د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول په یوه جمله کی ١

افغان تحرک 25.11.2015 12:19

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول:

هر کله چه مونږ افغانان خپل احساسات ژبنیز کړو، بیا انشالله بین الافغانی صلح ته رسیږو!

یعنی:

جګړه د احساساتو (emotions) د تصادماتو پر ذریعه رامینځ ته راځی او په یو جګړه ییزه حالت او وضعیت کی زمونږ احساسات انبساط، پراختیا او حتی چاودنه لری، په عین وخت کی زمونږ ژبه انقباض، زمونږ خبری او وینا بندښت او تتلګي اختیاروی.

زمونږ صلحه خوښوونکی افغانان د خپل غوښتنی سپینول او روښانه کول لپاره ژبه ییزو اظهاراتو ته اړتیا لری.

یعنی: بین الافغانی صلح له emotions کنترول له لاری څخه ممکن ښایی.

د "احساسات" کلمه او یا اصطلاح تعریف:

"احساسات": په انګلیسی کی ورته emotions او په جرمنی کی ورته Emotionen ویل کیږی.
د "احساسات" کلمه دیو فرد مجموعی حالتونه لکه قهر، غضب، خشم، نفرت او تنفر، خوشحالی، غم، غمجن حالت، مینه یا عشق، هیله او آرزو، او دیر نورو داسی فردی حالتونو ته وایو. سره له دی څخه چه د "احساسات" کلمه او یا اصطلاح دقیق تعریف، توضیح او تشریح لږ اوږده بحثونو ته اړتیا لری خو مګر دلته په یو لند او تقریبی دول کولای شو ووایو چه د "احساسات" کلمه او یا اصطلاح "تول جسمی عکس العملونو" تشکیلوی.

"احساسات" همداسی چه د قهر، غضب، خشم، نفرت او تنفر، غم، او غمجن شکلونه او حالتونه لری، بی له شکه چه د خوشحالی، مینه یا عشق، هیله او آرزو، او دیر نورو شکلونه او حالتونه هم لری. کله چه دلته په بین الافغانی صلح افغانی فورمول کی ویل کیږی چه هر کله چه مونږ افغانان خپل احساسات ژبنیز کړو، بیا انشالله بین الافغانی صلح ته رسیږو! ، بیا دلته "خپل احساسات ژبنیز کول" یو مشخص معنا او محدود تعریف مطرح کوی.

"خپل احساسات ژبنیز کول" یعنی خپل "تول جسمی عکس العملونو" باید چه "ژبنیز کړو" !

یعنی که چیرته مونږ افغانان هر یو خپل "تول جسمی عکس العملونو" داسی تر خپل تاثیر او تر خپل کنترول لاندی راوړو چه که زمونږ د قهر، غضب، خشم، نفرت او تنفر، او غم، حالتونه وی او یا هم که زمونږ د خوشحالی حالت او یا هم دزمونږ د هیله او آرزو حالتونه وی، تول یی، یعنی خپل "تول جسمی عکس العملونو" لمړی ګام کی "ژبنیز کړو" ، یعنی دخپل قهر، غضب، خشم، نفرت او تنفر، او غم، حالتونه "په لفظ" بیان کړو، له خشن جسمی عکس العملونو څخه پرهیز کړو، او که چیرته د څښتن تعالی مرسته هم په دی سوله ییزو لاری کی مونږ سره وی، نو ایا بین الافغانی صلح ته نه رسیږو؟ واضع دی چه انشالله رسیږو!

خپل احساسات او غوښتنه له ژبنیز لاری بیانول او څرګندول د افهام او تفهیم او د یو بل د احساسات او غوښتنه د درک ضمینه برابروی.

سره له دی څخه چه زمونږ "احساسات" زمونږ "روانی حالت" وړاندی کوی او "مغرضین" زمونږ "خشن احساسات" ته د ارتقا ضمینه برابروی، بلی هو، سره له دی څخه، زمونږ په افغانی ټولنه کې سوله ییز غږیدل، سوله ییز ګړیدل، سوله ییز مرکه کول د سولیزه ذهنیتونه او د بین الافغانی سولی د وده په ساحه کی ستر نقش لری.

ادامه لری






د بین الافغانی سولی، ثبات، قانونت، ترقی او رفاه په هیله