د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان غږ!

سهراب ویسا 12.11.2015 11:03

هر افغان حیران پاتې چې په چا غږ وکړې ترڅو غږ ته یې مثبت ځواب ورکړل شي، د تېرو څلویښتو کالونو نه را په دیخوا افغان د هر چا دروازه وټکه وله ترڅو د دوستي لاس یې په منګلو کې ټینګ شي او خپل هیواد د ظالمانو له ظلم څخه وژغورې، اما بدبختانه تر نن ورځې پورې د افغان دا هېله پوره نشوه.
هر وخت چې افغان د خپل ګاونډي دروازه ټکه ولی چې د دوستی لاس ورکړي، ګاونډې ورته د دوستي لاس ورکړي اما د شاه له خوانه یې په افغان بیا داسې ګذار کړي چې له پښو یې غورځه ولي. اخیر تر کله به له دې غمځپلې افغان سره داسي کړني کیږې چې په نړۍ کې ثارۍ ونه لرې، اخیر تر کله به افغان پاڅیږې او د خپل افغان ورور سر به غوڅه وي! اخیر تر کله به افغان په داسي چارو کې کارول کیږې چې پایله یې له بدمرغیو سره ښکېل وي! اخیر تر کله به دا افغان داسي ویده بیده وي چې له ځانه خبر ونه وسي! اخیر دا افغان به کله راویښيږې چې په دي بدبختیو کې د ځان لپاره روښانه لار پیدا کړې او په هغي باندې نیغ روان شي! اخیر کله به د افغان زړه پخپل هیواد باندې وسوځي چې د زړه له کومې نه خپل هیواد ته کار وکړي!
له هرڅه نه مخکې غواړم چې د افغان نیږدي دوست چې په اصل کې د افغان دښمن دی تاسو ته یې در وپيژنم، د افغان دا نیږدي دوست چې په اصل کې د افغان دښمن دی پاکستان نومیږې، پاکستان چې د اسیا په جنوب لویدیځه برخه کې پروت دی او پلازمینه یی اسلام آباد نومیږې په لودېځ کې له ایران سره ، په شمال کې له افغانستان سره او په ځتېځ کې له هندوستان سره نېږدي پوله لري او پاتې دې نه وي چې د ختېځ په شمال کې له چین سره هم نیږدې پروت دی.
 دا خو ټولو ته جوته ده چې پاکستان په 1947 زیږدیز کال کې د ېو ازاد او مستقل هیواد په نوم و نومول شو او له هندوستان څخه جلا شو، د 1947 زیږدېز کال څخه را په دېخوا پاکستان او هندوستان ترمینځ ډیری لانجي رامینځته شوي چې په ترڅ کې یې پاکستان تل پړ ګڼل شوي او ماته یی هم خوړلي، یعني دا په دې معنی چې د پاکستان دولت د هندوستان دولت سره 68 کلنه دښمنې لري، او له بل اړخ نه هندوستان تل له افغانستان سره خپلي خوږي اړېکي په روښانه فضا کې پاللي او افغانستان یې تل ستاینه کړي، ځکه هر وخت چې د هندوستان دولت د افغانستان دولت سره د دوستي لاس ورکړي نو پخپله دوستي کې يې افغانستان سره دښمني نه بلکې واقعي او سپینه دوستي پاللي، دا چې هندوستان د پاکستان دښمن دي، ځکه خو پاکستان هڅه کړي چې د دا ډول خواږو دوستانو په مینځ کې خنډ رامینځته کړي او د افغانستان په دولت یې د شاه له خوانه ګذار کړي. دا چې د پاکستان دولت څنګه د افغانستان په دولت د شاه له خوانه ګذار کړی د دي لپاره به سپین سپین دلایل وړاندې کړو.
درستي نړۍ ته نن ورځ دا خبره روښانه شوي چې پاکستان داسې ېو هیواد دی چې تل یې پخپله لمنه کې ازغي کرلي او بیایې دا ازغي د افغانستان په لور شېندلي او د افغانانو راتلونکې سپينه لار یې له ازغیو څخه ډکه کړي، دا ازغي په بیلابیلو ډلو ویشل شوي، او د همدې بیلا بیلو ازغیو تولیدات دي چې نن ورځ زمونږ هیوادوال د دا ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي، که نن ورځ زمونږ هیوادوال د هیواد په هره سیمه کې ځپل کیږي، ځوره ول کیږي د دي ټولو کړنو اصلې لامل پاکستان دی، ځکه پاکستان یادو ازغیو ته داسې پارو ورکړي یعني داسي یې روزلي چې خپلو شومو اهدافو ته پرې ورسیږي.
کله چې په افغانستان کې د پاکستان په لاسوهنه کورنۍ جګړې رامینځته شوي او ناچاره افغانان دې ته مجبوره شول چې د پاکستان په لور هجرت وکړي، نو په هغه وخت کې پاکستان دولت لبیک وویل او افغانانو ته یې پخپله خاوره کې ځای ورکړ، دا چې پاکستان افغانانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړ په دي خبره باندې باید مونږ خوشحاله نه شو، ځکه دا د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو هغه طرحه وه چې له افغانستان څخه یې خپله پینځمه صوبه  جوړه کړه او په افغانستان یې خپل حکومت کوه، دا ځکه چې هندوستان له افغانستان سره نیږدي اړیکې پاللي او پاکستان ته داسي ښکارېدل چې کومه ورځ د افغانستان له خوانه د هندوستان په ګټه په پاکستان کومه حمله ونه شي او پاکستان به د نړۍ له نقشي څخه وباسي، د پاکستان لوړپوړو چارواکو دا ډول طرحه جوړه کړه چې تل په افغانستان باندې خپل حکومت وکړي او افغانان په داسي حالت کې وساتي چې د نړۍ له پرمختګونو څخه شاته پاتې شي، که ستاسو په یاد وي همداسي وشول، ځکه خو پاکستان د خپلو ازغېو له تولېداتو څخه هغه تولیدات چې نن ورځ د طالب په نوم یادیږي دا يي افغانستان ته راولیږل او په افغانستان کې يې د پینځه کالو لپاره د طالبانو حکومت رامینځته ګړ، په اصل کې دا د طالبانو حکومت نه ؤ، بلکې دا د پاکستان د دولت هغه طرحه وه چې افغانستان یې پخپله ولکه کې راوړي ؤ، او هر ډول شوم پلانونه چې پاکستان غوښتل هغه یې د طالبانو په نوم په افغانستان کې پلي کړل، یعني د طالبانو په پینځه کلنه دوره کې افغانانو ډیر څه له لاسه ورکړل، بې شمیره ځوانان مو بې سواده شول، ډاکتران مو په بیلابیلو موضوعاتو کې بندیان او په دار وځړه ول شول، ښونځي مو ړنګ شول، ماشومان مو بې سواده پاتې شول، او دا لړۍ تر نن ورځي پورې په افغانستان کې دوام لري، ځکه خو د پاکستان هغه جنګې اردو چې د طالب په نوم په افغانستان کې فعالیت کوي او همدا يې دنده ده چې د افغانانو ښونځي ویجاړ کړي، ښوونکې مو په دار وځړه وي، روغتونونه مو په توپ وولي. اما بیا هم د شکر ځای دې چې نن ورځ زمونږ دولت دومره وس او توان لري چې د پاکستان هغي جنګې اردو په مقابل کې ېو موټي افغاني ځواک او ملي اردو جوړه کړي چې قرباني ورکوی او دخپل حریم څخه دفاع کوي.
زما په اند نن ورځ افغان په نړیواله سطحه خپل نیږدي دوست چې تل یې د دښمن په شان د شاه له خوانه په افغان ګذار کړي په رسمي توګه مو د دښمن په نوم وپيژنده. اوس زمونږ دولت  ته په کار ده چې د سولې خبرې په شمال کې له خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره پیل کړي، نه له طالبانو سره، ځکه چې طالبان د پاکستان هغه جنګې اردو ده چې په افغانستان کې د پاکستان په ګټه فعالیت کوي، او د افغانستان دولت طالبان په رسمیت نه پيژني، په داسې حال کې چې ېوه ډله په رسمیت ونه پيژندل شي نو له هغي سره به څنګه د سولې خبري وشي، دا ځل باید په کلکه توګه د سولې خبري له پاکستان سره وشي، تر څو په افغانستان کې ثبات رامینځته شي  او د  پاکستان له دولت څخه باید د هر هغه شوم پلان پوښتنه وشي چې په افغانستان کې یې پلې کړي، او افغانان تر نن ورځې پورې پري ځوریږي.
که د افغانستان دولت  واقعې سوله او په هیواد کې سر تا سري ثبات غواړي نو ډیر ژر دي په شمال کې د خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره د سولې خبري پیل کړي ترڅو د افغانستان دولت د سولې په برخه کې ېو مثبت لورۍ او ېوه مثبته پایله ترلاسه کړي.