هغوی حجت او دلیل ونلري. دلته هم ځکه د زنا دناوړه عمل د اثبات په خاطر په زانی شخص باندی د هغه له خولی له جبراو اکره نه پرته اقرار په کاردیږ د حدود په پلی کیدو کې د عملی اثبات رامنځته کیدل او یا لاسته راوړنه ډیر ځواکمن دي ځکه یوازې دبیان ورکول پدغه لړ کې د ريښتینولۍ او درواغو احتمال لری. عملي اثبات دې ته وایې چي تاسې د شرابو په حد کې د هغه کس له خولې دشرابو بوی او یا نوموړي شخص شراب استفراق کړي، یا د غلا شوي جنس د غله په کورکې شتون، ترکالیو لاندې موجودیت او یا داسې نورو اثباتونو ته مخه کیږي. دا هغه څه وو چې اصحاب کرامو ترمنځ پرې اتفاق وو که څه هم وروسته بیا د علمای کرامو پرې اختلاف راغلی دی.
د ګواهانو په اړه باید دا لاندې ټکي اړین دي:
۱- هرومرو به ګواهان څلور وي: ټول به مسلمانان، نران، نیکاره، آزاد خلک او ددې ګواهي به ورکوي چې مونږ دغه سړی ولید چې ددغی ښځې سره د هغې په فرج کې ( په مخه کې ) د زنا ناوړه داسې ترسره کړلکه درانجو لرګی چې د رانجو په کڅوړه کې ننووځي. الله تعالی پدې اړه فرمایلي دي:( وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ) ( )
بل ځای الله تعالی د سورت النور په ۱۳ آیت کې فرمایي:( لَّوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ ۚ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَٰئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ)
او د الله عزوجل دا وینا دقذف د حد په اړه چې د النور سورت په ۲۴ آیت کې فرمایي:( يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)
که چیرته دریو کسانو خپله ګواهي په هغه ډول چي ورته اشاره وشوه، اداء کړه خو څلورم کس وویل چې ما هغوي یوازې په بړستنه کې سره یوځای لوڅ ولیدل او نورڅه یې په خپله وینا ورزیات نکړل، درې لومړني کسان به د احنافو په مذهب دقاضي له خوا د قذف په حد محکوم کیږي او په څلورم کس ته کومه سزا نشته ده، ځکه دغه کس د قذف وینا نده کړې. که دریو ګواهانو د محکمې په مجلس کې خپله ګواهي په شوې زنا باندې ورکړه، پدې صورت کې په دریو واړو ګواهانو باندې د علماي کرامو په اتفاق سره د قذف حد جاري کیږي.( )
۲- شرعي مکلفیت باید ولري: یعنی بالغ او عاقل به وي او د کوچنیانو او لیونیانو ګواهی دمنلو وړ نده.
۳- ګواهان باید نارینه وي: دښځو ګواهي د زنا دناوړه فعل د اثبات لپاره نه کارول کیږي او دا هغه د اسلام ددین عزت او وقار دی مسلمانې ښځې ته چې پدغه شان ګواهیو کې برخه نه ده ورکړې.
۴- ګواه باید نیک کاره او عادل وي: د فاسق او بدکاره ګواه ګواهی دمنلو وړ نده. پدغه موضوع کې د هغه انسان اوشخص ګواهي اوشاهدي هم شرعی حیثیت نلری چی مجهول الحال وي ځکه د هغه نیک کاري او بدکاري لا ناجوته ده نو په دغه شان ګواه کې د عدالت او نیکاری د صفت وجود او عدم لا څرګند نه وي او همدا لامل دي چې ګواهي یې کوم قانوني حیثیت نلري.
۵- ګواه باید یوآزاد شخص وي: د غلام ګواهي نه منل کیږي.
۶- شاهدي ورکوونکی باید مسلمان وي: د نامسلمان شخص او حتی د اهل الذمه ګواهي دمنلو وړ ندهږ
۷- ګواهي باید اصلی ( نیغ په نیغه) وي: دا پدې معنی ده چې دلته له یوې ګواهۍ نه دبلې ګواهۍ رامنځته کول، د یوه قاضي بل قاضي ته لیک لیږل چې د قضیې په اړه شکونه او شبهات رامنځه کوي، او په شبهې اوشک سره سمدلاسه د حدودو تطبیق او عملي کیدل له منځه ځي.
۸- دګواهانو د لیدل شوي شي یوالی: دا شرط پدې معنی دی چې څلورواړه ګواهان به یو فعل اوکار په یوه وخت کې او په یوه ځای کې ویني او دهغې په اړه به په قانوني اوشرعي څرګند شوي ډول خپله ګواهي ورکوي.
۹- ګواهان به ټول په یوه قضایی مجلس کې خپله ګواهي د قاضي حضورته وړاندې کوي. دا شرط د احنافو په وړاندې دی او نور فقهاء دګواهۍ د اداء کولو په اړه دغه شرط لازمي نه بولي.
۱۰- د زنا (بدلمنۍ) په اړه به ګواهي د داسې چا په اړه وي چي په هغه کې د جنسي یوځای کیدو شونتیا وي. که چیرته ګواهانو دداسې شخص په اړه خپله ګواهي ورکړه چې په هغه کې د جنسي یوځای کیدو شونتیا نه وه، ګواهي ورکوونکو ته به دقذف د حد سزا ورکول کیږي.
۱۱- د زنا (بدلمنۍ) په اړه به ګواهي به دداسې چا په اړه وي چي هغه له خپل ځان څخه دقانونی انسانی حقوقی دفاع او شکونو روښانه کولو انساني توان ولري او که دغه شاهدي د داسې چا په اړه وي چې هغه ګونګي یا کوڼ وي نو دمنلو وړ نده، ځکه چې دغه شان کسان د خپل ځان نه شکونو دلیرې کولو او د قضیې د روښانه کولو فزیکي توان نلري.
۱۲- ګواهي به د ښکاره عذر څخه پرته له خپل وخت څخه نه وروسته کیږي: دا شرط پدې معنی دی چې کله د زنا (بدلمنۍ) ناوړه او کرغیړن فعل ترسره شو او هغه ولیدل شي نو سمدلاسه به یې ګواهی اړونده محکمې ته وړاندې او اداء کیږي. ددغه شان کولو څخه موخه داده چې د اسلامي ټولنې په وګړو کې د فتنې دپیښیدوڅخه دامکان او شونتیا ترپولې پورې مخه ونیول شي.
۱۳ـ د ګواهانو اهلیت به د ورکړی شوي شاهدۍ د حد ترپلي کیدو پوری پرځای وي: یعنی د زنا د حد په قضیه کې څلورواړه ګوهان به د یاد شوي حد ترنافذیدو او عملي کیدو دخپل شرعی او قانونی اهلیت خاوندان وي. که چیرته د دوي له جملې یو هم مړ، ورک، ړوند، مرتد، ګونګی او یا یې کوم یو د قذف په حد مجازات شو نو حد سمدلاسه له تطبیقیدو غورځیږي، داځکه چې که دغه د ګواهي ماتوونکي شیان مخکی په ګواهۍ کې رامنځته شوي وای نو ګواهي به د محکمې لپاره دمنلو وړ نه وه، همدا لا مل دی چې وروسته یې هم له منځه وړي.( ) او پاته شوي ګواهانو باندې د قذف حد عملي کیږي، دادې له امله چې پدې سره د ګواهانو شمیر له څلورو کسانو راولوید. کله چې د ګواهانو د شمیر له څلورو کسانو رالویږي، ټول د قذف په حد محکوم کیږي سره له دې چې شافعیان او حنبلیان پدې ګروهه دي چې دغه پورتني یاد شوي شیان د ورکړل شوې ګواهۍ حقوقي او قانوني حیثیت نشي له منځه وړلای.( )
د زنا (بدلمنۍ) له ګواهانو سره د قاضي تګلاره:
کله چې په ګواهانو کې پورتني یاد شوي شرطونه وموندل شول، او دقاضي په وړاندې یې خپله شاهدي اداء کړه، قاضي به له هغوي نه د زنا دمعنی، د زنا د څرنګوالی، د زنا دځاي، د زنا د وخت او د هغې ښځې په اړه پوښتنې او ګرویږنې ترسره کړي( ) چې ټوله ګواهي بربنډه او ښکاره شي.
قاضي به د زنا (بدلمنۍ) د ماهیت اوجوهري وجود او پیښیدو پوښتنه ددې په خاطر له ګواهانوکوي چې د سترګو، لاس او نورو اندامونو زنا پکې د حد کیدونې زنا تر معنی لاندې ونه شمارل شي. د دې پوښتنه به هم کوي چې د زنا بد او کرغیړن عمل په څه ډول او چیرته ترسره شوی دی، ځکه د ښځې له هغه خاص مخکې ځاي نه پرته په بل ځای کې هغه زنا نه بلل کیږي چې حد پرې پلی شي.
د زنا او بدلمنۍ د ځاي پوښتنه به قاضي ددې موخې لپاره کوي چې داسې نه چه دغه ناوړه عمل په دالحرب او یا دارالبغي کې ترسره شوی وي،چې د جمهور علمای کرامو په آند له شافعیانو پرته هلته پرې حد نه پلی کیږي. د زمانې په اړه به هم قاضی له ګواهانو پوښتنه کوي ترڅو داسې وپتیل شي چې ددغې ګواهي څخه کومه بله پخوانۍ زنا نه مرادوي. د زنا کړی شوې ښځې پوښتنه به هم له ګواهانو قاضي ددې موخې لپاره کوي چي داسې نه چې له هغې ښځینه سره د زنا عمل ترسره شوی وي چې له هغې سره د زنا په عمل حد نه پلی کیږي، لکه د کومې ښځې سره په تیروتنه جنسي یوځای کیدل.
د زنا (بدلمنۍ) د اقرار تعریف:
د احنافو په وړاندې اقرار هغه دبالغ او عاقل شخص د زنا د ناوړه عمل په کولو سره دقاضي په وړاندې په څلورو بیلو بیلو ځایونو کې اعتراف ته ویل کیږي.
د زنا (بدلمنۍ) د اقرار شروط:
احنافو د ټولو حدودو د اړونده اقرار په باره کې داسې شرطونه ذکر کړي دي چې ځینې یې په ټولو کې کارول کیږي او ځینې نور یې د ځانګړو حدودو په اقرار پورې اړه لري.
هغه شروط چې د ټولو حدودو په اقرارونو پورې اړه لري:( )
۱- اقرار کوونکی باید بالغ وي.
۲- اقرار باید په وینا او الفاظو سره وي. دلته هغه وینا چې په اشاره او لیکلو سره وي اقرار نه بلل کیږي، ځکه د اسلامي شریعت له اصولو سره سم په اقرارکې واضح بیان واجب بلل شوي او واضح بیان له الفاظو او وینا پرته په بل شي او بله طریقه سره خپل وضاحت او څرګندوالی نه شي لاسته کولای.
۳- اقرار به په اختیار او رضا سره ترلاسه کیږي. هرهغه اقرارچې د زور، وهلو، ربړولو، تعذیبولو، ډارولو اوداسې نور لاروچارو له کارلو وروسته لاسته راشي د اسلامي شریعت په وړاندې د حدودو او مالونو په اړوند د منلو وړ ندی.
هغه شروطونه چې د ځینو حدودو په اقرار پورې اړه لري:
۱- اقرار به په تکرار سره ترسره کیږي. په ځانګړې توګه د زنا (بدلمنۍ) د حد اړوند اقرار به هرومرو څلور ځله په بیلو بیلو ځایونو کې د قاضي په وړاندې ترسره کیږي. بالغ او عاقل شخص به په خپل اقرارکې پدې سره اعتراف او اقرار کوي چې هغه زنا کړې ده ترڅو د زنا د حد دپلي کولو لپاره د شک شتوالی له منځه ولاړ شي، ځکه ما عز د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې څلور ځله په زنا کولو اقرار کړي وه.( )

۲- د زنا د حد اړونده اقرار به په څلورو مختلفو ځایونو کې کیږي. دا ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماعز د زنا په اقرار کې د مجلسونو بیلوالی ته اعتبار ورکړی او هغه به له نبوي جومات ووت اوبیا به راته او بل ځل په کړې زنا به یې اقرار کاوه، پداسې حال کې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل مجلس څخه نه وو وتلی. دا د احنافو فقهی مذهب دی که څه هم نور جمهور علمای کرام پدې سره یوه خوله دي چې د زنا د اقرار په خاطر بیلابیلو مجلسونو ته اړتیا نشته بلکې مقر کولای شي خپل اقرار په یو مجلس کې وکړي.( )
۳- اقرار به د امام یا قاضي په وړاندې ترسره کیږي. هر هغه اعتراف او اقرار چې د قاضی او امام له مجلس اوحضور نه پرته ترسره شي د حد دپلي کیدو لپاره کوم شرعي حجت ندي. که چیرته یو شخص د څلوروکسانو په وړاندې اقرار وکړ خو د قاضي په حضورکې یې له هغې انکاروکړ، قاضي د څلورو کسانو په شاهدي خپل حکم نشي صادرولای چې د زنا حد په شاهدي ورکړای شوي شخص باندې نافذ شي.
۴- روغتیا اوپه سد والی د زنا، غلا او د شرابو دڅښلو په اقرار کې حتمي دی. که چیرې یو سړی د نشې په حالت د پورتنیو یادو شویو جرمو په ارتکاب اعتراف او اقرار وکړي، دغه اعتراف او اقرار یې د شرعي حد او سزا د پلي کیدو لپاره معتبر نه دي.
۵- د زنا (بدلمنۍ) اقرار دهغه چا لخوا صحیح دی چې له هغه څخه د زنا کیدو امکان وجود ولري. که چیرته داسې یو کس په زنا کولو اقرار وکړي چې هغه د نرتوب آله ونلري، دغه اقرار د زنا په اړه د منلو وړ ندی خو که چیرته داسې یو شخص چې خصی او د داسې نرتوب آلې څښتن چې دنرتوب آله یې نه پورته کیږي، په زنا کړنه باندې اقرار وکړي نو دهغوی اقرار دمنلو وړ دی، ځکه دغې دوو کسانو خو د نرتوب آله لرله.
۶- هغه څوک چې د زنا کولو اقرار کوي باید داسې یوکس وې چې له ځان څخه د دفاع کولو توان هم ولري. دا پدې معنی ده چې که زانی او یا زانیه ګونګی وي نو دا اقرار صحیح او پرځای ندی ځکه چې ګونګی شخص له خپل ځان څخه د دفاع کولو هراړخیز توان نلري.
د زنا د اقرار په اوریدنه کې د قاضي کردار
کله چې یو انسان د قاضي په وړاندې په زنا کولو اقرار وکړي، قاضي باید هغه دری ځله ورټي، سختې خبرې دې ورته وکړي او منع یې کړي، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دحضرت ماعز سره له کوم چلند نه کاراخیستی وو. کله چې د قاضي یا امام له پورتني رویې سره سره یو شخص څلور ځله د زنا د ناوړه او ناروا عمل په کولو سره پداسې حالت کې اعتراف او اقرار وکړي چې د پوره عقل خاوند او په عمر باندې بالغ وي، پدې حالت کې باید قاضي له اقرار کوونکي څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ماعز سره د کړنې څخه دپیروۍ په خاطر دنوموړي کس څخه د زنا د ماهیت، څرنګوالي، ځای او له چاسره چې دغه کس دزنا ناوړه عمل ترسره کړي پوښتنه وکړي ترڅو قاضي ته ټوله قضیه واضح شي. هغه کس چې په زنا باندی د کړي خپل اقرار او اعتراف نه په شا کیږي دده دغه له خپل اقرار نه په شاکیدنه د ټولو علماي کرامو په اتفاق سره جائز عمل دي او اقرار کوونکي ته دا حق په اسلامي شریعت کې ثابت دي.
له اقرار نه ګرځیدل
امام ابوحنیفه، امام شافعی او امام احمد بن حنبل رحمهم الله تعالی په دې اړه داسی مهرباني کوي چې که دقاضي په وړاندې د زنا په ناوړه عمل یو اقرارکړی شخص له خپل اقرار نه د حد دحکم له صادریدو مخکی یا ورسته او یا آن هغه وخت چې څه ناڅه حد هم پرې پلی شو، وتښتیده، په هغه شخص باندی نور حد نه پلی کیږي او هغه شخص د الله تعالی له حد نه نور خلاص شو.( ) ترڅوپه دې مبارک حدیث باندې عمل راشي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ادرؤا الحدود بالشبهات) او بل رسول علیه الصلاة والسلام ماعز د هغه د اقرار په آن وفرمایل: (لعلک مسستها او لعلک قبلتها)( ) . له دې وروسته بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا او حدیث هم شته چې کله ماعز د حد د پلي کیدو په درشل کې وتښتیده او صحابه کرامو په هغه پسې منډې کړي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( هلا ترکتموه، لعله أن یتوب، فیتوب الله علیه).( )
دمالکیانو په آند هم مشهوره وینا داده چې که یو شخص له خپل کړي اقرارنه د ګومان او له ګومان نه پرته په شا شو لکه چې یو شخص ووایي: ما په خپل ځان درواغ وویل، یا زه له خپلې ښځې سره په داسې حال کې جنسي یوځای شوم چې هغه په ما باندې حرامه وه او ګومان مې وکړ چې زنا ( بدلمنۍ) ده، نو په دې حالاتو کې په پورتني شخص باندی حد نه پلی کیږي.
له امام مالک رحمه الله نه داقول او وینا هم را نقل شوې ده چې په پورتني شخص به د زنا حد عملي کیږي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( لاعذر لمن أقر)
ددې مسئلې په پای او غورچاڼ کې دا په ګوته کوو چې له اقرار څخه ګرځیدل بنده ته په اتفاق سره شته دي.

۵- د زنا ( بدلمنۍ) دحد پلي کول، څرنګوالی، د په حد کیدونکي حالت، دحد دپلي کولو ځای)
• د زنا دحد پلي کولوشرطونه:
۱- د حدودو د پلي کولو شرطونه په دوو ډولونو سره ویشل شوي دي چې یوډول هغه شرطونه دي چې په ټولو حدودو پورې اړه پیدا کوي او دوهم ډول هغه شرطونه دي چې د رجم (په ډبرو ویشتلو) په حد پورې تړاو مموي.
کله چې د رجم (په ډبرو ویشتلو) هغه حد چې د ګواهانو په ګواهۍ باندې صادرشوی وي، پلی کیږي نو دا شرط دی چې لومړی به ګواهان دغه حد په خپلو ډبرو ویشتلو سره پیل کوي او له هغوي وروسته به امام یا قاضي او له هغه وروسته به نورحاضر مسلمانان رجم کیدونکی شخص په ډبرو ولي. که کوم د رجم (په ډبرو ویشتلو) حد د زانا کار انسان په اقرار سره د قاضي له لوري صادرشوی وي په دې حالت کې به امام یا قاضي او یا دهغه ځای ناستی به د نوموړي حد د سزاپلي کول په خپلو ډبرو ویشتلوسره پیل کوي. په لنډه ویلای شو چې که د رجم حد په ګواهۍ سره ثابت او صادرشوی وو نو پدې حالت کې به د رجم دحد پیل هم د ګواهانو په ډبرویشتلو سره کیږي خو که نوموړی حد په اقرار باندې صادر شوی وو نو بیا به لومړی د حد دپیل ډبره د قاضي یا امام له لاسه کیږي.
د په حد کیدونکی شخص حالت:
درجم حد که په اقرار باندې صادر او واجب شوي وي، که د څلورو ګواهانو په ګواهۍ سره، په نارینه باندې به په ولاړه او پرته لدې چې هغه ته ځای وکیندل شي ( ) او یا یې لاس، سترګې او پښې وتړل شي او ونیول شي،عملي کیږي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ماعز باندې دالله تعالی د دین حد عملي کړ، هغه یې نه وتاړه او نه یې هم ورته ځاي وکینده. داځکه چې د اسلام سپیڅلی دین کې د رجم کیدونکی شخص لپاره تړل او ځای کیندل ددې موخې په خاطر نشته چې ښایې د رجم کیدو په آن هغه شخص وتښتي او دهغه دغه تیښته د خپل اقرار نه د ګرځیدو مخ واخلي چې پدغه شان کولو سره د حد له پوره نافذیدو او پلي خلاصون مومي. ماعز هم له هغې ځمکې تیښته کړې وه چې تیږې پکې کمې وې خو هغه ځمکې ته یې تیښته کړې وه چې هلته تیږې زیاتې وې.( )
داحنافو په وړاندې که چیرته په یوه مسلمانه ښځینه باندې د الله تعالی ددین حد پلی کیږي، دا به د امام حق او اختیار وي چې هغې ته یوه داسې کنده چې د ښځینه د سینې پورې وي، کیني او که نه، که چیرته د امام خوښه شوه هغې ښځې ته به دهغې ترسینې پورې یوه کنده وکیني او که یې خوښه نشوه کیدای شي پرته له کندې کیندلو په هغه ښځه د الله تعالی ددین واجب شوی حد پلی کړي. که چیرته ښځې ته د هغې ترسینې پورې یوه کنده وکیندل شي، دا به د هغې لپاره دستر یوه لاره وي لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غامیدیې ښځې لپاره کیندلې وه ( ). که په ښځینه باندې له کندې ورته کیندلو پرته هم حد عملي شي کوم باک نلري ځکه هغه په خپلو کالیو او جامو کې مستوره او پټه ده، او دغه کالي ددې نه د حد دپلي کیدلو په آن هم نه لیرې کیږي.
دشافعیانوپه آند که چيرته د حد وجوب په ګواهۍ سره شوي وه نو پدې حالت کې هغوی په دې نظر دي چې هغې ته به کنده هرومرو کیندل کیږي، خو که چیرته د حد وجوب په اقرار سره رامنځته شوی وه نو بیا به د حد د پلي کولو په آن ښځې ته کنده نه کیندل کیږي دا ځکه چې ښایې هغه ښځه د حد د پلي کیدو په درشل کې وتښتي او په دغه شان کړنې سره به دا له خپل اقرار نه د ګرځیدو مهال لاس ته راوړي.
کله چې د دورو وهلو(الجلد) حد په نارینه باندې عملي کیږی، هغه باید ولاړوي او له پرتوګ څخه پرته به له خپلو ټولو کالیو لوڅ کړل شي او بیا له هغې وروسته پرې د امام، قاضي او دهغوي د استاري له خوا پرته پلی شي. د ټولو حدودو او تعزیراتو په پلي کولو کې له نارینه کالی له پرتوګ نه پرته ایستل کیږي خو د قذف په حد کې به یوازې د هغه د جاکټ اویا چپنې په ایستلو سره بس والی کیږي.
پدې ډول حدودو کې به ښځینه په حد کیدونکې نه یوازی دهغې جاکټ او بل داسې شي چې په کالیو یې دپاسه اغوستی وي لیرې کیږي او په هغې باندې به د هغې له ستر په فکر او پام کې نیولو سره سره حد پلی کیږي.
د حد د پلي کولو ټوکي ( دوهلو او ډبرویشتلو څرنکوالی):
د رجم (ډبرو ویشتلو) حد به د لوټو (کلکې شوې خټې) او یا په میانه تیږو او ډبرو(چې لاس پرې ډک شي) په ویشتلو سره پلی کیږي. ډیرې وړې تیږي یعنې شګې به نه کارول کیږي ترڅو د په حد کیدونکی شخص د زیات کړاو اوږدې ربړې سبب نه شی. پداسې غټو او لویو تیږو او ډبرو باندې به هم نه ویشتل کیږي چې سمدلاسه ووژل شي.( )
د دورو وهلو (الجلد) حد به داسې پلی کیږي چې هغه په حد کیدونکی شخص به یوازې په دورو او هغه په حد کې په ټاکل شوې شمیرې سره پلی کیږي، په حد کیدونکی شخص به د حد دعملي کولو په آن په ځمکه نه څملول کیږي لکه نن چې په ځینو ځایونو کې همداشان کیږي، ځکه دا ددین په عملي کولو کې بدعت او د الله تعالی او دهغه د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له طریقې وتل بلل کیږي. دوره وهونکی (جلاد) به خپل لاس د دورو وهلو په آن له خپل سر څخه نه پورته کوي.( )
دا شرط په جلاد باندې ځکه ضروري دی چې که داسې ونشي نو د په حد کیدونکی شخص به د دورو له وهلو مړ او یا به یې پوستې څیرې شي. جلاد به د دورو وهل په داسي ډول پرمخ وړي چې نه ډیر زیات سخت او نه هم داسي عملي شی چې په هغې کې آن دورې د په حد کیدونکی شخص بدن یا جسد لمس نکړي.

د دورو وهلو (الجلد) په حد کې د وهلو ځای:
داحنافو په آند به د دورو وهل دبدن په یوه غړی نه ترسره کیږي، ځکه چې ښایې د هغې غړی د له منځه تلنې او یا لږ تر لږه د پوستکي د څیرې کیدو لامل به شي. دا وهل به دبدن په اندامونو لکه: په مټو، لاسونو، اوږو او پښو باندې ویشل کیږي او غړي ته به یو اندازه وهل ورکول کیږي. د بدن د هغو برخو او غړیو له وهلو به ډډه کیږي چې د انسان لپاره د مرګ سبب کیږي لکه: مخ، سر، سینه، خیټه او د تناسلي آلې ( ) له وهلو به په کلک مخنیوی کیږي ترڅو د په حد کیدونکی شخص د مړینې سبب نشي. بل داچې حضرت علی رضی الله عنه جلاد ته ویلي وو چې: (اضربه واعط کل عضو منه حقه، واتق وجهه ومذاکیره)( ). امام مالک رحمه الله وایي چې په حدودو کې به د هر شخص په شا او هغې ته نږدې وهل ترسره کیږي ( ).
امام شافعی رحمه الله تعالی وایي چې د حدودو د عملي کولو په آن دې دورې وهل په ټول بدنې غړو عملي شي خو په خورا ځیرکتیا دې د مخ، شرمګاه، لګن خاصرې او د هغوځایونو او غړو له وهلو دې ډډه وشي چې د په حد کیدونکی شخص د میړنې او یا پوټکی د څیریدو لامل شی. دحضرت علی رضی الله تعالی عنه په پورتنۍ وینا او په هغه څه باندې دلیل رواړي چې له حضرت عمررضی الله عنه څخه روایت شوي دي. هغه پیښه داسې وه چې یوې ځوانې نجلۍ زنا کړې وه او حضرت عمر رضی الله عنه امر وکړچې: إذهبا، واضرباها، ولا تخرقا لها جلداً)( ). ځکه چې په زنا کارانو باندې د الهی حد دعملي کولو موخه هغوي ته جزا او سزا ورکول دي نه دهغوي له یوې مخې وژل.
امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی د دورو وهلو دحد عملي کولو په اړه بیا وایي چې باید له دریو غړیو پرته چې مخ، سر او دنارینه او ښځینه له شرمګاه پرته پر ټولو غړیو عملي شي. علت یې همدا ښیي چې په نورو غړیو د وهلو له امله مرګ نه رامنځته کیږي. د خپل دې فقهي نظر لپاره دحضرت علی رضی الله تعالی عنه دا وینا دلیل راوړي چې جلاد ته وویل:(إضرب وأوجع واتق الرأس والوجه)( ).
د حدودو دعملي کولو ځای:
احناف او حنبلیان له فقهي پلوه پدې ګروهه دي چې باید حدود د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې پلي شي. ځکه الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي:( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ) ۲ سوره النور.
ددې کار اړینه برخه او لویه موخه هم داده چې خلکوته ګوتڅنده وي، د حدود له عملي کولو نه وروسته عبرت او نصیحت شي اود تل لپاره د دغه ناوړه، ناروا او فاحش عمل نه لاس په سرشي.( )
مالکیان او شافعیان بیا د حدودو د عملي کولو په آن د خلکو د یوه ټولي ترمنځ پرځای کار بولي ه دغه اړه یوازې دجمعې د عدد پوره کول اړین بولي چې لږ ترلږه یې شمیره څلورو کسانو ته ورسیږي.( )
داحنافو، شافعیانو او حنبلیانو جمهور علمای کرام ټول پدې سره یوه خوله دي چې حدود به هیڅکله په جوماتونو کې نه پلي کیږي. لکه چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:(لا تقام الحدود فی المساجد، ولا تقتل بالولد الوالد)( )
بل داچې د جوماتونو احترام او درناوی باید وشي. که چیرې په جوماتونو کې د حدودو عملي کول پلي شي نو هلته ښایې داسي یو عمل او یا داسې څه وشي چې د اسلام په سپیڅلي دین کې د جومات له درناوي سره اړخ ونه لګوي. لدې سره سره د الله تعالی په دین کې د جوماتونو چې د الله تعالی کورونه بلل کیږي، درناوي او احترام واجب دی. په جوماتونو اسلامي شریعت د تورو راایستل منع کړي او ددې شونتیا هم شته چې د په حد کیدونکي شخص له وجود څخه د په حد کیدلو په درشل کې داسې څه راوووځي چې جومات پرې چټل او ګنده شي. همدا لوی لامل دي چې باید په جوماتونو کې هیڅ شخص په حد نکړاي شي.
د هغه شخص حکم چې د رجم ( ډبرو ویشتلو) د حد په پلي کولو سره ژوند له لاسه ورکړي:
دجمهورو او ډیری علمای کرامو نظر پدې اړه یو دي چې باید هغه شخص ته چې د رجم (ډبرو ویشتلو) د حد په علمي کیدو کې او یا له هغې وروسته مړ شي، د نورو عادي مسلمانانو په شان ورته غسل ورکړل شي، د نورمسلمانانو په شان ورته کفن وکړای شي او دنور عادي مسلمانانو په شان په پوره درناوي سره خاورو ته وسپارل شي( ). ددې خبرې مهم دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث دي چې د ماعز په اړه یې فرمایلي وو: (إصنعوا به ما تصنعون بموتاکم)( )
ګرانو او درنو لوستونکو! د الله تعالی د مینې او محبت لپاره که په دغه لیکنه کې له کومې تېروتنې سره مخ شوئ، هغه تصحیح کړئ او د الله تعالی له بې پایه دربار څخه د بدل په تمه اوسئ او ما عاجز او فقیر هم له خپلې دعا هېر نکړئ. والله اعلم بالصواب