د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نورمجمد تره کی انقلاب او شنډۍ ترورۍ

نورالرحمان میرزئ 07.11.2015 13:55

یوه ریښتونی کلیواله کیسه
د نن څخه تقریباً ۳۸ کاله مخکی چی کله د نور محمد تره کی د ثور انقلاب منځ ته راغی نو په ټول افغانستان او بیا په کلیو او بانډو کی څوک د سیاست د الفبی نه هم خبر نه ؤ او بیا خصوصاً ښخو خو بالکل د سیاست نوم هم نه ؤ آوریدلی -
زموږ ولسوالی او بیا زموږ کلی چی پخوا هم ډیر وروسته پاتی ؤ او اوس هم وروسته پاتی دی چا به په سیاست کی خبری نه کولی ، خو شنډۍ ترورۍ چی هغه وخت یی عمر تر آتیا کلونو رسیده ، کله ناکله به یی د واده ، کوژدنی ، غم او نورو خوښیو په مراسمو کی په سیاست کی خبری کولی . د شنډۍ ترورۍ د کلیوالو او بیا خصوصاً د ښځو په منځ کی ځانګړی ځای درلود - هر چا به ویلی چی شنډۍ ترورۍ یوه ډیره پوه ښځه ده د شنډۍ ترورۍ مشوری او وړاندیزونه هم خلکو ته ډیر ګټور تمامیدل .
وخت تیریده او د ثور انقلاب خپلی بریا ته ورسید د فیوډالانو مځکی په بی مځکو او کم مځکو خلکو وویشل شوی ، ملایانو او خصوصاً اخوانیانو د حکومت په ضد تبلیغات شروع کړل په حکومت یی د کافر ټاپه ولګوله ، له دی نه وروسته ډلی ډلی اخوانیان او د حکومت ضد ملایان د حکومت لخوا ونیول شول - په ټول افغانستان کی خلک د حکومت په ضد راپورته شول - زموږ د کلی نه بر د سرکنډ ۷ کلی دی هغوی ته زمینه مساعده شوه او هره شپه به لاندی راښکته کیدل او د یو خلقی کور به یی سوځوه مالونه او د کو ر آسباب به یی ور ته چور او تالان کړ او که خلقی به په کور کی ؤ نو هغه به یی واژه - کلی په کلی او ولسوالۍ په ولسوالۍ به هلیکوپترو کاغذونه غورځول یوه عجیبه ګډوډی په ټول مملکت کی حکمفرما وه او شنډۍ ترورۍ دا هر څه له نږدی نه څارل ـ
یوه ورځ چی شنډۍ ترورۍ په کلی کی یو واده ته تللی وه او هلته ډیری نوری ښځی هم راغلی وی نو ښځو به د شنډۍ ترورۍ نه د افغانستان د ورځ تر بلی بدلیدونکی بد حالت په هکله پوښتنی کولی او شنډۍ ترورۍ به هم هغوی ته د قناعت وړ ځوابونه ورکول
سرآسیا ترور چی د شنډۍ ترور په خوا کی ناسته وه نو د شنډۍ ترور نه یی پوښتنه وکړه چی :
خوری د کومی ورځی نه چی تره کی د باچاهی په تخت ناست دی په ټول ملک کی جنګونه او ربړی دی آشرار د خلقیانو کورونه او مکتبونه سوځوی او کله کله په ولسوالۍ باندی ډزی هم کوی
شنډۍ ترورۍ ور ته راغبرګه کړه چی خوری د ( تره کی په باچاهی باندی څلور واړه یارانو آمین ندی ویلی ، تره کی چی کله تخت ته وخیژی نو تخت یی لړزیږی او تره کی ور نه ښکته را ګوزار شی )
شنډی ترورۍ چی دا خبره خلاصه کړه نو سمدستی یی ورته یوه بله کیسه وکړه
سر آسیا خوری ته پوهیږی چی نور محمد تره کی کوچی دی هغه بله ورځ تږی شو نو مور ته یی غږ کړ ( وا آدی ، یو ګیلاس تروی خو راوړه چی وی چښم ډیر تږی یم ) مور یی چی ور ته شړومبی راوړی او تره کی وڅښلی نو بیا یی مور ته وویل چی ( وا آدی ، هغه د ورتو غونډاری در سره راوړه چی وی ریشم )
حکومت به د دولت مخالفینو ته آشرار ویل ، او آشرارو به ځان ته مجاهدین ویل
لږ وخت لا تیر نه ؤ چی یوه ټپه د هر چا په خوله وه
که مجاهد په دنیا نه وی ــــ د نیا خښتګ به دی مسکو کی زنګیدنه
MN.be
نورالرحمان میرزئ کونړی