د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جرمني: د ارواښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول

نصیرستوری 17.11.2015 12:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

        د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند  روان کال دروان ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر په ۱۵ مه   نېټه  د المان دهورت په ښارکې  د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو روحاني ، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد  محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې مراسم تر سره کړل ، چې  د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګن شمیرټولنو او ګوندونو استازو ،  په  اروپایي هیوادونو  کې میشتو پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل هم پکې  ګډون کړی ؤو.

         د فاتحې مراسم  د ښاغلي سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل  شول.

         نصیرستوري د ارواښادمحمدافضل خان لالا لنډ ژوند لیک ولوست.

         ښاغلیو عزیز سرشار، محمد شیرین ګردیوال،الحاج اقبال لالا او حاجي فضل الرحمن شیر د ارواښاد خان لالا په سیاسي، ټولنیز او ولسي ژوند او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  سره په اړیکو لنډې، لنډې خبرې وکړې او د ارواښاد خان لالا  د نظرئې د خورولو  د پښتنو د سیاسي شعور او احساس   په  را بیدارلو ئې هر اړخیزې څرګندونې وکړې.


        ورپسې  ښاغلي سید هاشم پاچا صیب  د اسلام د سپیڅلې دین په رڼا کې د خان لالا په   سیاسې او ټولنیز ژوند رڼا واچوله  او  داروښاد خان لالا  سپیڅلې اروا ته  د دعا په کولو سره  د فاتحې مراسم پاې ته ورسیدل




        محمد افضل خان (خان لالا) دباچاخان  د پښتنو د ملي ازادۍ بخښونکی غورځنګ پیرو(لاروی)، د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال ، اديب او په خپله خبره ، ژمنه ( وعده)، ملګرتیا ،انډیوالۍ او دوستۍ ولاړ مشر ؤ،چې

         په ۱۹۲۶ ع کال  د ‌ډسمبر په میاشت کې د سوات په درشخیله کې زیږیدلی وو

        . د ښوونځي او طالبعلمۍ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤ. د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر) ، دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې صدر(مشر) پاتې شوی او دای این پي دمرکزی جرګی غړی ؤ.

        خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې: « تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام ستونزې (مشکلات) او محرومی نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی،اود سوکالۍ اوعزت ژوند نه شی موندلی»

            د پښتون قام دا ګډه هستي د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه (۱۳۹۴ لمریز کال د لړم په لسمه نېټه ) ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي..