د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له اختلاف اوشخړوسره د نا مناسبوکړنو پایلې

محمد انور ولید 22.11.2015 11:34

څه وخت چې د یوې موضوع یا ستونزې پر سر د ښکېلو خواوو تر مینځ اختلاف په مناسب او ښه شکل مدیریت او کنټرول نه شي، همغه اختلاف بیا د شخړې سبب ګرځي . او که له شخړې سره مناسب چال چلند و نه شي ، له شخړې څخه د وتلو سمې لارې او وخت و نه ټاکل شي ، بیا هم همدغه شخړې په تاو تریخوالي ، جګړو او دښمنیو باندې بدلېږي . چې له کبله یې کېدای شي په ټولنه کې درزونه او بېلتون را مینځته شي .
له دې خبرو دا مطلب اخیستلای شو چې :
د ښکېلو خواوو له اختلاف او شخړو سره مثبت تعامل اوڅرنګوالی ډېر مهم رول لري ، ځکه چې د ښکېلو خواوو ذهنیتونه او کړنې د شخړو د تحرک او خوځښت سبب کېږي .
منفي لوري ته د شخړې خوځښت ( تحرک ) په لومړي سرکې ورو او د کنټرول ( اداره کولو ) وړ وي ، خو که شخړه د تاوتریخوالي او جګړو حدودو ته ور واوړي ، نو بیا د هغې کنټرول او قابو کول څه آسانه خبره نه ده . د شخړو لوستلو دا را په ګوته کړې چې د ټولنیزو شخړو په بحراني حالاتو کې ډېر لوی رهبران او خورا ځواکمن خلک هم د شخړو د تحرک او خوځښت د انرژۍ په سمندرکې ورډوب شوي او یا څنډوته دیکه   ( ټېل وهل ) شوي دي . خوترډېره بریده داسې هم پېښه شوې چې د شخړو د خوځښت په بهیرکې نورو نویو اصلي یا مصنوعي مشرانو په اصلي یا مصنوعي ډول سر را پورته کړی چې پایله یې یا د شخړو او جګړو پر دوام ، او یا هم د شخړو پرمؤقتي پای ته رسېدو بد له شوې او ثمره یې همغو مصنوعي تپل شویو مشرانو او ددوی ټېمونو خوړلې ده چې نصب اوعزل دواړه یې په بهرکې د پردیو استخباراتي کړیو په لاس شوي وي . هغه متل دئ چې وایي : ( تورې لا لا وکړې ، مړۍ حمدالله وکړې ) . چې په داسې سوله کې حق تل تلف ، او حقیقت په کې قرباني شوی دﺉ . او د سولې جسد  چېرې د عنکبوتي استخباراتو په جال کې همداسې ځړېدلی پروت وي .
خو په دایْمي سوله کې چې د شخړو او جګړو ټغرد تل له پاره په کې ټول ، اوغرضي خلک د خپلې توطیْې پیاز په بډه په کې نه شي وهلی ، ځکه  د هغې مشران د ملت له متن او بطن څخه سر را پورته کوي . هلته بیا حق حقدار ته رسېږي او په تل پاتې سوله کې حقیقت تل ژوندی او خوندي وي . همدا لامل دئ چې هلته د خلکو ريښتیني خادمان په اصل کې سپېڅلي وجدا نونه او ویښ ضمیرونه دي چې پرخلکو باندې حکومت کوي .
نود شخړو د تحرک ( خوځښتونو) له خصوصیاتو اوله بدلونونو څخه د خبرېدو له پاره اړینه ده چې باید له اختلاف او شخړو سره د تعامل د څرنګوالي او د شخړو د خوځښت او بد لون د مرحلو او د ښکېلو خواوو په اړیکو پورې د اړونده بد لونونو په هکله ځا نونه پوه کړو . ځکه هر څومره چې شخړه منفي لورته خوځېږي ، ور سره جوخت د ښکېلو خواوو دریځ د یو بل په وړاندې همدومره سختېږي ، چې په دې توګه د شخړو په شدت او پېچلتیا کې هم زیاتوالی راځي . همدلته ده چې نوې ډلې اونوي خلک له نویو کړنو سره د خپل ځان او پرد و په ګټه د شخړو چاپېریال ته داخلېږي ، له د وی سره جوخت د زیان رسولواو فزیکي حملو احتمال هم زیاتېږي . که چېرته داسې وضعیت پېښ شي ، شخړې بیا نورهم شدت مومي  . په ځینو حالاتو کې دواړه خواوې د خپلمنځي شخړو کنټرول او واک له لاسه ورکوي او شخړې او جګړې یې نور ذید خله عناصر اوکړۍ لکه د افغانستان ګاونډیان د خپلو شومواهدافو له پاره پرمخ وړي .
که چېرې له ښکېلو اړخونو یو یې داسې فکر وکړي چې د زر ، زور او تزویر له لارې په مقابل لوري خپلې غوښتنې ومني ، په داسې حال کې بیا مقابل لوری د مقابلې له پاره ځان چمتو کوي . که یو سړی یا یوه ډله بل لوري ته د سر یا مال زیان ورسوي ، نو مقابل لوری هم په ورته عمل لاس پورې کوي . چې ددغه ډول منفي سیالیو په دې بهیر کې سر ټکوني ، ملامتۍ ، تهد ید ونه ، وېرې ،           بېنظمۍ ، بېرحمۍ او زور زیاتی لا پسې ډېرېږي .
که په ټولنه کې له شخړوسره د سوله ییز تعامل پوهه او مهارتونه ضعیف او یا د شخړو د کموالي او سړېدو نورمونه او ادارې فعالې او اغېزمنې نه وي ، شخړې به خپله منفي خواته خورې او په مختلفو مرحلو کې به د لا زیات شدت او تاو تریخوالي او جګړو سبب شي .
 
 
موږ دلته په لاندې توګه د شخړو د خوځښت د مختلفو مرحلو او په هغو کې د بدلونونو د را مینځته کېدو لنډه یادونه کوو :
۱ـــ  اختلاف او شخړه د دوو خواوو تر مینځ د یوې ستونزې یا موضوع په هکله په ښکاره ډول را مینځته کېږي .
۲ـــ  سیالې خواوې د خپل اختلاف او شخړې په هکله له یو بل سره بحث کوي چې کېدای شي په دې سره یې  اختلاف تر مینځ حل او یا حل نه شي . که اختلاف حل نه شي ، د دواړو خواو تر مینځ کشمکش را پیدا کېږي . چې په دې ترڅ کې دواړه خواوې پر اصلي ستونزه خپل تمرکز له لاسه ورکوي او یو بل ته د ستونزې په نظر ګوري .  په دې وخت کې دوی یو بل ته ډېر غوږ نه نیسي او له یوبل څخه سر ټکوي .     
۳ـــ  شخړه داسې ښکاري چې دواړه خواوې یو د بل پرچلند بېځایه نیوکې کوي ، ددوی منفې نظرونه اویو  پر بل باندې پړې اچونې هرې خواته خپرېږي . قضأوت یې یو اړخیز شکل غوره کوي . انصاف ، حق بیني او ترحم ورځ تر بلې کنګل ( قرنطین) او اړیکې یې له ضعف سره مخ کېږي .
۴ـــ  په دې مرحله کې یو پر بل نیوکې او منفي ګراْیۍ زیاتېږي . د دواړو خواوو تر مینځ قضأ وت ، انصاف ، حق بیني او ترحم نور هم د انجماد پر لور وړاندې ځي . خپل منځي اړیکې له ماتېدو سره مخ کېږي . دښمني یې تر مینځ سر را ټوکوي او مخامخ مفاهمه په کې له مینځه ځي .
۵ـــ  په دې مرحله کې هره خوا د خپلو پلویانو په ملاتړد خپل ځان په حقه ښوولو او د خپلو دلایْلو د لا قوي کولو له پاره پر مقابل لوري باندې د ملامتۍ او سر غړونو ټاپې لګوي . هر لوری هڅه کوي چې له غرامت او تاوان څخه ځان بچ کړي . ځانته په اصطلاح د حرفوي کسانو او پیسو په ملاتړ شرعي ( صورت دعوا او یا رد د صورت دعواوو ) په نامه حیلې او جعلي اسناد او جوړوي  . چې ددې مرحلې په وروستیو کې د دواړو خواوو تر مینځ یو بل ته د مالي او ځاني زیان رسولوهڅې پیلېږي .
۶ـــ  په دې مرحله کې دواړه خواوې یو د بل په وړاندې د زیان اړولو د عمل او عکس العمل په دایْره کې سره را ټولې او قطب بندي را مینځته کېږي . د هرې خوا پلویان یو بل ته په خپلو خزو ( مورچلو ) کې د تیارسۍ په حالت کې ماشه په لاس قوماندې ته ناست وي .
۷ ـــ  په دې مرحله کې دواړه خواوې د یو بل په وړاندې متضاد دریځونه غوره کوي چې په پایله کې ترې ټولنیزه ماتې را مینځته کېږي .
په پورته توګه د اختلاف او شخړو د مختلفومرحلو پېژندنه او په هره مرحله کې د حل اقدامات له یو بل سره لږ څه تو پیر سره لري . د اختلاف مدیریت او حل د شخړو په لومړیو مرحلو کې ډېر آسانه دﺉ . خوکه شخړه څلورمې او یا تر هغې لوړو درجو ته دا خله شوې وي ، حل او مدیریت یې ستونزمن ګرځي . خو بیا هم له دې سره سره په هره مرحله کې د نوموړې مرحلې سره سم اقدامات شوني دي .
د شخړو د حل او سوله راوستونکو له پاره دا اړینه ده تر څو پر دې ځانونه پوه کړي چې د ښکېلو خواوو تر مینځ شخړه په کومه درجه کې ده . کله چې د شخړې کچه ور معلومه شوه ، بیا دې له نوموړې مرحلې سره سم په اقداماتو لاس پورې کړي .
نوټ : د شخړو د خوځښت ( تحرک ) پورته درجه بندي له یو بل سره د بېلوالي ډېرې نږدې کرښې نه سره لري ، ځکه چې شخړه په یو خوځنده او متحرک حالت کې ده . د شخړو خوځښت د خواوو په ذهنیت ، کړنو ، او شاوخوا چاپېریال کې له وضعیت څخه اغېزمن کېږي .
که له ځانګړیو او ټولنیزو اختلافاتو او شخړو سره په ښه توګه تعامل او چلند ونه شي او یا ټو لنیزې اړیکې ، چاپېریال او سیستم داسې وي چې ټولنیزو شخړو ته لازم ځواب ونه شي موندلای ، او یا داچې د ځینو منازعو او شخړو له پاره اړین مېتودونه او حقوقي روښانه تګلارې او کړنلارې نه وي تر سیم شوې او دواړه خواوې د شخړو له سوله ییز حل لارو او مهارتونو څخه خبرتیا ونه لري...، ډېر لږ اختلافات کېدای شي په شخړو ، تاو تریخوالي او جګړو باندې بدل شي . له شخړو سره نا مناسب کړه وړه او نا حل شوې شخړې د یوې ټو لنې وګړي او ډلې د تشدد ، تېري ، ظلم ، بې انصافیو او تاو تریخوالي په مرحلو کې سره را ټولوي . او په ټولنه کې د تاو تریخوالي مختلفې سطحې را مینځته کوي .
تمرین :
له شخړو ( منازعو ) سره د تعامل په بهیرکې ښکېلې خواوې د کومو شیانو ، لارو او مېتودونوکارولو له کبله د جګړې خواته ورګډ ېږي ؟