د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسی یووالئ د ټولو غمیزو څخه د خلاصون یواځنئ لار

حق دوست 18.11.2015 12:08

له مخکی شته ستونزی، راتلونکی ستونزی او ګواښونه ټول د دی اړتیا په ګوته کوی چی نور نو باید افغان ولس سره یو او راتلونکو ستونزو ته ټول په یوه خوله ځواب ووایی. د یادونی ده چی هره غمیزه په هیواد راغلی نو له ټولو لویه بیه یی ولس پریکه کړی، ولس پکی قربانی شوی، ولس پکی بی کوره شوی او ولس پکی ټکؤل شوی ده. دا چی د هری ستونزی او غمیزی بیه ولس پریکوی نو دا د ولس حق ده چی باید ددی ستونزو د حل لپاره مټی را ونغاړی.
ولی باید ولس سره یو موټئ او پخپله خپل غم وخوری؟
تیرو شاوخوا څلورو لسیزو وښوده چی سیاسی مشرانو او ډلو ونشو کولئ چی هیواد ته سوله او امنیت راوړی سربیره پردی سیاسی مشرانو او ګوندونو دا ولس ټوټه ټوټه او په ډلو ټپلو وویشه، هری ډلی ته یی وسله ورکړه او له بلی ډلی سره یی په جګړه کی ښکیل کړه. دا هم ټول ولس ته روښانه ده چی د نزدی ټولو سیاسی ډلو ریښی له بهرنیو هیوادونو څخه خړوبیږی او واک ته د رسیدو لپاره یی ولس په بیلابیلو بهرنیو هیوادونو پلورلی ده. پدی بنسټ له سیاسی مشرانو او سیاسی ډلو نه دا هیله هسی یو خوب ده چی هیڅکله نه رښتیا کیږی. نو اړینه ده چی ولس پخپله لاس په کار شی، په سیاسی ډلو او واکمنو ډلو فشار راوړی او پدی ډؤل روانو او راتلونکو غمیزو ته د حل لار پیدا کړی.
څوک باید د ولسی یووالی مخکښ شی؟
دا چی پښتون ولس د هیواد لوی اکثریت ده، د هیواد په هره غمیزه کی یی د نورو په پرتله ډېری ستونزی ګاللی، او په راتلونکو ممکنه ستونزو کی هم ښایی له نورو ټولو ولسونو ډېری ستونزی وګالی نو زه په کلیوالی سیمو کی په پښتنو مشرانو، سپین ږیرو او مخورو غږ کوم چی باید را وړاندی شی او دا نوښت وکړی. البته دا پدی معنی نده چی یواځی پښتون ولس دی یو کړی بلکه پیل دی له پښتنو وکړی، لمړئ دی د هیواد پښتون ولس سره یو کړی او وروسته دی د هیواد نورو ټولو ولسونو ته بلنه ورکړی چی ورسره د ورونو په ډؤل یو شی داسی چی ټول به سره یو برابر ورونه وی او په یو بل به هیڅ ډؤل غوره والی نلری.
د ولسی یووالی مشری باید څوک وکړی؟
زه پدی اند یم چی هرڅوک د دی یووالی مشری کوی نو کومه بدی پکی نشته ولی د یادونی ده چی مشر باید عام ولسی وګړئ وی او په هیڅ ډؤل د کوم سیاسی ګوند سره تړاؤ ونلری. مګر مشر باید په هیڅ ډؤل ټولواک نه وی بلکه تر څنګ یی یوه شورا شتون ولری او امر یی هغه وخت د پلی کیدو وړ وی چی شورا یی تصویب کړی. په شورا کی باید د هر توکم د شمیر په بنسټ د هغوی غړو شمیر شتون ولری ولی بیا یادؤنه کوم چی دا غړی باید په هیڅ ډؤل د کوم سیاسی ګوند سره تړاؤ ونلری دا ځکه چی شورا د کوم ځانګړی سیاسی ګوند پوری تړلی ونه ګڼل شی او بشپړ ولسی رنګ ولری چی پدی ډؤل ولس پری باور وکړی.
د ولسی یووالی او شورا د جوړیدو وروسته باید ولس څه وکړی؟
پدی کی شک نشته چی سیاسی واکمنی ډلو، سیاسی ګوندونو، بهرنیو ځواکونو او د سولی شورا ونشو کولئ چی په هیواد کی سوله ټینګه کړی او تر دی دمه پکی په بشپړ ډؤل ناکام دی. پدی بنسټ لدی ټولو ډلو څخه د سولی هیله بیځایه ده او ولس له ټولو ډېر سولی ته اړتیا لری. ولس کولئ شی چی د دولت ناوړه کړه وړه هم اصلاح او په اړه یی خپل غږ اوچت کړی. وسله والو مخالفینو ته هم ولس وییلی شی چی دا کار مو سم او دا ناسم ده او ناسم کار مو باید سم کړئ. پدی هم ټول پوهیږی چی دولت هیڅکله بهرنیانو ته نشی وییلی چی دا کار مو ناسم ده او باید سم یی کړئ یا دا چی زمونږ له هیواد نه بهر شئ او خپله جګړه زمونږ په خاوره کی مه کوئ. ولی ولس ورته وییلئ شی، ولس بهرنیان هم سمولئ او ان له هیواد نه شړلی شی.
زه بشپړ باور لرم چی که ولس یو شی نو پرته لدی چی ناقانونه کار ته لاس واچوی د جګړی ټول لوری په سمه لار کړی. سوله ایز لاریون د هیواد د شته قانون سره هیڅکله په ټکر کی نده ولس کولئ شی چی د ټول هیواد په کچه د سوله ایزو لاریونو له لاری هم دولت اصلاح کړی او که اصلاح نشی نو له واک نه یی لری کړی. سربیره پردی که مناسب وګوری نو بهرنیان هم له هیواد نه وتلو ته اړ کړی او همدارنګه وسله والو مخالفینو ته هم وییلئ شی چی نور باید جنګ جګړی او ولس وژنه بنده کړی. زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم چی ټوپک او وسله خو پریږده چی لرګی او تبرګی دی هم نه اخلی یواځی ټول دی په یو غږ د ټول هیواد په کچه را جګ شی او د سیاسی واکمنی ډلی او نورو ټولو ډلو د ناسمو کړنو په خلاف دی خپل غږ اوچت کړی لدی سره به هر څه سم او د هیواد د شاوخوا څلورو لسیزو روانه غمیزه به پای ومومی.
په درنښت.