د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشبیني که بد بیني!

ډاکټر نبي مصداق 15.11.2015 11:06

د خوشحال اصفي په نوم یو ځوان هره ورځ خپل زیات وخت د ملي یوالي حکومت د پروزولو لپاره وقف کوي او په هر کوچني منفي اړخ څو پرګرافه تبصره کوي. په دې کې شک نشته چې د ملي یوالي حکومت له دوو مختلفو قطبونو څخه جوړ شوی دی چې په خپل منځ کې ګړاونه لري؛ خو ښه والی یې په دې کې دی چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مقابل لوري د نفې پر ځای هغه په غېږ کې نیول شوی؛ څو زیار و وېستل شي چې ژبني، سمتي او مذهبي اختلافات له منځه یوسي او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره مناسبه موقع برابره کړي، تر څو دا پورتني مخالفتونه لکه د تېرو دورو په شان بیا رامنځته نه شي.
پر افغانانو باندې په تېرو ۳۸ کلونو کې ډېر جنګونه، ناامنۍ، ناخوالې او مصیبتونه تېر شوي دي او ټولو افغانانو ته مالومه ده چې د نه حکومت نه همدا حکومت چې که وکولای شي، د عنعنوي مخالفتونو پنځه یا لس سلنه مخه هم ونیسي، خورا ښه لاسته راوړنه به وي؛ خو جناب خوشحال اصفي په مکرر ډول د حکومت د دوو برخو د داسې مخالفتونو اور ته په خپلو لیکنو کې لا هم لمن وهي.
مثلاً: مجرم فیروزي له بندنه په راخلاصېدو کې چې ولسمشر پرې هېڅ خبر نه درلود، په څو ساعتو کې د هغې ۶۷ جریبه ځمکه چې د سمارټ سیټي په نامه ښارګوټی یې ورباندې جوړاوه، د ضبط امر ورکړ او هغه یې بېرته یې د چرخي پله زندان ته واستاوه. خوشحال اصفي پر ځای د دې چې ووایي باید رییس جمهور هغو کسانو ته چې فیروزي یې له بنده راوېستلی و، جزا ورکړي او یا یې برطرف کړي داسې تعبیروي چې ګوندې دی او د ده په شان د نورو کسانو د فشارونو له امله رییس جمهور دا اقدام وکړ.
په بل ځای کې خوشحال اصفي په مکرر ډول د ولسمشر یوه لفظي تېروتنه د ده په ناپوهۍ ور تړي چې ګنې ولسمشر د عیسی (ع) او خدای (ج) ترمنځ په توپیر نه پوهېږي، ځکه چې د عاشورا پر ورځ ولسمشر د مذهبي علماوو پر وړاندې وینا کوله، په دې جمله کې”چې امام الحسین د حضرت محمد(ص) پیامبر لمسی دی“. په خپله ولسمشر نه ملا دی او نه مولوي، نو چې د داسې دینې عالمانو پر وړاندې وینا کې حتماً تر فشار لاندې و او د ”پیامبر کلمه“ د هغه په خبرو کې ور څخه پاتې شوې وه. نو خوشحال اصفي او نور متعصبین او بدخواهان اوس هره ورځ لیکنې کوي چې ډاکټر اشرف غني د خدای (ج) او عیسی (ع) تر منځ په توپیر نه پوهېږي. دا هر مومن او مسلمان ته چې سواد هم ونه لري، د خندا وړ خبره ده.
په یو بل مضمون کې د ”ګډ حکومت مفت خوره سلاکاران“ تر عنوان لاندې داسې خاطره ورکوي چې ګنې ولسمشر هغو کسانو ته چې په ټاکنو کې یې ورسره کمپاین کړی دی او یوازې په همدې معیارونو بې ”له هر ډول مسلکي معیارونو پرته د ګډ حکومت شریکان د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي“.
دی وايي چې لوړ معاشونه ورکول کېږي او ”د ملت پر وړاندې ستره جفا ده“.
اول ولسمشر بر خلاف د کرزي هیچا ته بې موجبه پیسې او معاش نه ورکوي، ټول سلاکاران چې په هره برخه کې ټاکل شوي دي، په خپل مسلک کې پوه او د خلکو په منځ کې، د یوه څه ښه شهرت خاوندان دي.
ولسمشر خپل سلاکاران په ګروپونو وېشلي دي چې په هره میاشت کې به، هر ګروپ د خپل تخصص په ساحه کې، یوه طرحه ولسمشر ته وړاندې کوي او په دې ډول به پر ځای د دې چې له کوم وزارت او یا له کومې موسسې طرحو ته په شپږو میاشتو او یا کال کې انتظار وباسي، له خپلو مشاورینو نه به په هره میاشت کې داسې طرحې تر لاسه کولای شي.
په یادو سلاکارانو کې ځینې د لویدیځ له مشهورو پوهنتونونو څخه ماسټرۍ او دکتوراوې لري او په خپلو مسلکونو کې د پوره تجربې خاوندان دي. داسې کسانو یوزاې افغانستان ته د خدمت لپاره خپل لوړ معاشونه، کورنۍ او امنیت پرېښودلی او د هېواد لپاره یې د خدمت لپاره ملاوې تړلي دي.
داسې سلاکارانو ته ”مفت خوره سلاکاران“ ویل له یوې خوا جفا ده او له بلې خوا افغانستان ته د داسې مخلصو کسانو د خدمت مخه نیول دي چې د دې سلاکارانو معاش د ډالرو په حساب د ۸۰۰ او ۳۰۰۰ ډالرو دي. د هغوی لپاره له هغه څه نه چې دوی ته به له افغانستانه بهر په خپلو مسلکونو کې ورکول کېدل، دا یوه ناجیزه اندازه ده.
په افغانستان کې په تېرو دیارلسو کالو کې ډېرې ناخوالې او خپل سریئ شوي دي.
کله چې زموږ ولس د پېښور او تهران د شپږو او اوو ډلو د له منځته راتلو نه را پیل؛ تر اوسه هم په هماغه غمیزو کې اخته دی. که ډاکټر اشرف غني د راتلونکو څلورو کالو په موده کې د کرزي په ناخوالو کې پنځه سلنه اصلاحات هم راولي دا به لویه لاسته راوړنه وي، ځکه چې ملک کرزي بې بازخواسته حکومت کاوه، هر چا چې هر څه غوښتل هغه یې کړي دي او پوښتنه نده ځني شوې.
بله دا چې ولسمشر هغو وعدو ته چې کړې یې دي ژمن دی او وایي چې هره وعده به تر سره کوي؛ خو نه په یو او دوو کالو کې.
نو د افغانستان د نیکمرغۍ په هیله باید هر څوک د خپل وس او توان په اندازه په خپله برخه کې کمک وکړي، تر څو دا لوېدلی او ژوبل شوی ملت په پښو ودرېږي.
ځکه هیڅ کس او ډله که د دې حکومت پر ځای راشي، نشي کولای چې د جنګونو مخه ونیسي، یا زموږ اقتصاد پیاوړی کړی او یا هم زموږ له بدبینه ګاونډیو سره زموږ اړیکې د ولس په ګټه ښې کړي.