د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نیکمل ځاځی 21.11.2015 13:42

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ښکلو په قطار کې يوه ښکلې وه ولاړه
يو چاته انتظار کې يوه ښکلې وه ولاړه

د ټولو ښکلو ښکلو سر مشري يې وه په غاړه
نن دلته لويه لار کې يوه ښکلې وه ولاړه

له کلي يې ښکلا پخپل وجود کې وه راوړې
په دې مصنوعي ښار کې يوه ښکلې وه ولاړه

هر چا غوښتل چې زړونه په وړيا ورته ډالۍ کړي
د مينې په بازار کې يوه ښکلې وه ولاړه

ګڼلې يې شيبې د مسافر لالي راتلو ته
نيکمله سپين سهار کې يوه ښکلې وه ولاړه