د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول په یوه جمله کی

افغان تحرک 24.11.2015 11:09

د بین الافغانی صلح افغانی فورمول:

هر کله چه مونږ افغانان خپل احساسات ژبنیز کړو، بیا انشالله بین الافغانی صلح ته رسیږو!

یعنی:

زمونږ احساسات متحرک، خوځند، چټک او خوځېدونکی دی، زمونږ احساسات خوځېدا، هیجان، وړنه او خوځیدنه لری، مګر متاسفانه زمونږ ژبه داسی ژبون وهلی او ګونګ ده، او یا زمونږ دژبې بندښت او تتلګي دومره لوړ دی، چه زمونږ متحرک احساس ویاند نلری.

یعنی:

خپل احساسات او غوښتنه له ژبنیز لاری بیانول او څرګندول د افهام او تفهیم او د یو بل د احساسات او غوښتنه د درک ضمینه برابروی.


زمونږ په افغانی ټولنه کې سوله ییز غږیدل، سوله ییز ګړیدل، سوله ییز مرکه کول د سولیزه ذهنیتونه او د بین الافغانی سولی د وده په ساحه کی ستر نقش لری.



د بین الافغانی سولی، ثبات، قانونت، ترقی او رفاه په هیله