د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پیښور نامه

ع . رشید 13.11.2015 11:20

شاعر : داکتر اخلاق احمد آهن
ژباړه : ع . رشید
-----------------------------------


دشاعر په باره کې  :                                                                                                                                
دهندي فرهنګ دپیژندنې په برخه کې  پرهند ي ژبې برسیره  اردو ژبه ډیره مهمه او دپاملرنې وړ ده ، همداده چې هندی شعراو شاعرۍ  ددغې ژبې له نشته والي  او فرهنګی هستې څخه پرته  نا بشپړ او بی خونده  بریښې ،  دیوه  حقیقت په توګه دا باید ومنو چې  هندوستان په معاصر یت  کې پرته  له اردو شهکارونو دپیژندنې وړ نه دی .  څومره  هندي میراث او تاریخ  چې په دغه ژبه کې خوندي دی  په نورو هندی ژبو کې  له فارسي ژبې وروسته نشته او نه به بشړوي  ، اردو نن سبا  په ټول هند او نیمه وچه کې دهنرا و ادب ، موسیقي او شعر  دژبې په توګه خپل ځای  او خپل پوره وړتیا ساتلې ده .  ان داچې نن سبا  که دهند سینما ته لږ ځیرشو ،  ددغې مهمي سینما بنسټ هم  په ژبني لحاظ اردو ژبه جوړوي ،  ددغې ژبې هنري باریکۍ او نازکې  ددې لامل شوې چې  تراوسه هم له خپل پرتم څخه دهندي ژبې په وړاندې ونه لویده ،هغه هڅې او ناکامې هلې ځلې چې دم ګړۍ ددغې  دملي او هنری وړتیا  په وړاندې په شعوري توګه روانې دي ، په اوچت ځواک او هنري مقبولیت تس نس کوی .
ددغې ژبې یو ه ځوانه څیره  اخلاق  آهن دي  ،  چې دهند په بیهار کې زیږیدلي دی  ، زده کړې تردوکتورا پورې  په نهرو پوهنتون کې بشپړې کړې دي ،  اوس په نهرو پوهنتون کې  د دری ژبې استاد دی ، زیات شمیر آثار يی په انګریزي ، فارسي ، اردو اوهندي ژبو کې چا پ شوي دي .  دلته یو شعر چې د پيښور د کتنې په ترڅ کې یې هلته فی البدهه ویلي  را اخلو او آزاده ژباړه یې په ګډه سره لولو :    


پیښور نامه
دقسمت کار و ګوره ،
پیښور موږ هم ولید ،
ګوره د پښتو ن نرمي ،
دجذبي احساس یې ،
دا سمسورې کروندې ،
داد بانډو خوشالۍ ،
داد ښار رنګارنګۍ ،
داد محفل خوش رنګۍ  ،
انګریزي واک سیوري ،
دمغل د سر د سیوري
د تیر روښانه رنګ دی ،
دجدیت نور افشاني ،
د شاه جهان پرسر د ویاړ شمله ،
پیښور موږ هم ولید ...

 د امن غږ خور دی ،
دادب شور ماشور دی ،
دښکلا نور دڅیرو په څلو کې ،
په تازه ګیو ، خوشبويیو خور دی  ،
دمستو سترګو ارزاني ته ګوره ،
دزړونو پراخ ډګر ،
د وړو او زړو په خندا ډک دی ،
عالم او جاهل ،
عاقل او دانا
شاعراو معلم ،
کمزوری او پیاوړي ،
سم او ناسم ،
شاطر او واطر
هندو ، مسلم ، مومن او کافر
عابد، زاهد، فاسق واثق واړه ،
ساجد ، شاهد ، حاذق عاشق واړه
مست قلندر شاه وګدا ټول یو سر
خان اونوکر ،
ټول یو شان ښکاري  دلته ،
ټول یوشان چال چلند کا ،
جامې دټولو یو شان ،
ټول په یوه رنګ مساوي
دخپل نیک دود خیال ساتي ...
 
اودا تنها دلته دي ،
دعرش ترسیوري لاندې ،
په میلمنو ځان وژني ،
د هرچا قدر کیږي ،
دهرچا دوی خواخوږي ،
رښتیا ینه دلته ده ...  
د رښتیاینو خلکو ...
ولې د بد نوم تور پردوي پورې شو ،
هو ولې ،  ولې ، ولې ؟
دومر نا انصافی د څه لپاره  ... ؟ !