د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګډ حکومت تش شعارونه

خوشحال آصفي 08.11.2015 13:08

ناامني، فقر او غریبي، بیکاري او د دا شان ځینې نورو لاملونو له کبله افغان ځوانان خپل هیواد پریږدي او کډوالۍ ته مخ کوي. تر سختو لارو وروسته هغوی اروپا او یا د نړۍ نورو هیوادو ته رسیږي او هلته له نوو ستونزو سره مخامخیږي. . په روان کال کې په زرونو ځوانانو اروپايي هیوادونو ته د رسیدو په موخه خپل هیواد پریښی دی. اوس څپه پر څپه افغان کډوال مخ پر اروپا شویدي ډیری یی په لارو کې د سختیو او کړاوونو قرباني کیږي.
دلته د ګډ حکومت چارواکي په هیواد کې د میشتو هیواد والو د ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی نو له هیواده په تیښته د زرګونو افغان کډوالو سره چې په خورا سختۍ اروپا ته رسیدلي؛ د مرستې کولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هیڅ پروګرام نه لري. دوی چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې ولس ته د ژوند ښه کولو او امنیت راوستلو ژمنې ورکولې اوس په خپل منځي اختلافاتو کې د بوختیا له امله یې هرڅه له یاده وتلي. هیواد مو د اقتصاد د کمزورتیا په لور روان دی او کاري ځواک او بشري قوه مو هم د تیښتې په حال کې ده. که ژور فکر وکړو دا ټولې ستونزې د ملي یوالي حکومت تر نامه لاندې د ګډ حکومت زیږنده دي چې په هره کوچنۍ او لویې مسالې سره اووه واړه شریکان جنجالونه لري. ددوی جنجالونه ددې سبب شول چې د هیواد امنیت حتی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني په پرتله برابر کړي او خلکو ته څه ناڅه اقتصادي ضمانت ورکړي.
د ګډ حکومت مشران اوس هم د ولس په سترګو کې خاورې شیندي، دوی اوس هم ولس ته د ټاکنیزو کمپاینونو غوندې تش شعار او پوچې وعدې ورکوي، څه موده وړاندې کله چې له هیواده د اروپا په لور د افغان کډوالو څپې مخ په لوړیدو راغلې؛ د ګډ حکومت اجرایه مشر په شعاري بڼه په ځوانانو غږ وکړ چې له هیواده مه تښتۍ؛ دلته پاتې شۍ او د هیواد په بیا رغاونه کې برخه واخلۍ ؛ دا وکړۍ او ها ...
ددې تر څنګ د ګډ حکومت مشر هم څو ورځې وړاندې یو بله کارنامه وکړه او ویې ویل چې له اروپا څخه د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره دلته چمتووالی لرو او هغه کډوال چې اوس په اروپا کې د پاڼ او پړانګ تر منځ دي یعنې نه یې د المان دولت قبلوي او نه هم دلته په هیواد کې یې د سر او مال د خوندي کولو لپاره څه شته؛ مونږ یې قبلوو چې دلته بیرته راشي. د غني یادې څرګندونې هم په پراخه کچه له غبرګونو سره مخ شوې. 
دلته اصلي موضوع دا ده چې ولې اوس هم د ګډ حکومت مشران او چارواکي د فیل په غوږ کې ویده دي؟ دوی ولې اوس هم تش شعارونه ورکوي او ولې اوس هم په ولس د خوبولو خیال کوي؟ 
اصلاً خبره دا ده چې ددوی ټولو خپلې کورنۍ او اولادونه په بهرنیو هیوادونو کې خوندي دي نو زمونږ د اولادونو څه پروا کوي؟ 
ددوی اولادونه د نړۍ په بهترینو پوهنتونو نو کې زده کړې کوي نو زمونږ د اولاد له حاله څه خبر دی چې په کومو شرایطو کې څنګه او څه وخت زده کړې کوې؟
راځۍ وګورو چې د ملي یووالي تر نامه لاندې د ګډ حکومت شریکان او چارواکي چیرته اوسې او کورنۍ او اولادونه یې په کوم هیواد کې د ژوند له نعمتونو خوند اخلي:
۱ــ د ګډ حکومت د مشر اشرف غني کورنۍ په امریکا کې
۲ــ د اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم کورنۍ په ترکیه کې
۳ــ د اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش کورنۍ په ایران کې
۴ــ په ښې حکومتولۍ کې د غني د ځانګړي استازي ضیا مسعود کورنۍ په دوبۍ کې
۵ــ د ګډ حکومت د اجرایه ریس عبدالله کورنۍ په هندوستان کې
۶ــ د اجرایه ریس د دویم مرستیال محمد محقق کورنۍ په ایران او ترکیه کې
۷ــ د سولې د عالي شورا نامزد مشر یونس قانوني کورنۍ په لندن کې
۸ــ د مالیي وزیر اکلیل حکیمي کورنۍ په امریکا کې
۹ــ د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي کورنۍ په هالنډ کې
۱۰ــ د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي کورنۍ په ترکیه کې
۱۱ــ د معادنونو او پطرولیم وزیر داود شاه صبا کورنۍ په کانادا او امریکا کې
۱۲ــ د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصورنادري کورنۍ په لندن او دوبۍ کې
۱۳ــ د سوداګرۍ او صنایع وزارت وزیر همایون رسا کورنۍ په امریکا کې
۱۵ــ د اطلاعات او کلتور وزارت وزیر عبدالباري جهاني کورنۍ په امریکا کې

دا زمونږ د هغه چارواکو د کورنیو اړوند لیست دی چې دلته مو ځوانانو ته نصیحت خو په اصل کې خپله کورنۍ او اولادونه یې په بهر کې د ژوند له نعمتونو خوندونه اخلي. اوس په دې وروستیو کې چې له خپل هیواد څخه تیښته ډیره شوې ده، حکومت باید د دې کار د مخنیوې له پاره کوټلي گامونه پورته کړي. هغه افغانان چې دلته په افغانستان کې د اروپایې هیوادونو ته د ځان رسولو مالي امکانات لري، فقط د موکې په انتظار دي. که افغان دولت دلته د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره نه کړي او د هیواد امنیت ښه نه شي نو لیرې نه ده افغان دولت به د کاري ځواک او بشري قوې له کمښت سره مخ شي.