د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سورت النحل کې د رزق په هکله درې مثالونه

قاضی طارق 09.11.2015 00:11

په تېر پسې ....
څښتن تعالی په سورت نحل کې درې مثالونه بیان کړېدی چې په دوو مثالونو کې د الله تعالی په یو والی او د حق او باطل ترمنځ د تمیز لپاره او د مشرکانو د توبیخ لپاره واضح عقلی دلایل دی، او په دریم مثال کې د مکې مکرمې او د مشرکینو حال او د الله پاک په نعمتونو کفران او بالاخره د هغوئ انجام او مصیر انځور شویدې ، چېرته چې الله ور باندې د رزق پراخی راوستلې خو هغوئ فساد ته لاس اچولې او په شرک اخته شویدی .
لومړې مثال په دې مبارک ایت کې بیان شوېدې :
{ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ} النحل :۷۵.
ژباړه : بیانوی الله یو مثال ، چې مریې وی مملوک ، چې نه قادریږی په هېڅ شئ (له نفع اوضرره ) او بل هغه څوک وی چې رزق روزی ور کړې وی مونږ ده ته له درباره خپله رزق روزی ښه ( ډېرمال او هیڅوک ورسره شریک نه وی ) نو دغه سړې نفقه کوی له دغه مال نه په پټه او ښکاره ، ایا برابریږی سره دوئ ؟ ( نه برابریږی ) ټوله ثنا صفت الله لپاره دې ، بلکه زیاتره د دوئ نه پوهېږی .
یعنی دلته یوغلام دې چې په پوره ډول د بل چا په ملکیت کې پروت دې او دغه غلام د هېڅ ډول کارنه شی تر سره کولای ، یو بې واکه او بې وسه شئ دې ، او بل اړخ ته یو ازاد شخص دې، د هرشئ مالک دې ، الله پاک ښه پراخه او حلال رزق ور کړېدې چې هروخت په پټه او ښکاره سره د دغه ښه او حلال رزق څخه په نورو باندې نفقه کوی ، یعنې یو سخی او کریم انسان دې ، کوم رزق چې الله ورکړېدې نو هېڅ بخل په کې نه کوی بلکه په ټولو حالاتو کې یې نفقه کوی ، کوم ځای کې چې د نفقې په پټوالی کې خېر وی په پټه یې ترسره کوی او کوم ځای کې چې یې په ښکاره کولو کې خېر وی په ښکاره یې ترسره کوی .
ايا دا دواړه سره برابر دی ؟
دا د دې مثال دوه اړخونه دی ، څوک چې د سلیم عقل او سلیم قلب څښتن وی نو د هغه په وړاندې فرق ښکاره او واضح دې، دلته یو بې وسه کمزورې د بل چا په ملکیت کې پروت غلام چې د ښو کولو او د بدو کولو څه اختیار ور سره نه شته ، ایا دا برابر دې د هغه انسان سره چې پوره ازاد او د هر شئ مالک دې الله ورته پراخ او حلال ښه رزق ور کړېدې، د خیر په کارونو کې یې په مصرف رسوی او د الله شکر اداء کوی ، نو د چا سره چې د عقل ډېره لږه برخه هم ور سره وی نو په دې کې به هېڅ شک ونه کړی چې دا دواړه سره برا بر نه دی .
نتیجه :
نوای جاهلو مشرکانو بیا څرنګ هغه باطل معبودان چې نه عقل لری ، نه څه وینی ، نه څه اوری نه د څه شئ مالکان دی د هغه الله سره په عبادت کولو کې برابروۍ چې هم خالق دې ، هم رازق دې او هم د دې کائیناتو د ټولو خزانو مالک دې .
اصل خبره داده چې دغه ګمراه شوی کافران او مشرکان د حق او باطل ترمنځ د تمیز او فرق کولو په چل نه پوهېږی په زړونو، سترګو اوغوږونو یې حسد ، عناد او کینه داسې تسلط لری چې په حق باندې اعتراف کولو ته یې نه پرېږدی .


دوهم مثال :
{ وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَم لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ } النحل :۷۶.
ژباړه : او بیانوی الله یو مثال چې دوه سړی وی چې یو له دوی نه ګونګ وی (نه څه اوری او نه څه وایې ) نه قادریږي په هېڅ شئ ، حال دا چې دغه ګونګ بار وی پرمولا خپل ، هر چېر ته چې ولېږی دغه غلام ، نه راوړی نه راځی په خېر سره (بلکه شر ور ته رسوی ) ایا برابرېږی دغه (ګونګ ) او هغه څوک چې امر کوی (خلکو ته ) په عدل ، ( له سره نه دی برابر) حال دا چې دې (په خپله هم ) په لاره سمه روان دې .
دا دوهم مثال د لومړی مثال نه په زیات وضاحت سره د الله په وحدانیت ، رحمت اوعبادت او د مؤمن او کافر تر منځ په زیات فرق باندې دلالت کوی ، په دې معنی چې دا لومړې سړی سر بیره پر دې چې مطلقا د کوم کار د تر سره کولو توان نه لری او د خپل ځان لپاره څه نه شی کولای خوراک ، څښاک او لباس یې هم د مولا او بادار په غاړه دې او په حقیقت کې د خپل مولا په اوږو یو دروند بار دې ، په مجموع کې دا یو عاجز، کمزورې او د نورو مرستې ته اړ او محتاج انسان دې ، او که چېرته یې مولا د کوم کار د تر سره کولو لپاره کوم چېرته ولېږی نو تش لاس د خسارې او تاوان سره یو ځای بیرته را ګرځی.
ایا برابر دې دا ګونګ او عاجز سړې د یو بل سړی سره چې پخپله هم په سمه لار روان دې او نورو ته هم سمه لاره ښیې او په عدل او انصاف ور ته امر کوی یعنی د کمال دوه ستر صفتونه لری : نورو ته نفع رسوی او په خپله هم په سمه لار دې .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د هېڅ یوعاقل په عقل کې دا دواړه سړی سره برابر نه دی ځکه چې دا یو ګونګ دې ، عاجز دې ، کمزورې او ناکام دې ، او دا دوهم بیا ناطق دې او ناصح دې نورو ته ، او پخپل نفس او ذات کې هم د خیر د خصلتونو جامع دې .
کله چې خبره همدغسې ده نو بیا تاسو ای ګمراه او جاهلو مشرکانو! د هغه الله سره چې د ټولو مخلوقاتو خالق دې په عبادت کې هغه اصنام او بوتان برابروۍ چې نه څه اوری او نه څه وینی او نه د خپلوعابدینو څخه کوم شر دفع کولای شی .
دریم مثال :
په دې مثال کې د مکې مکرمې او مشرکینو او د الله په نعمتونو د کفران او د مکې د شاو خوا حالات انځور شویدی قران کریم فرمایې :
{وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آَمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ }النحل : ۱۱۲.
او بیانوی الله مثال د یو کلی چې دې په امن کې په ارام او ډاډ (اهل د دې کلی ) چې راته دغه کلی ته رزق روزی د دې پریمانه له هره ځایه ، نو کافر او نا شکره شو (اهل د دغه کلی ) په نعمتونو د الله ، نو وڅکاوه (په اهل د ) دې باندې الله کالی د لوږې او وېرې په سبب د هغوعملونو چې وو دوئ چې کول به یې .
{وَلَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ }النحل :۱۱۳
او خامخا په تحقیق راغلې وو دوئ ته رسول د دوئ له (جنسه د) دوئ نو نسبت د درواغو یې وکړ هغه ته نو و نیول دوئ لره عذاب ( د لوږې او وېرې ) حال دا چې دوئ ظالمان وو (په شرک او تکذیب سره ) .
اكثره علما او مفسرين په دې نظر دی چې دا مثال د مکې مکرمې د خلکو دې ، دا د ډاډمن امنیت لرونکې ځای وو، چې څوک به ورننوت په امن به وو او هيڅ وېره او خوف به یې نه درلود په داسې حال کې چې د مکې ګرچاپېر نورو سیمو کې دغسې ډاډمن امنیت وجود نه درلود ، خلک به په کې تښتول کېدل او له وېرې سره به مخ وو، په دغه ښار کې هر چاته امن وو، که چا به د پلار یا ورور قاتل هم ولید غرض یې پرې نه شو کولای ، دا داسې ښار وو چې نه په کې ونې موجودې وې او نه کوم زراعت ، خو د دوې رزق به له هر اړخه په پراخه پېمانه دوئ ته راته ، خو کله چې دوئ ته هغه رسول الله راغې چې دوئ د هغه په صداقت او امانت ښه خبر وو، د نیکو کارونو د کولو په لوریې بلنه ور کوله او له بدو یې منع کول ، د هغه تکذیب یې وکړاو د څښتن تعالی د نعمتونو په کفران یې لاس پورې کړ نو الله پاک هم پر دوئ د دغو سهولتونو ضد حالت را وست ، د لوږې جامې یې ور په غاړه کړې ، امن او ډاډ یې په خوف او وېره بدل شو او دا ناوړه حالت د دوئ د بدو عملونو، کفر او عدم شکر په سبب پر دوئ راغې .
{َ فكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ} النحل:۱۱۴
نو خورۍ تاسو له هغو (طعامونو) څخه چې در کړی دی تاسو ته الله حلال طیب پاکیزه او شکر وباسۍ (قدر و پېژنۍ ) د نعمت د الله که یې تاسو چې خاص هم ده ته عبادت کوئ (او فرمان یې منئ ) .
په دغه مثال کې د غور او تعمق کولو نه انسان دې نتیجې ته رسېږی چې که کوم کور ، کلی ، ښار او یا هیواد ته څښتن تعالی د رزق پراخی ور کړی او ډول ډول نعمتونه یې ور په برخه کړی وی نوهغوی ته په کار ده چې د څښتن د دغو نعمتونو شکر اداء کړی ، د الله پاک فرمانونه ومنی ، د شرک ، کفر، عصیان او سرکشۍ په لاره و نه خوځېږی ، کنه څښتن تعالی ته دا ډېره اسانه ده چې دغه نعمتونه ترې بیرته واخلی او امن او سکون یې په وېره او خوف بدل کړی .