د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نننی لاريون که ملي حماسه؟

سردار محمد همدرد 12.11.2015 12:01

افغانستان يو داسې هېواد دی چې، تر شا يې تر درې لسيزو ډېره جګړه تېره کړه، دغه جنګ د بېلابېلو ډلو ټپلو، استخباراتو، ګاونډيو، نړيوالو او نورو لخوا په خپلو وختونو کې د بېلابېلو لاملونه له امله سوي دي او لا هم يوه نا اعلان سوې جګړه روانه ده.
په دغه تر درې لسيزه چې نږدې څلور لسيزې کيږي په دې جګړه کې ميليونه بې ګناه خلک ووژل سول، بې کوره سول او لا هم د وژنې او ژوبلې دغه لړۍ روانه ده، د هر وخت چارواکي، له ولسمشره تر وزيره او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو پورې پرې خپل خپل امتيازات او کرېډټ اخلي او اخيستی يې دی.
زما په اند وروستۍ لسيزه تر ټولو ډېره وژونکې، او خطرناکه وه او دغه خطرونه تر اوسه زموږ ولس ته متوجه دی او د وژنې لړۍ روانه ده.
په تېره بيا اوسنی حالت زموږ په هېواد کې تر ټولو بدترين حالت دی، که له يوې خوا زموږ حکومت کمزوری سوی دی، له بېلابېلو خواو له ګڼو ګواښونو سره مخ دی، ولس مو ټول له هېواده بهر ته په تېښته دی، نا امني ډېره سوه، اقتصادي ستونزې رامنځته سوې، بل پلو مو ولس په هيڅ ډول خوندي نه دی، خپل کور، کلي کې له بېلابېلو وسله والو ډلو لخوا وژل کيږي، په دار ځړول کېږي او ان سرونه يې پرې کېږي.
پخوا که په دې وطن کې جګړې هم سوي دي او يا به کېدلې، نو دښمن به مالوم و، د جګړې هدف به هر چا ته څرګند و، ولس ته به زيان نه اوښته، خو اوس زموږ هېواد او زموږ ولس په داسې حالت کې ژوند کوي، چې دوست او دښمن نه مالوميږي، دلته يوه ډله نه ده چې دا ولس يې له ګواښونو اندېښمن دی او قرباني کيږي يې، بلکې دلته بېلابېلې وحشتناکې ډلې رامنځته سوې، له طالبانو تر داعشه، له ګاونډيو تر نړيوالو او دې ته ورته نورې ډلې ټپلې، زور واکي، سيمه ييز قوماندانان، شخصي ناقانونه وسله وال او نورې ډېرې ډلې شتون لري چې ولس يې وواژه، ويې زوروه او لا هم ولس ورځ تر بلې د پورته ډلو ټپلو قرباني کيږي.
وروستيو کې د داعش او يا هم د اسلامي دولت ډلې چې پيل له هلمنده وسو، خو دلته چې فعاليت نتيجه  ورنه کړه نو د افغانستان ختيځ ته ولاړل، ننګرهار کې يې مرکزونه جوړ کړل، جلب جذب يې پيل کړ، ګڼ خلک يې وزورول، شهيدان يې کړل، بې کوره او ژوبل يې کړل، پېغلې سرتورې کړې، نوی زېږېدلی ماشوم يې تر چړې تېر کړ او په سوځوني کې يې په شهادت ورساوه.
د دوی ظلمونه دومره اوج ته ورسېدل چې ځايي خلکو يې هم پر وړاندې پاڅونونه پيل کړل او په ختيځ کې تقريباً دغه وحشتناکه ډله په ورکېدو او د دوی ټغر په ټولېدو دی.
کلونه کلونه زموږ ولس قربانۍ ورکړې، مشرانو مو په دې خاطر مرګ ته په خوشالۍ غېږې ورکړې چې راتلونکی نسل يې په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي خو پخواني مشران چې قرباني يې ورکړه لا يې هم ارمانونه نه دي پوره سوي او حالت تر هغې څو چنده داسې بدتر سوی دی چې هيڅوک د دې تضمين نه سي کولی چې ولس مو دې د يوې شېبې لپاره هم خوندي وي.
په را وروستۍ لسيزه کې کلونه کلونه د بهرنيانو په هوايي بمباريو کې زموږ هېوادوال، په ودونو، جنازو، دخوښويو په محفلونو او نورو بېلابېلو ځايونو کې بمبار سول، چغې مو ووهلې خو هيچا هم ږغ وانه ورېد، اوس د وسله والو مخالفو ډلو لخوا ظلمونه راباندې کيږي، هغه وسله وال چې د اسلام جنډې يې په لاسونو کې نيولي دي او د دوی په خبره د دې لپاره جګړه کوي چې په دې هېواد کې اسلامي قانون راولي، خو په کوم دليل عام ولسي وګړي د دوی لخوا وژل کيږي او سرونه يې پرې کيږي؟؟؟
د داعشيانو لخوا په زابل کې د اوه هزاره ورونو او خويندو سرونه پرې کول بل ستر جنايت و، چې په ټول هېواد کې يې د افغانانو غبرګونونه راوپارول، تر دې پورې چې د قرباني سويو جسدونه کابل ته انتقال سو او نن لسګونه زره افغانان کابل کې راټول سول لوی لاريون يې وکړ، د ارک تر خولې ورغلل، د ملي وحدت د حکومت دواړه مشران يې وغندل، د ارک تر دروازې ورغلل او د حکومت د مشرانو پر بې کفايتۍ يې شعارونه ورکړل.
داعشيانو دا داسې يوه بې رحمانه جنايت کړی چې په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کيږي، هيڅ قانون يې نه مني، له عامو ولسي وګړيو د سرونو پرې کول هيڅ ډول قانون او اصولو کې نه سته.
نننی لاريون چې مرکز کابل کې ترسره سو يوه ملي حماسه ده، اوسنی وخت چې تر ټولو بد وضعيت دی، ښه لار يې همدغه لاريونونه دي، بله هيڅ لار نه لرو، زه د افغانستان په لر او بر کې له ټولو افغانانو غواړم چې جوپې جوپې دې په هر ولايت کې راووځي د حکومت له مشرانو، وسله والو مخالفو ډلو او نړيوالې ټولنې دې وغواړي چې نور بس کړئ، وژنې بس کړئ، معاملې بس کړئ، وينه توينه بس کړئ، د استخباراتو روانې لوبې او جګړې ته د خاتمه ورکړئ.
ترڅو چې ټول افغانان يو نه سو، ترڅو چې پښتانه، هزاره، ازبک، تاجک او هېواد کې ټول شته قومونه پر يوه ټغر راټول نه سي او خپل اواز په يو ځای پورته نه کړي، نو نور به هم ووژل سول، نن که اوه هزاره ورونه وژل سوي دي، سبا لسګونه نور افغانان وژل کيږي، نن که ننګرهار لسګونه پښتانه له کورونو بې کوره سول، سبا سلګونه او زرګونه بې کوره کيږي او وژل کيږي.

نننی لاريون يوه ملي حماسه ده او دا یې ښه لار ده، نور اوسنی وضعيت د زغملو نه دی، ټول افغانان که هزاره دي، که پښتانه دي، که هر قوم دی، بايد په يو غږ راووځي او حکومت سره حساب وکړي.
ټول افغانان بايد په يوه اواز نړيوالې ټولنې، حکومت او هم افغانستان کې شته وسله والې ډلې چېلنج کړي ترڅو اوسنی وضعيت بدل کړي.
که دا کار هم نه وکړو، نو بې پوښتنې، بې رحمانه او بې حسابه به وژل کيږو.
په اوسني وخت کې له يووالي پرته بله هيڅ لار نسته چې روان وضعيت ته بدلون ورکړي، يووالی قووت جوړوي او قوت د روانو ګواښونو په وړاندې او هېواد کې د شته جنايتکارانو سره ښه حساب کولی سي.
جنګ کې پيدا جنګ کې را لوی سو خندا څه پېژنو
حالاتو ډېر يو زورولي ادا څه پېژنو؟؟