د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبدلون دپاره د بدیل په لټه!

عبدالسمیع واحدي 08.11.2015 13:04

کلونه وړاندې په ګران هیواد باندې د امریکایي یرغل او د افغانستان د نيواک دخوبونو د تعبیر لپاره دهغه وخت امریکایي چارواکي دعامه ذهنیت د جوړولو لپاره دداسې پروګرامونو په جوړولو لاس په کار شول چې تر څو وکولای شي دافغانستان اشغال اسانه او ددوی دوامداره حضور ته لاره هواره شي نو ځکه امریکایي سیاستوال افغانستان ته د عسکرو د لیږلو ترڅنګ د افغانستان په دننه کې دداسې یو کورني نیمګړي ځواک ته اړتیا درلودله چی وکولای شي امریکایي اشغال ته لاره هواره او اسانه کړي او د افغانستان په اوږد مهاله نیواک کې دغربي لښکرو سره مرسته وکړي نو ځکه نیواکګرو زمونږ په هیواد کې دهغه وخت دطالبانو د نظام د بدیل په توګه د شمالي ټلوالې لنډه غر وټاکل امریکایان په دې پوهېدل چې د شمالي ټلوالې لنډغر د واک اوځواک د ترلاسه کولو دپآره هر ډول معاملې ته تیار دي دوی نه کوم انساني ارزښت ته عقیده لري او نه هم کوم ډول منشور او تګ لارې ته تعهد او ژمنتیا لري نو ځکه همدا خلک دي چې کولای شي د نیواک ګرو سره دخپلو شخصي او ګروپي ګټو پر بنسټ هر ډول معاملې ته تیار او اماده واوسي شمالي ټلواله خو د امریکا دپاره دطالبانو د نظام داسې یو بدیل وو چی ویې کړای شول د امریکایانو ګټې نه یواځې په افغانستان کې تضمین کړي بلکه په سیمه کې تامین هم کړي د شمالي ټلوالې د کوچنۍ او رټل شوې ډلې تر څنګ امریکایانو یوې بلې بیوروکراتیکې ډلې (چې په یوه بله اصطلاح کې تکنوکراتان هم بلل کېږي) ته چې دغرب په مفکوره سنبال د امریکایي اوغربي کلتور او سییستم سره بلده وي هم اړتیا درلودله چې وکولای شي د امریکایي نیواکګرو سره دهغوی د مخکې طرحه شوو پلانونو په تطبیق کې ورسره مرسته وکړي نو ځکه د معاصر استعمار لوبغاړي دغه ډول کسان په خپلو هیوادونو کې د روزل شوو مامورینو او په ټوله کې د تکنو کراتانو د ډلو څخه وټاکل او بیا یې په دندو باندې وګمارل دغه دواړه ډلې دشمالي ټلوالې لنډغر او په غرب کې تربیه شوي اوروزل شوي تکنوکراتان په خپل وخت سره امریکا او نیواک ګروته د طالبانو د واکمن نظام یو مثبت او ښه بدیل وول چې خپله ژمنتیا یې ثابته کړه او د نیواکګرو د پرواګرامونو په تطبیق کې یې دخپل توان او وس څخه په زیاته پیمانه امریکایي او غربي ګټوته مثبت ثابت شول مګر دغه ډول کسان کله هم د افغان کړیدلي ولس دپاره نظر د طالب واکمن نظام ته یو مثبت بدیل نه وو او نه به وي دا چې دغه ډول خلک زمونږ هیواد او ولس مادي او معنوي شتمنیو ته څومره زیان او تاوان واړوه یواځې د سالم فکراوعقیدي مخلص افغانان او هغه عام او مظلوم ولس چې په مستقیم ډول د امریکایي یرغل ګرو او د دوی د لاسپوڅوله خوا ورته دسر مال تاوان اوښتی دی پرې پوهیږي او بس.
شاواخوا یوه نیمه لسیزه وشوه چی د امریکایي نیواکګرو او ددوی دایتلافي ملګرو یعنې ناټو په مالي تسحیلاتي ، هوایي او ځمکني ځواک په ملاتړ د شمالي ټلوالي لنډغر جنګ سالاران او په غرب کې روزل شوي تکنوکراتان زمونږ دهیواد په ښارونو او کلیو، ځمکه او هوا، کلتور او امنیت، سیاست او اقتصاد او بالاخره د ژوندانه په هره برخه باندې واکمن دي. دامریکایي معاصر استعمار لوبغاړي په ماهرانه ډول د یو استعماري او وارداتي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز سیسټم په کار اچولو سره تر ډیره حده وکولای شول چې په کورنۍ جګړه کې د ښکیل کړل شوي افغانستان پاتې حیاتي بنسټونه په مکمل ډول ویجاړ او له منځه یوسي تر څو افغان ولس په ټولنیز اجباري فقر کې ګیر او وساتلی شي
. ولس اوس په دې پوه دی چې په افغانستان غوندي یو نیول شوي او یرغمل شوي هیواد کې واک اوځواک د جاهلانو او زورواکانو په قبضه کې دی، دلته ډیموکراسي درواغ ده، ټاکنې جعلي دي، دبیان ازادي د ارزښتونو دسپکاوي په بیه ده، دښځو دحقوقودپاره دمساوات غوښتنه نمایش او په ښځو ظلم کول دي، ازاد بازار احتکار ته لاره هوارول دي، عدالت دمصلحتونو قرباني دی، جګړه دنیواک لپاره ده، قانون د پانګوال او شتمن دګټو دخوندیتوب لپاره دی، دمعاصراستعمار دبرنامو سره همغږي تعقل او تفکر دی، زده کړه اورزونه فکري او کلتوري یرغل دی، پرمختګ د عامه شتمنیو غصب لوټ او تالا ده، خو افسوس چې ځینې ساده لوحو ته ددې هرڅه بدیل په نظر نه ورځي. د یرغلګرو او لاسپوڅو په مټ جوړ شوی سیسټم اونظام کله هم زمونږ د ولسونو درد ته درمل نشي کیدلی بلکه همدوی دي چې جنګ او جګړې ته، وژنو او وحشتونو ته ، بحران او بې ثباتي ته، استبداد او استعمار ته، استثمار او زبیښاک ته، دولس ترمنځ بې اعتمادي او بې باوري ته ، دهیوادونو ترمنځ رقابتي، استخباراتي او نیابتي جګړې ته لاره هواروي او د خپلوناروا او غیر انساني ګټو د خوندیتوب دپاره دولسونو وینې زبیښي
. کله هم دا نشي کیدلی چې په روانه استخباراتي لوبه کې ښکېل خپلو شخصي ګتو ته ژمن قومي متعصب یو جنګسالار د بل جنګ سالار او یاهم د پردو په کاسه لوی شوی او دپردو ګټو ته متعهد یو افغاني الاصل امریکایي او یا اروپایي تکنو کرات د بل تکنو کرات بدیل وګرځي. که په واضحو ټکو کې ووایو په تېر څوارلس کلن نظام کې په یو ډول شامل کلیدي او وتلې مشهورې څېرې کله هم د یو بل بدیل نشي جوړېدای هغوی چې داسې فکر لري او کوي چې ددغه ډول بدیلونو په رامنځته کولو او وړاندې کولو سره به دا ولس د استعمار او استبداد څخه خلاص شي، تیر وتي دي، دا هغه ازمویل شوي کسان دي چې هر یو په خپل وار سره د واک او ځواک د ترلا سه کولو دپآره د هر څه په سر معاملې ته تیار شوي دي. په هیواد کې روان بحران کله هم په خپل سر نه پیدا شوی او نه جوړ شوی، بلکه دلته یو څوک شته چې دخپل وخت، واک او ځواک په کارولو سره یې دغه ډول حالت رامنځ ته کړی دی.
. ګرانه هیوادواله!! بدیل نه چې بدیلونه شته تر هر چا څخه لومړی ته راوړاندې شه که په فکري، مالي او جسماني لحاظ پیاوړی،غښتلی او ځواکمن يې د یو ژمن، متعهد، افغاني او اسلامی ټیم په سر لارو کې شه او که د روان بحران څخه متاثره عام افغان یې نو ددغه ټیم سره دیو ولسي ځواک دیوې کوچنۍ برخې په ډول ملګری شه دغه کار پیړیو او کلونو ته نه بلکه یواځی میاشتو ته اړتیا لري په الله توکل، خپل ولس په مټ باور، میړانه، صداقت، ریښتینولي، فداکاري هیواد پالنه او ملت پالنه ددې هر څه دپاره بدیل وړاندې کولای شي بالاخره ددغه ناولي نیواک بدیل خپلواکي ده، دجکړې بدیل سوله ده، د ظلم، استبداد، غصب، چور او چپاول بدیل عدالت پلي کول دي او دفقر غربت او بې کارۍ بدیل متوازن پرمختګ دی او بس. وَمَاعَلَینَا ِالَابَلَاغ