د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شخړې ( منازعې ) خصوصیت

محمد انور ولید 07.11.2015 14:04

د ټولو انساني روېښونو او ارزښتونو ضد افراطي او تفریطي توپیري چلند د شخړې اصلي لاملونه بلل کېږي . ټولې شخړې د افراط او تفریط زیږنده دي ، ځکه شخړه له توپیرونو ( تفاوتونو ) څخه مینځته را ځي . کله چې د خلکو او ډلو ترمینځ د ارزښتونو، تصوراتو، مفکورو، غوښتنو او اړتیاوو خوځښتونه او حرکات یو د بل په وړاندې سره مخ شي ، په خلکو او ډلو کې احساسات را وپاروي ، چې بیا دا احساسات د شخړو په تو ګه را ښکاره کېږي . شخړې د متقابلو تعاملاتو د ( ناسم چال چلند ) په بهیر کې له یوې مرحلې څخه بل پړاو ته دا خلېږي او په خپل وار سره د ذیدخلو ډلو تر مینځ د اړیکو د بدلون سبب کېږي .
 
شخړې په لاندې توګه ځینې خصوصیات لري :

    هره شخړه( منازعه ) د ژوندیو موجوداتوپه څېریا هغو ته ورته ( مشابه ) د ژوند یو دوران لري .

 د بېلګې په توګه :
منازعه ( شخړه ) له اختلاف څخه را مینځته کېږي چې د رستم د لیندۍ ( شنې زرغونې ) په څېر سعودي او نزولي ګرافونه طۍ کوي . خوځښت او تحرک پیدا کوي ، وړوکوالی یې په ځوانۍ او لوی والي بدلېږي ، د اکمال او پخېدو پرخوا خپل آخرین معراج ته د ځان رسولو په تکل کې وي ، چې کله خپل هدف ته په کې رسېږي ، نو بیا کله په کې خپلې ځوانۍ ، هیجاني کېدو او تاو تریخوالي ته داخل شي . او کله بیا په کې ځوانیمرګه او پسرلی یې نیمه خوا شي . خو کله هم زړښت مومي او د فناه کېدو پر خوا روانه او بیا په خپله له مینځه ځي .
خو د ځینو شخړو تخمونه د راتلونکو شخړو د پیلېدوعوامل جوړوي . ( ځینې شخړې لنډ ، او ځینې نورې یې بیا ډېر اوږد دوران لري ، چې د (( ډي . ان . اې . )) په څېر په دویم او درېیم نسل کې کټ مټ د خپل پټ شوي عادت او سټې له مخې سر را ټوکوي . )
 
ولې دا باید په یاد ولرو چې هره شخړه یوه ، یا څو سټې لري :
الف : لومړۍ سټه یې د فزیکي او رواني ناروغیو له کبله ناسم افهام او تفهیم دﺉ .
ب : دوهمه سټه یې د بېسوادۍ، غریبۍ، بې روزګارۍ او پرته له تعقل اوعلمي اساس څخه د بل بابولالو ته غوږ نیول دي .
ج : درېیمه سټه یې د پردیو خواووغرضي مداخلې او کورنۍ نیمګړتیاوې دي .
د : څلورمه سټه یې د قانون نشتوالی ( انارشي ) ده چې هرڅه د ځنګل د قانون پراساس په کې په غیر متعادله او بې انصافه توګه چلېږي .
ز : پینځمه سټه یې د حق او باطل تر مینځ د عدالت نشتوالی او د حق او حقیقت قرباني کېد ل دي .
و : شپږمه سټه یې دهغه نظام ده چې له بهرڅخه پرې تپل شوی اود چارواکو نصب اوعزل یې له بهره ورباندې تحمیل وي .
س : اوومه  سټه یې خپل اصالت هېرول او پرد ۍ عنعنې او کاپي ګانې پرځان او خپله ټولنه باندې تطبیقول دي .
ک : اتمه سټه یې د خود ارادیت ، قربانۍ او خپلواکۍ د احساس نشتوالی دﺉ .
ط : نهمه سټه یې د لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال کورنیو او بهرنیو سترا تیژیو او پلانونو نشتوالی دﺉ .
ی : لسمه سټه یې د سالم ، صادق او ملي مدیریت او کاري ټیم نشتوالی دﺉ .
 

    منازعه (شخړه) هغه وخت مینځته راځي چې د ذیدخلو خواوو اهداف یو د بل په تقابُل کې واقع شي . هغه وخت چې سیالې خواوې د خپلواهدافو د نه ترلاسه کېدو احساس وکړي اوپردې باندې پوه شي چې غوښتنې یې له خطر سره مخ دي . په دې حالت کې یوه یا دواړه خواوې د وېرې او اضطراب ( پرېشانۍ ) احساس کوي . وېرې او پرېشانۍ د دواړو خواوو تر مینځ د بې باوریو سبب جوړېږي .

په انساني ذهنیتونو کې وېرې ، اضطراب ( پرېشانۍ ) اوبې اعتمادۍ د یو بل درک ته صد مه رسوي او په پایله کې د نفرت او کرکې ذهنیت په ټولنه کې تحریک کېږي . د کرکې او نفرت په حالت کې ډېر لږ اختلاف هم په ډېر سرعت او بیړې سره د تاو تریخوالي یا تشدد (ژبني او فزیکي )خواته هڅول کېږي او په پایله کې د ضرر رسولو اعمال او کړنې را مینځ ته کوي .

    په تولنیزو شخړو او منازعوکې په زیاته کچه قوت او انرژي نغښتې وي . همدغه انرژي کېدای شي چې په تعمیري توګه د مسایْلو په حل، نوښت او پر مختګ کې وکارول شي او یا په تخریبي توګه د څملولو ، وېشلو، درځونو، جګړو او ورانیو سبب شي . د منازعې د توان له انرژۍ څخه ناوړه  ـ یا سمه ګټه پورته کول ( استفاده کول ) ددواړوخواوو په صادقانه یا منافقانه ذهنیتونو او کړنو (اعمالو ) پورې اړه لري . د متقابلو اړخونو ذهنیتونه موږ ته دا را په ګوته کوي چې ذیدخله خواوې له منازعې سره څنګه برخورد او معامله کوي . نوموړې معاملې به د تخریب او یا هم د ترمیم خواته روانېږي .

له منازعې سره تعمیري معامله سالمې پوهې ، کلک تعهد ، مؤثرو مهارتونو ، محیطي درک ( ټولنیز جوړښت ، کلتور، هویت... ) او نورو ته اړتیا لري .

    منازعه یوه ولاړه او ساکنه پدیده نه ده ، بلکي د خواوو د ذهنیت او کړو وړو په پایله کې له

مختلفو مرحلو څخه تېرېږي . چې کله ورو ، او کله هم چټکه شي . او په هره مرحله کې هم له خپل ټو لنیز چاپېریال څخه اغېزمنه کېږي ، او هم خپله پر تولنیز چاپېریال باندې اغېزکوي .

    ټولنیزې منازعې (شخړې) په ټولنیز سیستم کې لږ یا ډېرې بې عدالتۍ، بې انصافۍ، اویا هم په افراطي او تفریطي شکل نا انډوله بې عدالتي را په ګوته کوي . اوټولنې غواړي چې نوموړی نا انډوله حالت بد لون ومومي .

په بل عبارت : ټولنیزې منازعې په ټولنیز سیستم کې د ضعف او ناروغۍ څرګندونه کوي چې بدلون ، سمون او روغتیا ته اړتیا لري . ځینې ټو لنیزې شخړې یوازې په سیستم کې د مناسبو بدلونونو له لارې ځانته د حل لاره مومي . له همدې کبله اړینه ده چې د ټولنیزو شخړو رېښې وڅېړو . په ډېرو ځایو کې څېړنو روښانه کړې ده چې د اکثرو ټو لنیزو شخړو رېښې په ټولنیز سیستم کې نا انډوله او باطل کړه وړه د نوموړو ټولنو د حیاتي او اروایي ناروا اړتیاوو او غوښتنو سره تړاو لري .

    هره شخړه حل یا بد لون ته اړتیا لري . په یوه ټولنه کې ناحل شوې شخړې د تشد د او تا و تریخوالي له پاره شرایْط برابروي . تشدد نه یوازې ښکاره زیانونه را مینځته کوي ، بلکي دداخلي ، ذهني او اروایي زخمونو ( ټپونو ) سبب هم ګرځي .

 
د شخړې ( منازعې ) د پېژندنې اهمیت :
د شخړو یا منا زعو پېژند نه او له هغو سره مناسبې کړنې خورا زیات اهمیت لري . شخړې ـ په تېره ټولنیزې دوامداره شخړې موږ ته دا را په ګوته کوي چې ځینې شیان یا ټو لنیزې اړیکې سمې نه دي . نوموړي شیان او اړیکې کېدای شي ناسم قضاوتو نه ، پرېکړې ، بې عدالتۍ ، د ژوند اړتیاوو ته نه لاس رسی ، محرویتونه ، په واک باندې انحصار ، د مفاهمې او معلوماتو ستونزې.... او نور چې دا ټول سمون او بدلون ته اړتیا لري .
مثال یې لکه د انسان په وجود کې د تبې او درد په څېر دﺉ . درد او تبه موږ ته دا را په ګوته کوي چې  زموږ په وجود کې یوڅه ستونزه ده او سم ( نارمل ) نه دﺉ . درد او تبه موږ ته دا راښيي چې موږ باید هغه درد تشخیص او مناسبه در ملنه یې وکړو . په ټولنه کې د شخړو تشخیص اودرملنه د ټو لنې په صحت او سلامتۍ کې مهم رول لري . ځکه د ټولنې د سالم جوړښت ساتنه د ټولنې د هر وګړي دنده ده . دا ریښتیا ده چې د شخړو پر وخت د ګټلو او بایللو احساس د غوسې او وېرو هیجانات ( غیر نارمل حرکات ) را پاروي ، په داسې وضعیت کې باید موږ خپلو او د مقابل لوري هیجاناتو ته پاملرنه وکړو او هغه سره تنظیم اوکنټرول کړو . هیجانات موږ زور زیاتي کولو ته هڅوي . په شخړوکې له زور زیاتي څخه کار اخیستل شخړې په تاو تریخوالي او جګړو باندې اړوي . او هیجانات د مرګ ژوبلو اړولو وروستۍ تولیدوونکې وسیله ده چې کار ترې اخیستل یې مناسبه لاره نه ده . ځکه هرڅوک خپل هیجانات په صبر، زغم او حوصلې سره هم کنټرولولی شي . کله چې یوڅوک د صبر او زغم باظرفیته پانګه په ځان کې ولري ، نو بیا ولې د هیجاناتو (۱۸۰) میله خطرناک رفتار ته زړه ښه کوي ؟ په داسې حال کې چې هره لحظه ور ته د مرګ ژوبلو د ناولي برخلیک خطرناک زېګنال ( سره اشاره ) هم ورکوي .
 
د شخړوپېژندل اوپرخصوصیاتویې خبرتیا له موږ سره په لاندې ټکوکې مرسته کوي :

    د منازعې د حل او بدلون په خاطرپه مدیریت کې له منفي خوځښتونو باید مخنیوی وشي .
    مدیر یت د ذیدخلو خواوو پټې ستونزې او نظر یات را بر سېره کوي .
    مدیریت ځانګړې او ډله ییزه پېژندنه راښیي .
    مدیریت د خلکو د یووالي او بېلتون هغه کرښې ټاکي چې په تولنه کې د بدلونونو سبب ګرځي .
    مدیریت د شخړو پرمختلفو موضوعاتو باندې د نویو زده کړو له پاره رڼا اچوي .
    مدیریت د منازعې د قیق تحلیل په دواړو خواوو ، اړیکو او ټولنیز سیستم کې د ستونزو د روښانه کولو لارې چارې په پلانیزه ډول په نښه کوي .

     د مدیریتي سیستم جوړونې په برخه کې شخړې کولای شي چې تعمیري رول ولوبوي او په نوموړي سیستم کې د تعادل او ثبات د را مینځته کېدو سبب شي ، خوداسې هم کېدای شي چې په سیستم کې تخریبي رول ولوبوي او د لا زیا ت تشنج ( کړکېچ ) او تاو تریخوالي سبب شي .
      ددې بېلګه لکه چې دمخه هم ګوته ورته ونیول شوه د انساني وجود په سیستمونو(هضمي، وینې، اعصابو....) کې د ( محرقې ، ملاریا ) د ناروغیو را مینځته کېدو په شان دي. کله چې په انسان کې ناروغي مینځته راشي، ټول بدن ور سره نا کراره کېږي ، درد او تکلیف احساسوي او سړی درملنې ته اړباسي ، ځکه صحیح تشخیص او درملنه د روغتیا او صحت سبب ګرځي . غلط تشخیص او ناسم اقدام د ناروغۍ د لا زیاتې پېچلتیا ( اختلاطاتو) او یا مړینې سبب ګرځي . په همدې توګه په یوه ټولنه کې ټولنیزې دوامداره شخړې په ټولنیزو سیستمونو او اړیکو کې د ضعف او ناروغۍ په معنا دي چې صحیح تشخیص اودرملنې ته اړتیا لري . ښه تشخیص ښو معالجو( مصلحینو) اود ښواواغېزمنولاروچارو تطبیق او مناسبو بدلونونو ته اړتیا لري .
      په ذاتي توګه په منازعه ( شخړه ) کې بدي نه شته . منازعه او شخړه هغه مهال په بدی ، خطراو ضررباندې اوړي چې له منازعې سره په مناسبه توګه چلند ونه شي . منازعه داسې ده لکه اور . اورکولای شي تخریبي سوځونې وکړي او هر څه په ایرو باندې بدل کړي . خوکه مهارشي ، په سالمه توګه په پخلي، ذوب اوتودوخه کې هم کار ترې خیستلای شو. همدا رنګه موږګورو چې د تاریخ په اوږدو کې له اور څخه مناسبه ګټه اخیستل د انساني تمدن او پراختیا سبب شوې ده . له منازعې سره هم مناسب چلند او تعامل د انساني تاریخ د زیاتو تحولاتو او پرمختګونواسباب را مینځته کړي دي .
د شخړې پېښېدل اوانګېزې :
شخړه هغه وخت پېښېږي چې د وګړو یا ډلو اړتیاوې ، غوښتنې ، ګټې ، نظریات ، عقیدې ، تصورات ، انګېزې او موخې په تقابل او ټکرکې سره واقع شي .
د بېلګې په توګه :
      داچې په کورکې لوښي څوک پرېولي او څوک پخلی او جارو وکړي ؟ یا د وروڼو تر مینځ ځمکه څنګه سره ووېشله شي ؟ د کلي اوبه څنګه وېشل کېږي ؟ د کلي او سیمې مشرتوب څه ډول ترسره کېداشي ؟ د یوې ادارې مدیریت څه ډول پرمخ ځي ؟  یا یوهېواد څنګه اداره کېږي ؟.... دا ټولې پوښتنې د شخړو او اختلافاتو موضوع ګانې دي . همدا رنګه کېدای شي دا د یوې شخړې د را مینځته کېدو انګېزې تاریخي تصورات اوپېښې ، اوسني جریانات ، پرېکړې او کړنې (چا له چا سره څه وکړل.... ) وي .
      پورته یاد شوي ټول موضوعات کېدای شي په معقولیت او انصاف سره یو بل ته د درناوي ، غوږ اېښودلو او خبرو له لارې حل شي . د خواشینۍ خبره خو بیا داده چې کله ناکله انسانان معقولیت اوانصاف نه لیرې . ډیروخت داسې هم کېږي چې د خپلوغوښتنواو اهدافوترلاسه کولو له پاره له زورزیاتي څخه کاراخلي او په بد ، رد وېیلو، وهلو ، ورانولو ، کډه کولو ، بندي کولو او وژلو باندې لاس پورې کوي .
      زموږ په هېواد او ټوله انساني نړۍ کې ډېرې بېځایه او غیر ضروري شخړې پېښې شوې دي او پېښې به شي چې آخر پای یې پرجګړو او دښمنیو پای ته رسېږي .
کېدای شي ددې ډول شخړوعامه عوامل لاندې څیزونه وي :

    بې پر وایي ، غفلت ، ناپوهي ، بېځایه سر زوري ( سر ټمبه توب ) ، بېځایه ادعأ ګانې ، غیر عادي او بې واکه مدیریت ، پر نورو باندې خپل کار کول او امتیازات یې خپله اخیستل ، تهمتونه ، بېځایه بدګماني ، د مفاهمې نشتوالی ( یو د بل پر نیت نه پوهېدل او د نیتونو ناسم تعبیر) ، ناوړه ګټه اخیستل د نورو څټمېری ( غیبت کول ) او ځان ور باندې مخکې کول  او نور .
    د موضوع د حل له پاره له مناسبو او سوله ییزو لارو او روېښونو څخه نا خبري .
    د غیرت ، عزت ، شهامت او شجاعت د مفاهیمو ناسم تعبیر اوکاروَنه .
    د حرص ، بخل ، ځان مننې او له نورو څخه بې پر وایي د شخړو اصلي رېښو ته نه پاملرنه .
    د پردیو مداخلې .
    یو پر بل باندې ملامتي او ټاپې وهل .
    د ځان غوښتنو په باب سر زوري او له خپلو غوښتنو او ادعأ کانو څخه نه تېرېدل .
    پر خپلو غلطیو ، تېر وتنواو ناپوهیو باندې سترګې پټول .
    ځانته د ټولو مسایْلو حق او صلاحیت ورکول او نورو ته په سپکه سترګه کتل ، محرومول او له صحنې څخه ګوښه کول .
    ......

زموږ په هېواد کې په خاصه توګه د جګړو ، ډلو ټپلو ، په نظام کې د خود غرضه عناصرو ، او په عام ډول په ټولو انسانانو او انساني نړۍ کې د منازعې انګېزې له مختلفو عواملو څخه منشاء ( سر چینه ) اخلي . په دې ځای کې موږ د لاند نیوبنسټیزو اړتیاوو یادونه کوو چې د اکثرو شخړو رېښې له هغو سره تړاو لري او شخړې له همغو څخه سر چینه اخلي :

    ژوندنۍ (حیاتي ) فزیولوژیکي اړتیاوې :
    دا اړتیاوې د انسانانو د ژوند د بقاء او دوام له پاره اړینې دي لکه : ځای ، هوا ، خواړه ، اوبه ، خوب ، هوساینه....
    اروایي (رواني) پسایکولوژیکي اړتیاوې :
    دا اړتیاوې رواني او معنوي اړخ لري چې د انسانانو ژوند ته رنګ او حیثیت ور بښي لکه : هویت پېژندنه ، امنیت او آزادي ، د عقیدې او ارزښتونو درلودل ، د تعلقاتو اواړیکو درلودل او پالل ، له مینې او درناوي څخه برخمن توب ، عزت النفس ، د ځاني توان اواستعداد د غوړېدو او پر مختګ اړتیا.... او نور.

د نوموړو اړتیاوو په واسطه انسانان په ژوند کې خوځښت ( حرکت ) کوي . او خوځښت ژوند او اړیکو ته مفهوم ، رنګ او خوند ور بښي . که د نوموړو اړتیاوو د پوره کېدو له پاره مناسب سوله ییز ذهنیتونه ، اغېزمن او مناسب جوړښتونه ( سیستمونه ) او ښې کړنې (رفتار) ونه شي شخړه او منازعه به را مینځته شي، که له شخړې سره مناسب چلند و نه شي، په تاو تریخوالي اوجګړه به بدله شي. او جګړه به راز راز زیانونه او ورانۍ را مینځته کړي . د منازعې د را مینځته کېدو ، د انګېزو پېژندنه او د هغو اړتیاوو ته پاملرنه به د شخړو په مخنیوي ، سوله ساتنه ، او د شخړو په سوله ییز حل کې خورا ډېره مرسته وکړي . له دې کبله اړینه ده چې پورتنیو موضوعاتو ته ژوره پاملرنه وکړو . له نوموړو موضوعاتو څخه غفلت ( بې خبري )  او هغو ته نه پاملرنه ددې سبب کېږي چې ډېر لږ اختلاف به په  شخړه او جګړه سره واوړي او سوله به زیانمنه کړي .
 
تمرین :    
الف : زموږ په ټولنه کې د شخړو ( منازعاتو ) انګېزې او د هغوتحرک له کومو اړتیاوو څخه منشاء اخلي ؟
ب:  د نوموړو اړتیاوو د پوره کېدو له پاره کوم اقدامات باید تر سره شي ؟
 
د شخړې ( منازعې ) ډولونه:
شخړې مختلف ډولونه لري چې په عام ډول شخړې په درېیو لاندې ډلو کې را ټولېدای شي :
۱ـــ د ګټوپرسرمنازعه :
دا منازعه هغه مهال واقع کېږي چې انساني ( منقولې او غیر منقولې ) ګټې له ګواښ او خطر سره مخ شي . ددې ډول شخړو ( منازعو ) حل نسبتاً آسانه دﺉ ، ځکه چې ددې شخړو موضوعات د اندازې او وېش وړ وي . لکه پیسې ، کور ، ظرف او فرش ، ځمکه ، اوبه ، ځنګل ، څړځایونه ، غر.... او نور .
۲ـــ د ارزښتونوپرسرمنازعه :
هغه وخت واقع کېږي چې انساني ارزښتونه له ګواښ ، خطر او سپکاوي سره مخ شي . انساني معنوي ارزښتونه د عزت ، آبرو ، هویت ، او دیني مقدساتو څخه عبارت دي ، ددې ډول منازعو حل د متقابل درناوي ، معذرت غوښتنې او باور د فضأ جوړولو له لارې تر لاسه کېدای شي . نه د پولي ارزښتونو له لارې .
 
۳ـــ د موقفونو یا نا انډوله اړیکو پرسرمنازعه :
دا منازعه هغه مهال واقع کېږي چې د انسان موقف ( واک ، مشري او څوکۍ ) له ګواښ یا خطرسره مخ شي . د موقفونو او نا برابرو اړیکو منازعات هغه وخت حل لوري ته لاره موندلای شي چې قوانین ، لایْحې ، او پالېسیانې د عدالت او انصاف پر اصولو ودرېږي  او بشري حقوقونو ته د یوې واقعاً منل شوې ملي وثیقې د رعایت کولو له مخې پاملرنه وشي .
د منازعو ټول پورتني  ډولونه کېدای شي یو بل ته لاره و مومي  او یا له یو بل سره مخلوط او ګډ شي .